وږی- ۲۲/۱۳۹۶

آسیایي پراختیایي بانک د افغانستان برښنا شرکت سره د ۱۰۰۰ څراغي سولر پنلونو مرسته وکړه.

ددې څراغي سولرپنلونو مالي مرسته دآسیایي پراختیایي پانک لخوا شوی چې ټول لګښت یی حدوداْ۵۰ زره امریکایی ډالرو ته  رسیږي .

ټاکل شوې چې دا څراغي سولرپنلونه هغو کورنیو ته وویشل شي چې د مهاجرینو په کمپنونو کې ژوند تیروی او د برښنا د انرژۍ څخه محرومه دی.

همدا راز په دوهم فیز کې یی به ۳۰۰۰۰ نور سولر پنلونه هم چمتو او  هغو کلیو او بانډو ته به وویشل شی چې د برښنا د نعمت څخه بی برخې دی.

نوموړی سولرپنلونه یوازی د روښنایی او د موبایل د چارچیدو لپاره دی او ټاکل شوی چې ۱۰۰ باکس سولرپنل چې له ځانه سره یخچال، تلویزیون  او پنل لری د سرحدی کلیو لپاره چمتو، دکلیواوپراختیا وزارت اود وزارت دولت در امورپارلمانی په مرسته د کال تر اخیره پوری وویشل شی.

د افغانستان برښنا شرکت ژمن دی تر څو د هر هیواد وال کورونو ته متوازنه برښنا رسونه وکړی.

دافغانستان برښنا شرکت

د عامه اړیکو څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *