تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن ولسي جرګې ته په وینا کې وویل، طالبان د جنګ یا سولې ترمنځ د یوه د غوره کولو په باب له لویې ازموینې سره مخامخ دي.
ولسمشر غني چې د طالبانو له لوري د سولې په خبرو کې د نه ګډون له اعلانه یوه ورځ وروسته د ولسي جرګې د نوي تقنیني کال د پرانستلو په مراسمو کې وینا کوله، وویل:«سوله د دواړو طالبانو او موږ په ګټه ده. حقیقي سوله د بندو دروازو له شا نه راځي.»
ده روانه جګړه تپلې وبلله:«دا کورنۍ جګړه نه ده، افغانان سره وروڼه دي او دا بې له شکه تپل شوې جګړه ده.»
ولسمشر غني په عین حال کې د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې د همږغۍ د ښه کېدو او د هغو عناصرو پر ضد چې پر جګړې اصرار کوي، د غوڅ اقدام پر ارادې تاکید وکاوه.
«افغان امنیتي ځواکونو په ژمي د بغلان او غزني په شمول په بېلابېلو ولایتونو کې دښمنانو ته لویې مرګ ژوبلې واړولې.»
ده دا هم وویل چې افغانستان یوازینی هیواد دی چې داعش ورڅخه په تېښته دی.
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه وویل:«د جګړې او تشدد یو عامل دا دی چې افغانستان او پاکستان په نااعلان شوي جنګ کې دي. افغانستان او پاکستان دواړه له تروریزمه کړېږي، نو پکار ده چې موږ جوړجاړی سره وکړو.»
ده زیاته کړه، افغانان باید لا سختو شرایطو ته تیار واوسي خو د سولې هیلې دې له لاسه نه ورکوي.
د ډېرو بارو دا دی چې که د سولې خبرې ونه شوې او خبرو نتیجه ورنه کړه راتلونکی دوبی به تر تېر کال هم خونړی وي.