انور وفا سمندر

«د آزادۍ جوهر د هغې په بیانولو او ښوولو کې دی، او د انسان آزادي په دې اندازه کېږي، چې هغه څومره ځان بیانولای شي

ګوپال داس

۳

ساده یې که عقلمن

د ساده انسان چې زړه نوې هوا او نوې فضا ته وشي؛ نو له کور او انګړه وځي، چېرې یې چې زړه هوا اخسته او حواس یې ښه تغذیه کيدل، ها خوا مخه کوي. خو لوستی او په سیاست، ټولنپوهنه او د څه شي او څه شي په پوهنه تغذیه شوی او را لوی شوی انسان، بیا زړه ذهن ته په لاس ورکوي او ذهن یې په ګټوره خوا بیایي.

د ذهن مقصد قدرت او شهرت دی.

ځکه نو په ساده انسان ک�� زړه ډرېور دی او په عقلمن کې فکر.

ساده یو ځای اوسي او عقلمن په نوم او شهرت پسې تیت او ورک دی او تل له ځانه بهر منډې وهي؛ هغه له ځانه وېريږي؛ ټوله وېره یې دننه را ټوله ده؛ خو دې نورې څېرې تېارې، بدرنګه او ناروا اعلانوي.

ساده په خپله خوښه ګرځي، پخپل زړه کښېني، څرنګه چې یې زړه وایي خبرې کوي، څومره چې کولای شي، له شوره ډک روغبړ او ناسته پاسته کوي او په هېڅ بنیادم او هیڅ ځای نه شرمېږي.

خو لوی او عقلمن خپل شخصي احساس، علاقه، خوښه، هیله او هرڅه په ذهن کې ښه تلاشي کوي او بیا یې خبره په خوله راځي، بیا چا ته په لاس یا غېږه ستړي مه شي ورکوي. عقلمن هېڅوخت ځان نه تاواني کوي.

هغه ذهن پر ځان ملا او مدام المعره امیر مقرر کړی او د هغه په لارښوونه حرکت کوي، ګرځي، خلک او ځایونه ویني او وخت تېروي. او په دې مزدورۍ کې لا زیاته ګټه کوي، لازیات قدرت په لاس کې اخلی او لازیات مشهورېږي.

ساده کې زړه اول نمره دی؛ خو دې بل کې ذهن د زړه په سپیڅلي تخت ناست دی.

نو اوس زه او ته ساده ښه یو که داسې د ګټیالي ذهن په ماشیني حیوان پسې تړلی عقلمن؟

آزادي آزاد زړه غواړي

ګټیالی عقلمن هم آزادي غواړي، خو آزادي آزاد زړه غوړي.

آزادي یې آرمان دی، آزادي یې هیله او غوښتنه ده؛ خو آزادي آزاد اوسېدل غواړي!

عقلمن هم آزادۍ پسې سرګردانه دی، خو هغه د آزادۍ له عملي تجربې تېرېږي او آزادي په معتبرو کتابتونونو او مسلکي ماخذونو کې لټوي.

آزاد اوسېدل که آزادي زده کول!؟

وایي چې «له ویښې سړی په خوب کې ډېر آزاده وي!»

ځکه نو عقلمن د نورو په آزادولو پسې سرګردانه دی؛ ځکه چې هغه آزادي زده کړې؛ خو د آزادۍ معنا یې نه ده څکلې!

د دا ډول عقلمن ذهن او انساني اګاهي دومره ناآزاده ده، چې حتا خپل «ځان» نشي آزادولای!

له عقلمن څخه که د امریکې د استقلال اعلامیه، یا د ملل متحد د بشري حقونو اعلامیه یا د یوه ځواکمن ذهن لخوا د ښو او بدو تدوین شوي مروجه اخلاق واخلې، نو د آزادۍ سواد یې مري، بیا د آزادۍ نوم هم په خوله نه راوړي. ځکه چې هغه هر کار د کتاب په خبره کوي.

خدایه دې ته څه وکړم: د ذهن را چاپېره هدیره هم سخته تیاره ده او د زړه خبره کول هم زور غواړي!

لږ به ګوښې ته شو، ښه نه ده، چې لږ تر لږه دا یوه ورځ، دا یو نظر خپل ګوښه پاتې زړه ته ورکړو!

اوس به سره جلا شو: یار زنده صحبت باقي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *