بصيرالحق عادل

په همدې موخه هلمند کې د پژواک خبري اژانس له لوري يوه غونډه رابلل شوې وه چې پکې د ځوانو ليکوالو د مقاله ليکلو سيالۍ کې آغا محمد قريشي ته ايوارډ او ستاينليکونه ورکول شول.

په دې غونډه کې ليکوالو او مدني فعالانو د قريشي پر هڅو او شخصيت خبرې وکړې او ليکوالۍ يې د ټولنې د ستونزو په سپړلو کې اغېزناک هنر وباله.

څه موده وړاندې د پژواک خبري اژانس له خوا د ځوانو ليکوالو ترمنځ د مقاله ليکلو سيالي جوړه شوې وه.

په دې سيالۍ کې لومړی لس مقالې غوره شوې او وروسته دغه مقالې پر فېس بوک سيالۍ ته وړاندې شوې.

په دغه لسو مقالو کې د هلمند ميشي ليکوال آغا محمد قريشي مقالې لومړی مقام خپل کړ، چې له امله يې پژواک خبري اژانس نوموړي ته د ځوانانو ليکوالو په منځ کې د غوره مقاله ليکونکي ايوارډ ورکړ.

هلمند کې د پژواک خبري اژانس خبريال زين الله ستانکزی وايي، دا پروسه ډېره شفافه او رڼه وه، چې موخه يې هېواد کې د ځوانانو د وړتياو راسپړل وو.

نوموړی وايي، اداره به يې تر دې وروسته هم ورته سيالۍ جوړې کړي، ترڅو ځوان استعدادونه ټولنې ته مالوم شي.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد د آغا محمد قريشي پر هر اړخيز شخصيت خبرې وکړې. نوموړي وويل، قريشي يوازې دا نه چې يو ښه ليکوال دی، بلکې ټولنيز او مدني فعال هم دی.

دې غونډه کې نورو ليکوالو، مدني فعالانو او قومي مشرانو هم خبرې وکړې، د قريشي وړتيا يې وستايله او د پژواک خبري اژانس له ادارې يې مننه وکړه چې د ځوانانو د هڅونې داسې نوښتګرې سيالۍ جوړوي.

آغا محمد قريشي چې د دغې سيالۍ ګټونکی دی ويې ويل، دا بری يوازې د هلمند نه بلکې د ټول هېواد دی.

هغه وايي، دا ايوارډ چې ده ته د پژواک ادارې ورکړی يوازې يوه ښېښه ده، خو دا ښېښه دوی ته ځکه معنوي ارزښت لري چې د وړتيا پر بنسټ ورکول شوې.

آغا محمد قريشي چې هلمند ميشتي ليکوال دی، ترڅنګ يې د هلمند مدني ټولنې غړی او د يو شخصي ښوونيز مرکز مشر دی.

نوموړي تر دې دمه ګڼ شمېر اثار پښتو ته ژباړلي او له پښتو يې انګليسي ته ترجمه کړي دي.

د آغا محمد قريشي يو شمېر مقالې د پښتو پر معتبرو ويب پاڼو سربېره په نړيوالو ويب سايټونو کې په بهرنيو ژبو هم خپريږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *