انور وفا سمندر

«خدای تعالی آزادي وپنځوله او بشر بنده ګي

                                            آندره شیند

۵

آزادي د زړه سواد غواړي

آزادي د ماشومانو په شان زړه غواړي او ځکه نو ماشومان تر نا آزادو مشرانو راته زړور ښکاري.

ماشوم «ژوند، مینه او آزادي» یو ځای پېلوي، ځکه نو هغوی آزاد ژوندي دي.

آزادي د زړه سواد دی. آزادي د انسان خدایي نښه او یو صفت یې دی.

او لویان آزادي د کتابونو، مکتبونو، مدنیتونو، تاریخونو، غورځنګونو په لوستلو، خوښوولو، له یاده کولو او پاللو کې زده کوي.

د لویانو آزادي، هغوی ته د لا زبرځواکو لویانو لخوا ورزده شوې آزادي ده.

د آزادۍ زده کوونکو او محققینو او تیوریسنانو ته د ایډیالوجۍ، اخلاقو او باور لښکر هم وېل کېدلای شي. دوی خپل ذهن د آزادۍ او نجات په تعریف دومره اخته کړی او نشه کړی، چې اوس یې تورې او ټوپک را اېستلي او په اصطلاح نورو ته نجات ورکوي.

ځمکه د هغوی په مستعمرو وېشل شوې، او ددغې سپېڅلې الهي مدرسې هره خوا د انسان د خودخواه هوس په اور کې سوزي.

ځکه نو دا جګړه او دا مبارزه جعلي ده. د جګړې هدف او لوري هم جعلي دي.

ژوند د قانون په حبس کې

افتخارت، څلي، معبدونه او زیارتونه، زیاتره د بل بدلولو یا سمولو او یا په اصطلاح اصلاح کولو د «ګلادیاتوري لوبې» نښې او اغېزې او ميراثونه دي، چې پر موږ ژوندو یې د ساه را کښلو فضا تنګه او مسمومه کړې او همداسې یې «ترڅو چې دا ځمکه آسمان وي» پورې ساتي.

د ځمکې واکمن د خپلو زده کړیو آزادیو له مخې، انسانان او تر هغو دمخه ټول ژوندي موجودات، د ساینس او تخنیک په مرسته، را ایسار کړي. ګټیالي او متخصص ذهن په ټول ژوند د اسارت جال را غوړولی.

ټول ژوند د انسان د قانون په حبس کې پروت دی.

مرغان، ژوي، انسانان، ښځې، نر، احساسات، عواطف، زړونه او ذهنونه زنداني، روانونه او حتا ارواوې ټول زنداني زنداني دي.

هغه د خدای تعالی ژوندۍ او عاشقانه ارادې پنځوله جونګړه ځمکه، د ذهني قانون مستعمره ده. یوازې که دا یو وچ قانون له منځه پورته شي او نه وي؛ نو څه به وشي؟

بیا به نو ځمکه د الهي عشق ستره مدرسه شي او موږ به عشق زده کوو، عشق به کوو او عشق به مو خوراک، څښاک، ساه را کښل او سرنوشت جوړول وي.

انسانانو کې که یوه ورځ زړونه را ویښ شي، ژوند ته به څه رنګ ورکړي؟

د هر فرد له ځانه پوښتنې:

ژوند او کورنۍ څومره آزاد دي؟

تعلیم، سیاست، اقتصاد، فرهنګ…څومره آزاد دي او د عمل پر ډګر څومره آزادي ښوولای شي؟

ښځه او میړه څومره آزاد دي؟

او که په ټول وجود له یو بل سره مینه نه کوو، نو بیا ترمنځ مو څه پاتې شول؟

که فرد آزاد شي، ځوک به تاواني شي؟

د بل آزادي به زما څه شی را څخه واخلي؟ حد اقل زه تاوان نه کوم! او حق لرم ژوند په پوره حالت وکړم.

آیا حاضره شیبه زما (جسم، ذهن، احساسات، عواطف…) ټول یو لاس دي؟ ژوند بې آزادۍ ناشونی دی.

مخکې تر جسم کیدلو، زه ازاد وم. خدای هر وګړی آزاد پیدا کړی. زندانونه د شیطاني ذهن محصولات دي.

په دې شعر به سره دمه شو:

منزل د ټولو یو دی خو سفر جدا جدا

مطلب د ټولو یو دی خو نظر جدا جدا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *