د هر شي په پیدایښت او فنا کېدو کې د څښتن تعالی حکمتونه پراته دي، او په نړۍ کې هر شی آغاز او آنجام لري.

لمر د ورځې پیدا کېږي او ټول انسانان، حیوانات او نباتات ورځینې ګټه پورته کوي، د لمر په راختلو سپینه ورځ شي، ټول وګړي خپل کارونه پیل کوي او د حلال رزق د لاس ته راوړلو حلې ځلې کوي.

له انسانانو سربېره حیوانات هم لمر ته ضرورت لري. په نباتاتو کې ټولې میوې او دانې همدا لمر پخوي. یعنې د لمر په آغاز (راتلو) کې لوی قدرتونه پراته دي

د همدې لمر په فنا کېدو شپه راځي او شپه بیا د استراحت لپاره ښه وخت دی. هو! د لمر په آغاز او آنجام کې یې حکمتونه له ورا څرګندیږي.

د لمر پیدا کېدل او فنا کېدل، د سپوږمۍ راختل او پریوتل، شپه او ورځ مینځ ته راوړي او د دوی په آغاز او آنجام کې د نړۍ خیر او ښیګڼه پرته ده.

په پسرلي کې ټولې ونې شنې شي، میوې نیسي، ښکلا پیدا کوي او ټول انسانان د همدې نباتاتو نه استفاده کوي، خو د مني په راتګ سره پرې خزان راشي او خپله ښکلا بایلي. د بیاتاتوله فنا کېدو وروسته د دوی بیا ژوند پیل کېږي او بیا ځلې پرې پسرلی راځي.

ډېرې خزان وهلې ونې مې دوباره ښکلې او ښایسته ولیدې، له ډېرو پسرلیو وروسته مې بیا پسرلي ولیدل او له ډېرو خزانونو وروسته مې بیا ځلې خزانونه ولیدل.

د لمر، سپوږمۍ،نباتاتو او داسې نورو شیانو په آغاز او آنجام پوه نه شوم، کله پیدا شي او کله له منځه ولاړ شي.

انسانان هم د د الله تعالی په قدرت پیدا کېږي او فنا کېږي، د دوی پیدايښت او مرګ په تقدیر کې لیکل شوي وي، په دې دنیا کې دوی یو ځل پیدا کېږي او یو ځل مړه کېږي. د دوی د پیدایښت اصل او اساس معلوم دی، دوی الله تعالی د خپل عبادت لپاره پیدا کړي دي، د دوی بیا ځلې پیدا کېدل په دې دنیا کې ناشونې ده. د دوی آغاز(پیدایښت) او آنجام(فنا کېدل) نا څرګند دي او له آنجامه مخکې باید د پیدایښت پرمفهوم پوه شي.

دوی (انسانان) په دې نړۍ کې لکه د نباتاتو پسرلی او منی نه لري، چې له خزانه وروسته پرې بیا بهار راشي، نباتات خو په دنیا کې څوڅو ځلې له منځه ځي او پیدا کېږي، خو د انسان یو مرګ دی او په دې نړۍ کې د بیا ژوند کولو چانس نه لري.

مخکې له دې چې د ناکامۍ سره مخ شې، د کامیابۍ په فکر کې اوسېږه، په دنیا کې ستا لپاره د بیا ژوند کولو موقع نه شته. ستا آغاز او آنجام، خزان او بهار معلوم دی.

که یوه میوه داره ونه په یوه پسرلي کې میوه ونه نیسي او خزان پرې راشي، امکان لري چې بل پسرلي کې له ثمره ډکه ونه وي، خو د انسان د میوې نیولو وخت همدا یو پسرلی دی او په دې بل پسرلی نه راځي، نو دا دنیا د انسان لپاره د اخرت د لاس ته راوړلو یو ښه دوکان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *