محب الرحمن محب

+++

هفت شهر عشق را عطار گشت
ما هنوز اندر خم يك كوچه ايم
«مولوي»

پيليزه

په علومو کې تر ټولو سخته چاره د مفاهيمو تعريفول دي. هرڅو که د مفاهيمو تعريف يا اصطلاح پېژندنه د ټولو علومو لپاره حتمي ده او هر علم ته ورننوتل دا راباندې لازموي، چې تر هرڅه مخکې اصطلاح پېژندنې(Terminology) او رېښه پېژندنې(Etymology) ته مټې بډ‌وهو؛ خو د دې چارې سختي د دې سبب شوې؛ څو پوهان دې مقولې ته چندان پاملرنه ونه کړي.

له دې کاره لاس په سر کېدل، د علم لارويان د علم پر ژبه د پوهېدا پرمهال له ستونزو سره لاس‌و‌ګرېوان کوي؛ نو ځکه پوهانو او متصوفينو هڅه کړې، چې تر وس او توانه د کليدي او اصلي مفاهيمو تعريفونې ته هم وخت ورکړي.

د فکر په تاريخ کې ابن سينا لومړنی کس دی، چې د مفاهيمو او اصطلاحاتو په تعريف يې پيل وکړ او په «حدود» کتاب کې يې د خپل شاګرد، جوزجاني غوښتنو ته ځواب ووايه، په دې او نورو ليکنو يې د فلسفي، تصوفي او منطقي مفاهيمو تعريف ته ځای ورکړ. هغه د تعريف پر ستونزمنتوب، محدوديتونو او د بحث له اړتياوو پوره خبر و او ځکه وايي، چې زه يوازې د نوم شننې او د اصطلاح ګانو په اړه اجمالي توضېحاتو ته اوږه ورکولای شم.[(۱)ـ لاندې کتابونو ته مراجعه وکړئ: ابو علي سينا، حدود او يا تعريفات، د محمد مهدی فولادوند ژباړه، د ايران د فلسفې ټولنه، تهران، ۱۳۵۸، مقدمه/ابوعلي سينا، علايي دانشنامه، د احمد خراساني سمونه، فارابي کتابتون، تهران، ۱۳۶۰، ص ۴]

د ژبينو تحليلي او معرفت پېژندونکو مبحثونو په لويه او مهمه ډلبندۍ کې مفاهيم په دريو ډلو وېشل شوي دي:

۱- ذهني مفاهيم(Subjective concepts)

۲- عيني مفاهيم(Objective concepts)

۳- ګډ مفاهيم(Mixed concepts)

د علومو ټول مفاهيم او اصطلاحات د دې تعريف يا ذهني او دروني مفاهيمو پر بنا دي.

ذهني مفاهيم(Subjective concepts)چې په بېروني عالم کې له عيني او حقيقي وجوده برخمن نه دي، لکه د تصوف، ارواپوهنې او عاطفې مفاهيم: مقامونه، منزلونه، وېره، پښېماني، هيله، خوښي، غم او يا هغه عيني مفاهيم، چې په بېروني عالم کې په عيني توګه راڅرګندېږي او زموږ احساس، فکر او سليقې پکې کوم دخالت نه لري.

عيني مفاهيم(Objective concepts) لکه مېز، دېوال، کتاب او يا نور بېروني څيزونه، او يا هغه مفاهيم، چې له بېرونيو ځانګړنو او د شخصي – فردي ځانګړنو له دواړو اړخونو اغېزمن وي. د دې ډول مفاهيمو له ډلې نه د ښکلا مفهوم، تندخويي، ښه والی، بدي او يا هم د هنر تعريف يادولای شو.

ګډ مفاهيم (Mixed concepts) په دې مفاهيمو کې هم بېرونۍ منشا د پام وړ ده او هم پېژندونکی فاعل د هغو په پېژندلو او رامنځ ته کېدا کې ونډه لري. په داسې ډول، چې دا مفاهيم د انسان له وجود سره معنا مومي او له هغه پرته نشي رامنځ ته کېدای. نو ځکه په دريمه ډله پورې اړوند مفاهيم په کراتو له دوو لومړيو ډلو نه ډېر دي، ځکه په مفاهيمو او تعريفونو کې د څيزونو په بېروني او عيني وجود سربېره ذهن، وړتياوې، سليقې او د انسان ذوق هم دخالت لري.

اوس چې د مفاهيمو په ډلبندۍ پوه شوو، لا هم په دې نه يو برلاسي شوي، چې د هر ډول پېچلو مفاهيمو په تعريفونه دې برلاسي شوي يو. دا کار په اړونده څانګه کې د پوره پوهې ترڅنګ د لغت پېژندنې په برخه کې هم د پوهې درلودلو وړتيا ته اړتيا لري او د څو نه بېلېدونکو علومو شته پانګه مو په دې کار برلاسي کولای شي.

که له نورو علومو راتېر شو، د تصوف د مفاهيمو د تعريفونې چاره خو تر هغو لا پسې ستونزمنه ده، ځکه چې تصوف په ټولنه کې د يوه داسې علم په توګه ځای موندلی دی، چې په اړه يې د بحث پر مهال پوره احتياط لازم دی او له دې ها خوا دا علم د هغو علومو په قلمرو کې ځای لري، چې پر عيني عناصرو سربېره بېروني او ذهني عناصر هم پکې په لويه پيمانه ونډه لري. په دې مقاله کې هڅه کوو؛ څو د يوې پرتليزې ارزونې په وسيله لومړی د تصوفي مفاهيمو له ډلې نه د مقام او منزل تعريفونه را مخې ته کړو او ورپسې د تصوف د مقامونو او منزلونو شته توپيرونو ته تر خپلې وسې لاره هواره کړو.

  1. مقام

د تصوف په علم کې مقامونه هغه اکتسابي او اجتهادي چارې او بلاخره د سالک او متصوف تر واک او ارادې لاندې هغه نفسي ځانګړي حالات او کيفيات دي، چې د انسان په ولکه کې نه دي، بلکې د خدای (ج) له لوري پرې لورول کېږي او د سالک زړه ته ښکته کېږي. د دې کيفياتو د بقا او فنا په اړه بېلابېلې نظريې شته. د ډېری متصوفينو له ډلې نه جنيد بغدادي د دې مخصوصه نفسي حالاتو او کيفياتو پر بقا او دوام باوري نه دی، هغه دا کيفيات د اسمان پر کنارو له پړکنده برېښنا سره تشبېه کوي؛ خو حارث محاسبي او ځينې نور بيا د دې کيفياتو پر دوام او بقا باوري دي.

دا چې د افلاطون په نظر د معقولاتو په عالم کې کيفيات د مثالي بڼو ايډيالي فورمونه(Ideal Forms)دي، چې د حسي تجربې د نړۍ ثبوتونه له يوې بدلې نسخې او يا د هغو له تصوير ورهاخوا بل څه نه دي؛ خو دا کيفيات بيا متصوفينو او سالکانو ته د يوې بدلې نسخې پرځای په دنيا د جنت خواږه ورڅکي او د خپلو کړنو نېکه بدله د همدې کيفياتو په وسيله تر لاسه کوي.

په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې د دې دورو د لويو متفکرانو له ډلې څخه مارسيليو فيچنيو، چې د افلاطون او افلوطين د اثارو ژباړن و، په خپل مشهور اثر افلاطوني الاهياتو(Theologian Platonic) کې د يونانيانو او قديس اګوستين د ښکلاپېژندنې د اصلي مفاهيمو په يوه برخه تمرکز کړی دی او تر ټولو ښه نظريه يې هغه ده، چې د افلاطون د فيدون پر رسالې ولاړه ده. د هغه په اند نفس د افلاطوني نظارې او تماشې په څېر تر يوې اندازې له تنه بېل دی او د مثالي عالم په ليدلو او تصويرولو د ښکلا په تجربې لاس پورې کوي. د متصوفينو نفس هم د همداسې يوې معنوي ښکلا او کيفيت مزه ګوري او ځکه نور دنيوي خوندونه د هغو پروړاندې ماته خوري او سالک ترې لاس په سر کېږي.

په هر حال د سالک د سفر مقامونه اووه ياد شوي دي، چې عبارت دي له:

۱- توبه، ۲- ورع، ۳- زهد، ۴- فقر، -۵ صبر، ۶- توکل، ۷- رضا. (اللمع، ص 42)

۱- توبه: الله (ج) فرمايي: و من لم يتب فاولئک هم الظالمون. (ژباړه) هر هغه څوک، چې توبه ونه باسي، د ظالمانو له ډلې څخه دي.

توبه د سالک او صوفي د سفر لومړنی مقام دی، چې سالک پکې د کيفياتو له يو ډول انقلاب سره مخ کېږي او له اوږده خوبه يې را ويښوي. صوفيانو توبه له غفلت او بې خبرۍ نه د روح په بيدارۍ او ويښېدا تعبير کړې ده، داسې چې سالک د هغې لارې په کوږوالي پوهېږي، چې تر دې دمه ورباندې راغلی دی. دا مقام سالک له خطا وتلو څخه خبروي او ان دا چې سمې لارې ته يې متوجه کوي. جنيد بغدادي د توبې درې معناوې وړاندې کړې دي، چې پښېماني، د خطاوو او تېروتنو د ترک هوډ او وروستۍ هم دا چې ځان له ناوړه کړنو او دوښمنيو نه پاکول او مبرا کول.

۲- ورع: الله جل جلاله فرمايي: وثيابک فطهر.(ژباړه) او خپلې جامې پاکې کړه!.

ورع د طريقت د خاوندانو دويم مقام دی، بشر حافي د ورع په اړه وايي: ورع هغه ده، چې له شبهاتو نه پاک راووځې او د خپل نفس محاسبه د سترګو په هر رپ کې په پام کې ونيسې.

ورع له خدايه د وېرې دليل دی، وېره د معرفت سبب ګرځي او معرفت خدای ته نږدې کېدل دي.

۳- زهد: الله ج فرمايي: بقيه الله خيرلکم. (ژباړه) هغه څه چې له الله (ج) سره باقي دي، ستاسې نېکي ده. سلوک په هر مقام کې سالک او متصوف د راتلونکي مقام لپاره تياروي. همدا ده چې ورع د زهد غوښتونکې ده. ابوسليمان داراني وايي: زهد د هغه څه پرېښودل دي، چې الله ج ترې منع کړی يې.

۴- فقر: الله ج فرمايي: يا ايها الناس انتم الفقراء الی الله. ( ژباړه) ای خلکو، تاسې د خدای (ج) پر وړاندې فقیر(نيازمند) یاست.

واقعي فقر يوازې د غنا نشتوالی نه دی، بلکې له غنا سره د ميلان او رغبت نشتوالی هم پکې شرط دی. هم بايد د صوفي زړه له دنيوي او مادي غوښتنې پاک وي او هم يې لاس.

علامه اقبال د فقر په اړه دا نظر لري:
چيست فقر اي بندگان آب و گل
يك نگاه راه بين يك زنده دل

فقر كار خويش را سنجيدن است
بر دو حرف لا اله پيچيدن است

برگ و ساز او ز قرآن عظيم
مرد درويشي نگنجد در گليم

۵- صبر: الله تعالی فرمايي: واصبرو ما صبرک الا بالله. ( ژباړه) صبر وکړه او ستا صبر به د الله ج له توفيق پرته ناممکن وي.

فقر د صبر غوښتونکی دی او که چېرې سالک په فقر کې صبر او تحمل د خپل ځان شعار ونه ګرځوي، پايله به يې هېڅ وي. الله (ج) فرمايي: ان الله مع الصابرين
۶- توکل: قال الله عزوجل: وعلی الله فتوکلوا ان کنتم مومنين. (ژباړه) او پر الله توکل وکړئ، که مو په هغه ايمان راوړی وي.
د عرفاوو له نظره توکل پر خدای باندې کامل اعتماد او زړه تړل دي. دا مقام کمال ته د معرفت د رسېدلو په پايله کې حاصلېږي.
۷- رضا: الله ج فرمايي: يا ايتها النفس المطمئنه ارجعی الی ربک راضیه مرضيه. (ژباړه) ای ارام نفسه، بېرته راوګرځه د پروردګار پر لور راضي او منونکی.
رضا د سالک عالي او وروستنی مقام دی، تر دې ورهاخوا د اخلاقي تمرين او د نفس د تهذيب وروستۍ مرحله باله شي.

  1. منزلونه

ډېری متصوفين او سالکان منزلونه، مقامونو ته د رسېدلو مرحلې بولي او منازل د حق پر لوري د سفر هغه پړاوونه ګڼي، چې سالک پکې تر راتلونکي مقامه دمه اخلي او راتلونکي مقام ته د رسېدلو ښه او توښه پکې برابروي. منزلونه له مقامونو نه د لنډو مودو سفر دی او لويو اهدافو ته د رسېدلو لپاره وړې موخې دي.

ځينې سالکان او صوفيان په دې اند هم دي، چې مقامونه او منزلونه د الله (ج) له لوري سالکانو او متصوفيتو ته ور کړل شوې معنوي برخې او ملکيتونه دي، چې مقام بيا له منزل نه لوی قلمرو دی او حدود يې نسبتاً اوږده دي.

د منزلونو د شمېر او ترتيب په اړه ټول سالکان او صوفيان په يوه خوله نه دي، ځينې يې يو، ځينې دوه، ځينې درې، ځينې اووه، ځينې اويا، ځينې سل او حتا ځينې يې زر او اويا زره منزله بولي.

خواجه نصير الدين طوسي په اوصاف الاشراف کې منزلونه له ايمانه پيلوي او په توحيد يې پای ته رسوي؛ خو خواجه عبدالله انصاري په منازل السائرين کې له ډېری متصوفينو سره د دې لاندې سلو منزلونو له شمېر او ترتيب سره يوه خوله دی:

1ـ یقظه. 2ـ توبه. 3ـ محاسبه. 4ـ انابه. 5ـ تفکر. 6ـ تذکر. 7ـ اعتصام. 8ـ فرار. 9ـ ریاضت . 10ـ سماع. 11ـ حزن. 12ـ خوف. 13ـ اشفاق. 14ـ خشوع. 15ـ اخبات. 16ـ زهد. 17ـ ورع. 18ـ تبتل. 19ـ رجاء. 20ـ رغبت. 21ـ رعایت. 22 مراقبت. 23ـ حرمت. 24ـ اخلاص. 25ـ تهذیب. 26ـ استقامت. 27ـ توکل. 28ـ تفویض. 29ـ ثقه. 30ـ تسلیم. 31ـ صبر. 32ـ رضا. 33ـ شکر. 34ـ حیاء. 35ـ صدق. 36ـ ایثار. 37ـ خلق. 38ـ تواضع. 39ـ فتوت. 40ـ انبساط. 41ـ قصد. 42ـ عزم. 43ـ اراده. 44ـ ادب. 45ـ یقین. 46ـ انس. 47ـ ذکر. 48ـ فقر. 49 غنا. 50ـ مقام مراد . 51ـ احسان. 52ـ علم. 53ـ حکمت. 54ـ بصیرت. 55ـ فراست. 56ـ تعظیم. 57ـ الهام. 58ـ سکینه . 59ـ طمانینه. 60ـ همت. 61ـ محبت. 62ـ غیرت. 63ـ شوق. 64ـ قلق. 65ـ عطش. 66ـ وجد. 67ـ دهشت. 68ـ هیمان. 69ـ برق. 70ـ ذوق. 71ـ لحظ. 72ـ وقت. 73ـ صفا. 74ـ سرور. 75ـ سر. 76ـ نفس. 77ـ غربت. 78ـ غرق. 79ـ غیبت. 80ـ تمکن. 81ـ مکاشفه. 82ـ مشاهده. 83ـ معاینه. 84ـ حیات. 85ـ قبض. 86ـ بسط. 87ـ سکر. 88ـ صحو. 89ـ اتصال. 90ـ انفصال. 91ـ معرفت. 92ـ فنا . 93ـ بقا. 94ـ تحقیق. 95ـ تلبیس. 96ـ وجود. 97ـ تجرید. 98ـ تفرید. 99ـ جمع. .100توحید. (شرح منازل السائرین ص 198)

 د يادونې ده، چې د سير و سلوک خاوندانو او علماوو هر يوه ځان ته بېله لاره او طريقه خپله کړې ده او که په وضاحت ووايو، مرام او مقصد ته د رسېدلو لپاره يې مرحلې، منزلونه او مقامونه ټاکلي دي، چې د فقيه باهر او علامه باهر په بحر العلوم کتاب کې پروردګار ته د رسېدلو لپاره دا لانديني څلور عالمه او يا څلور مهم منزلونه ذکر شوي دي:

  • اسلام
  • ايمان
  • هجرت
  • جهاد

د دې څلورو عالمونو لپاره هر يوه ته درې مرحلې يادې شوې دي، چې مجموعاً دوولس مرحلې کېږي او د دې مرحلو له پای ته رسولو وروسته سالک د خلوص عالم ته ننوځي. يادې دوولس مرحلې په دې ډول دي:

۱- اصغر اسلام، ۲- اصغر ایمان، ۳- اکبر اسلام، ۴- اکبر ايمان، ۵- وړوکی هجرت، ۶- لوی هجرت، ۷- لوی جهاد، ۸- د شيطان پر لښکرو بری، ۹- اعظم اسلام، ۱۰- اعظم ايمان، ۱۱- عظمي هجرت.، ۱۲- اعظم جهاد

له دې عالمونو نه وروسته د خلوص عالم ته ننوځي او دا د سالکانو لپاره هغه ځای دی، چې د دوی په اند يې الله(ج) په اړه داسې ويلي دي: «بل احياء عند ربهم يرزقون».

One thought on “د تصوف مقامونه او منزلونه/ ليکنه او ژباړه: محب الرحمن محب”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *