انور وفا سمندر

«د آزادۍ لپاره کار مه کړه؛ بلکه پرېږده چې آزادي ستا د هرې شېبې کار پایله وي »

                                           تبتي راهب

۸

زموږ لویانو غوښن او ډارن زړونه

نه نه! داسې بې نومه بې نښانه، بې قومه او بې تربوره نه کېږي!

څوک کولای شي، قوم پرېږدي، کلی پرېږدي، د قوم او کلي رسم او رواج او عنعنات پرېږدي؟

خو آیا دا ټول د «ځان» په انکار ارزي؟ آیا زه خدای تعالی له شخصي حق او آزادۍ سره نه یم پیدا کړی؟

او زه همدغه خپل خېال، خپل ذهن،خپل زړه، خپل فکر او د حقیقت په اړه خپل شخصي نظر نه یم؟

آیا زه ځانله زړه، ذهن، حواس، درک، پوهه او عقل نلرم؟

زه ځانله دنیا یم، ته ځانله دنیا یې، هغه ځانله دنیا او فردي جهان او کیهان دی. او ددې هرڅه راز په خدایي پوهه کې دی او هغې ته به د ځانپوهنې په شخصي فردي ډیوه سره ورننوځې او دا ټول زما او ستا ددغه چاغ او غوښن زړه کې د وېده ګربت په وېښېدلو سره پېلېږي.

څښتن تعالی یو یو، له جلا جلا تبعو، خصوصیاتو، علایقو او سرنوشتونو سره پیدا کړي یو، چې د خپل فردي ژوند، د شخصي تجربو په نغدو سکو سره ځانخبري شو او بېرته راڅخه ورک آسماني کلي ته ورستانه شو.

دا کار نو ددې غټ، چاغ او غوښن زړه راوېښېدل غواړي. او دا یې موقع ده. زړه به په یوه بې ساري کار سره راويښوو. ددې لپاره خدای ښه موقع په لاس راکړی، نن سبا ټاکنې زموږ د را وېښېدلو، ځان کېدلو، آزاد اوسېدلو، او خوشحالېدلو نغده موقع ده.

د جوزا ۲۴ مه د زړونو راوېښدلو موقع

زړه ته دا سودا را لوېږي: داسې تاریخي وخت کې غټان، مخور، او عالمان ماته دا(…) د خدای بنده ښیي او د ما زړه د خدای دا بل بنده (…) را ښيي! ماته یې انتخاب سخت دی! پرېږده، چې بل څه وایي؟

وېرې او وهم په ځان کې نیولي یاستو، چې دا له پلرو، نیکونو، علماوو، فیلسوفانو، اخلاقیونو پور کړی ځان څنګه د جزا په پله پټ تېر کړو؟ ځکه نو ملا سستو او بل زورور چې په څه کې زما او ستا، زما او ستا د کورنۍ، قوم، عقیدې او آینده خیر وکوت، هغه کوو او د دنیا او اخرت ملامتیا یې هم د هغه په غاړه وراچو.

لویان د ذهني تعهد او باور او عادت په زنځیرونو تړلي محکومین دي چې د زاړه فکر، دود، ذوق، عنعنې او باور له مخې پاڼه کې ګوته لګوي او ګرځي، چې ژر خبریال ته خپل مودب نظر څرګند او بیا ځان د شپې په تیاره کې پټ کړي او ځان سره پټ په پټه په ژړا شي، چې لویه خدایه ته ستار یې؛ دا کار هم ماته د کولو وه!؟

زموږ آزاده رایه یوازې د تلویزیونو په پرده ښکاري، یوازې د ستیج شعار دی، یوازې د انتخاباتو د کمیسیون په ارشیف کې حفظ شوې، نور یې څرک نه معلومېږي.

ځکه چې آزاده رایه زړه غواړي او زړه د زړو کتابو او کتابدارانو او قومي، مذهبي او عنعنوي مخورو په «ګفت» سره کولپ او کلی شوی او خدای خبر څه وخت به راوېښېږي، ما ته هدېره ډېره را لنډه ښکاري.

خدایه څه وکړم: راځه وبه وځم، زړه چې څه ووېل هغه به کوم؛ زړه پوهېږي، زړه راه بلد دی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *