۹
« مردم ما آزادی را به معنی استقلال و نجات از سلطۀ بیگانه گان دوست داشتند…اما به قیود دینی، اجتماعی و سنت گرائی سخت پابند بودند »
سید شمس الدین مجروح
زموږ آزادي د بل آزادول دي
څه عجیبه نسل یاستو! هر یو مو ازادي بخښونکی دی. هر یو مو د بل د آزادولو تعهد او تکل لري. هر یو د بل په آزادولو لګیا یاستو!
لږ تر لږه دا دېرش ځلوېښت کلونه مو د «بل» آزادولو لپاره ښې سرې تورې ووهلې او لا هم تورزن روان یو، چې یو هم برده او مریی پاتې نشي!
زه آزادي غواړم.
زما همزولی آزادي غواړي.
دولتیان مو آزادي غواړي.
ملایان او امامان مو آزادي او خپلواکي غواړي.
عسکر مو د آزادۍ لپاره جنګېږي. امام مو د آزادۍ لپاره سل قسمه فتواوې جاري کوي.
معلم مو آزادي غواړي. شاګرد مو د الفبا له درسونو سره «یې د آزادۍ خاورې» ترانې وایي.
روشنفکر مو د آزادۍ لپاره دنیا له پښې وښکلې او موږ ته یې د روسو او جنرال واشنګتن د مبارزو تجربې په کتابونو، رسالو، مقالو او ویناوو کې جاري کړي.
ښځې آزادي غواړي. ځوانان آزادي غواړي. رییس او شیخ الحدیث د ازادۍ او خپلواکۍ ثبوت په څلورو کتابونو راباسي.
نو په دومره شل دېرش میلیونه آزادي غوښتونکو کې، ازادي وژونکی څوک شو؟
له ځانه ورکه آزادي مو
(دلته به ځان په شان ږېره خرېلو په درد یو څه را تم شم.)
ځوانان، زده کړیالان، ځوان پوهان، محققین، کارشناسان او څه او څه مو ټول ددغې جغرافیې د بدوي انسانیت د آزادولو رضاکاره سرتیري او مخکښان دي.
انجمنونه، ټولنې، سازمانونه، اتحادیې، بنسټونه، اکاډمۍ، انستیتونه او څه او څه مو د آزادۍ د تدریس، د آزادۍ د نشرولو او د آزادۍ لپاره د ولسونو په تېره بیا ښځینه وو د را وېښولو او هغوی د آزادۍ په مدرنو بڼو سینګارولو لپاره جوړ شوي دي.
او هڅه داده چې ښځې او نر په برابره توګه زده کړې وکړي، کار ترلاسه کړي، د رییس، مدیر، وکیل، سناتور، سفیر او وزیر او تر هغه پورته منصب د رهبرۍ سطحې ته ور لوړ شي.
موږ ډېر پرمختګ کړی، موږ که د فرانسې او یا د هند د لویې وچې، یا امریکې او یا هم اندونیزیا د لویې دموکراسۍ د سړو او ښځو په منځ کې ودرېږو؛ نو د جامو، تراشلو، پودر او عطر وهلو بڼو، وېښتانو او د لباس د سټاېل له پلوه به په لومړي کلاس کې راشو!
خو آیا له ځان څخه لږ څه خبر یاستو؟ آیا په دې پودرو او عطرونو قرنطین کړې فضا کې ښاد یاستو، زړونه مو آزاد دي، هوسایۍ او ډاډ حس کوو؟؟؟
زه د میدان درې د شنې او طبیعي عطرونو ډکې ښکلا بچی یم؛ خو آیا کېږي، هلته سر ورښکاره کړم؟ کېږي، یوه جمعه هلته د سین له غاړې د کبانو او اوبو او په اوبو راټیټو شویو ونو ګډه سمفوني ښه په ډاډ او خلاص زړه واورم؟
آیا زما هغه کلیوال، چې غرونه یې تر واک لاندې دي، ددې دی، چې کابل ته راشي او غازي لوبغالي کې د فوټبال یا کرکټ د بریالیو لوبغاړو د بري په خوښیو کې زړه ته اوبه ورکړي؟
یوه دمه به د خپل زړه آزادې موسیقۍ ته غوږ شو!