تاند- د افغانستان ولسمشر نن د پیسو د سپینولو د مخنیوي قانون، چې ولسي او مشرانو جرګو تصویب کړی و، توشیح یا لاسلیک کړ.

کرزي دا قانون په داسي وخت کې لاسلیک کړ چې د افغانستان له بانکونو څخه د پیسو پر انتقال د بندیز د عملي کولو نړیوال ضرب الاجل ته یوازې دوې ورځې پاتې وې.

ټاکل شوې ده، د افغانستان بانک رييس نورالله دلاوري د پاریس غونډهې ته، چې د روان سرطان په لومړۍ پیل شوې او تر شپږمې دوام کوي، د افغانستان له لوري د پیسو د سپینولو د بندیز قانون وړاندې کړي.

نړیوال بانک خبرداري ورکړی و چې که افغانستان د جون تر ۲۷ پوري دا قانون تصویب نه کړي د دغه هیواد ټول بانکونه به په تور لیست کې شامل شي او تر پنځو کلونو پوري به په تور لیست کې پاتې شي.

د تور لیست معنا دا ده چې هیڅ بهرنی بانک به له افغاني بانکونو سره راکړه ورکړه نه کوي. د دې بندیز په نتیجه کې افغان سوداګرو ته لویه ستونزه پېښېدای شوه.

اوس هم د چین، ترکیې او ځینو اروپايي هیوادونو بانکونه د افغانستان له بانکونو څخه د پیسو انتقال نه مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *