انور وفا سمندر

«ته او خدای دې راته ووایه، له الهي مینې پرته بل څه شی ښه دي، چې انسان یې غواړي؟»

ربازار تارز

۴

ژوند د آزادۍ مدرسه

د ازادۍ لپاره باید د ماشومانو په څېر په پوره حسي او ذهني بېطرفۍ، د ژوند وړیا او سراسري مدرسه کې داخل شو.

ځمکه ددغې زړې، لرغونې؛ او ورسره اوسنۍ مدرسې ودانۍ او د بېلابېلو صنفونو مجموعه یې ده، او موږ دغه شېبه، د ځمکې د مدرسې په هغه ټولګي او صنف کې لوست کوو، چې ژوند یې معلم دی او موږ په خپل درلودلي استعداد ور کامیاب شوي یاستو.

صنف مو خپل دی، درسونه مو خپل دي، راز راز مشاورې، تجربې او پرمختګونه مو خپل دي او نتایجپاڼې او برخلیکپاڼې مو هم خپلې دي او ژوند هم په بېلیونونو څېرو کې زموږ رضاکار او عاشق معلم دی.

تعلیمي نصاب او ښوونکي یې هم زموږ د عقل او پوهې او وس په اندازه برابر دي. او موږ کټ مټ، خپلې انساني اګاهۍ او باور سره د ازادۍ د پېژندلو، لیدلو او درلودلو په برابره پوړۍ کې یاستو.

ځکه نو ژوند مو د آزادۍ هغه سطحه ده، چې اوس یې خپلولای شو.

دغه ژوند، د ژوند دغه حالت او وضعیت، زموږ له ذهن او انساني پوهې راوتلاي.

موږ آزادي په دغه اندازه ګڼو او په دغه اندازه آزاد اوسو! زموږ آزادي، زموږ د اګاهۍ او اند و باور د پراخوالي په اندازه کوچنۍ دنیا ده. له دې ور هیسته آزادي ناروا ده، حرامه ده، او باید نه وي!

زموږ اګاهي د ژوند د ازادۍ لپاره حلال دیوال دی.

خو: که ذهن او حافظه را پکې پاچا او امیر او بادار نه وي، بیا آزادي د خدایي رحمت او مینې په اندازه بې پولو کېږي.

بیا زما آزادي، د بل د آزادۍ تر پولې رسېږي؛ بیا هر یو آزاد دی او بیا نو د آزادۍ لپاره د جنګ او شخړې څرک هم نه پاتې کېږي.

که را په یاد کړو، چې له وړکتوبه مو ددغه حالت لپاره ذهنیتونه یا راپور یا پخپله پیدا کړي او کټ مټ په خپلو پښو د ژوند دغې مرحلې ته را داخل شوي یاستو؛ نو بیا په «بل» کې «بدي» نشته،

بیا بل ته د ذهن او حواسو او وسپنو چړې نه تېرې کوو.

بیا بل نه بدلو او نه یې «اصلاح» کوو؛ بیا د خپلو ماتو، ګوډو، دردونو او رنځونو حساب له ځان سره تصفیه کوو.

پر ځان یوه ځغاسته ور په کار ده

دلته هرڅه د وینو رنګ نیولی.

دلته نجات او آزادي هم وینې څښي.

دلته پر نجات او آزادۍ هم د انسان د نفسي ذهن د افتخار او شهرت بېرغ رپېږي.

دلته او دې وطن کې خلکو ته وړیا په وړیا «کور، ډوډۍ، کالي» ورکولو هم د وینو کانګې راباندې کړي!

خو ها بله خوا د دنیا او د اخرت د نجات معلمینو هم، د ولس د نجات آرمان په شنو وینو ورځ تر بلې چاغوي.

های های، زموږ له انساني اګاهۍ او رواجه طرزونو، رواجونو او اخلاقو څه مړ بوی پورته دی!

په دې مړه وضعیت څه وکړو؟ آیا وخت یې نه دی، چې یوځل پر ځان منډه ور واخلو او ځان د فکر او رواج او ایډیالوجۍ له زیارته را وباسو او یو ځل یې شنې سهارنۍ وږمې ته خوشې کړو، چې که یې د ماشومتوب خدایي آزادي او ځانواکي ور په زړه شي!

دې خبرې سره دمه په کار ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *