هلمند-
شریف الله دوست
هلمند ولایت کې آراکوزیا خصوصي پوهنتون چي په کال (۱۳۹۰ لمریز) کي يې په فعالیت پیل کړی او تر شاوخوا زرو تنو پوري ښځینه او نارینه محصلین په څلورو پوهنځیو (حقوق ، طب ، انجینري اوښوونې او روزنې پوهنځۍ) کي په زده کړو بوخت دي، او تر دې دمه يې نورې نړیوالې ورځي ، لکه د مورنۍ ژبي نړیواله ورځ ، دپښتو ژبي ورځ او همدا دمحصلینو نړیواله ورځ او وخت پر وخت دې ته ورته ملي اونړیوالي ورځو لمانځل دخپل اجنډا په سر کي لري دا ځل يې هم روان (۱۳۹۳/لړم/۲۶) چي د نومبر له (۱۷) سره برابره ده دمحصلینو نړیواله ورځ ولمانځل.
دغونډي دکوربتوب چارې د ښوونې او روزنې د پوهنځۍ د دوو تنو محصلینو هر یو (جمال عبدالناصر سلطاني) او ( حمیدالله ویاړ) په غاړه لرلې غونډه په رسمي ډول ماپښین درې نیمې بجې پیل سوه او تر پنځه نیمو بجو وغځېدل.
غونډه دقران عظیم الشان په مبارکو آیتونو ، د حافظ عبدالولي رازقي لخوا پرانیستل سوه، په سر کې د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي قدرت الله یعقوبي ټولو محصلینو ته د دې ارښتناکې ورځي مبارکي وویل او پر محصلینو يې ټینګار وکړ چي دمحصلۍ د دورې څخه پوره ګټه واخلي ، وروسته د دې پوهنتون تکړه محصل فضل باري فیاض د علم د زده کړي په هلکه وینا وکړه، په تعقیب يې دمحصلانو په استازیتوب دښوونې او روزنې دپوهنځۍ د وروستي کال محصل (عبدالرحمن طارق) وینا وکړه ، ورسته ما (دوست) د محصلینو دنړیوالي ورځي دنوموني لنډه تاریخچه ولوستل همداسي دښوونې اوروزنې دپوهنځۍ بل تن تکړه محصل ( فرید احمد فرهنګ) دپوهي دارزښت او محصلینو دستونزو په اړه لنډه وینا وکړه،له دې وروسته د مازدیګر دلمانځه لپاره ترلنډي وقفې وروسته ، د غیري مسلکي ډاکترانو په اړه يوه په زړه پوري تمثلي پارچه نندارې ته وړاندي سوه.
په تعقیب يې د پوهنتون په کچه د علمي ، اخلاقي او حاظرۍ دمعیار له مخي تر شاوخوا لسو تنو ښځینه او نارینه محصلینو پوري ستاینلیکونه ووېشل سوه ، دوی کي ځینو ښځینه محصلینو ته هغه چي د ډېر لوړ عمر په لرلو سره بیا هم خپلو لوړو زده کړو ته په یاد پوهنتون کي دوام ورکوي او د پوهنتون په اداري چارو کي تکړه مدیر (لطف الله حقمل) او د رښتینو خدمتونو په ترسره کولو سره دوو تنو کارمندانو ته هم ډالۍ ورکړل سوې.
دغونډي په پای کي څو جایزې د پچي اچونې له لارې ګټونکو ته ورکړل سوې ، پاته دې نه وي چي آراکوزیا خصوصي پوهنتون دلومړي ځل لپاره هلمند کې د مورنۍ ژبي نړیواله ورځ او د (محصلینو نړیواله ورځ) په ډیرو ښکلو مراسمو ولمانځل اوراتلونکي کي به نور هم دا ډول ملي اونړیوالې ورځي لمانځي.