۷
«عمر همه کس در حک اصلاح گذشت
این نسخه چه مقدار غلط داشته است»
بیدل
بې زړه لویان
موږ لویان سرګردانه او لالهانده یاستو، په خپله خوښه نه پوهېږو، زړه مو یو څه وایي، یوه خبره په خوله راوړي، خو د زړه په خبره مو د ذهن، حافظې، دود، دستور او عنعناتو سر ن�� خلاصېږي، ځکه زړه را په کې ګونګی پاتې کېږي.
ځکه د هر یوه له سترګو شرمېږو، ځکه د زړه خوشحالي په یاد نه راځي.
ځکه نو زړونه را په کې واړه او معیوب پاتې شوي، او زړونه مو په غوښه چاغ خو بې زړه دي.
ذهن زموږ زړونه را سوالګر کړي. ذهن شپه ورځ د ملنګۍ کچکول ددغه ځان ناخبرې معصومې اروا غاړې ته وراچولی او د «قدرت» او «شهرت» لپاره د بل سر ورباندې وهي، او خپل سر را باندې بایلي.
ذهن قاتل دی
انسان سره یې که زړه هم را لوی شوی او غټ شوای وای، بیا نه ډارېده، بیا ډار ته ځای نه پاتې کېده، بیا زړه هر ځای او هر وخت خپل حاضر خدای لیده، بیا د زنځیرونو او زولنو جوړولو په فکر کې نه کېده، بیا بندیخانې او سیاه چالونه زموږ نصیب نه ګرځېدل، بیا یې د بشر قتل ښه نه اېسېده.
نو وینو چې قاتل په موږ کې دغه د قدرت او شهرت وږی ذهن دی.
او زړه را په کې خاموش شوی او ذهن یې پر ځای د ګرد وجود معلمۍ ته راووتلای.
ذهن رهبر شوی، څښتن شوی، او دایم العمر د بدن حکمران شوی!
او دغه حکمران ډار را پیدا کړ، زړه یې را وډار کړ او په دایمي ډار یې عادت کړ.
د ذهن حکمران زما په خپلو لاسونو زنځیرونه راوتړل، زما خپلې پښې یې په پایزیب کې بندې کړې.
او د کور له دیوالونو نه د قوي دیوالونو زندانونه یې جوړ کړل او تبې، یا ژېړي د مرګ پرځای یې په باروتو، وسوزولو او اوس یې لاس له اټم نه هم پورته ختلی.
هااااا، لکه چې ذهن غواړي، د ټول بشریت او ټول ژوند د قتل اور جوړ کړي! او یو مخ خپله خدایي جوړه کړي! ذهن به پرېږدم، چې زړه کې سازنده کلمې موسیقارې نشي، اور وانخلي!
له ذهنه سپین ماشومان
انتخاب څومره راته سخت دی؛ خو ماشوم څو شېبې له یوه نوملي سره پرېږده، هغه خپل آزاد انتخاب کوي. څه چې یې زړه ووېل هغه کوي. او په دې کار نه شرمېږي، نه وېرېږي؛ او مخامخ د سړي سترګو ته ګوري، او په یو ځل کتو سره یې زړه باسودیږي او د سړي سپین او تور معلوموي.
موږ اول انتخاب نشو کولای، خو چې یو راته حق ښکاره شو، بیا ذهن او تصورات د اخرت وېره غاړې ته را اچوي، او داسې تصور کوو، هسې نه چې دا (…) خراب بنیادم وي؟ فلانی خان هم ورپسې داسې خبرې تړلي. د فلاني خان له خبرې هم اوښتی نشو، ځکه سیمه کې زور لري، مشهور دی، هم یې خوله ښه ښوري او هم یې په نورو باندې امر چلېږي، که د هغه تر پامه بد شوم، بیا کلي، کوڅه، ښار او وطن کې مخ نشم ښکارولای.
آیا وخت یې نه دی د یوې بلې دمې؟