تاند، یکشنبه، د اسد ۶ مه: د غزني اب بند کې له پرون راهیسې پرله پسې دویمې موټر بم چاودنې ۱۴ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، نن هم سهار څلور بجې بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د ملي پولیسو، سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅونوالو په یو مرکز چې د اوسېدو یو کور کې ودان و، ټکر کړی چې په ترڅ کې یې ۴ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
لا تر اوسه د دې برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو طالبانو پرون هم د اب بند امنیه قومندانۍ باندې له موټر بم سره برید کړی و چې له کبله یې وداني په بشپړ ډول له منځه ولاړه او د ۴ سرتېرو په شمول ۳۰ نور په کې ټپيان شول.