لیکنه: ن. ا. ن
وروسته له هغې چې په هېواد کې د کورونا (کوویډ ۱۹) ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو شوې، حکومت پریکړه وکړه چې د خلکو له راټولېدو څخه د مخنیوي په پار دولتي، تعلیمي او د کار و بار ګڼ شمېر بنسټونه وتړي. په دې لړ کې دولتي او خصوصي تعلیمي موسسې هم روخصت شوې. د حکومت ددغه اقدام سره هممهاله یو شمېر خصوصي پوهنتونو خپلو محصلینو ته د انلاین – د انترنیټ پر مټ – د تدریس د پیلولو خبر ورکړ.
که څه هم ګڼو محصلینو د خصوصي پوهنتونونو له دغه اقدام سره مخالفت ښودو، خو خصوصي پوهنتونونو انلاین تدریس پیل کړ. زیات شمېر محصلینو په هماغه لومړیو ورځو کې استدلال کاوه چې په هېواد کې د منظمې برېښنا د نشتون او ضعیف او قمېته انټرنیټ له وجې د تدریس دغه ډول طریقه ناکامه ده.
د خصوصي پوهنتونونو لخوا د انلاین تدریس کابو دوې اونۍ وشوې خو ددغه ډول تدریس په اړه ورځ تر بلې شکایتونه زیاتیږي. ګڼ شمېر محصلین شکایت کوي چې د تدریس دغه میتود نه یوازې ګټور او مؤثر نه دی، بلکې د وخت او پیسو ضایع او د خصوصي پوهنتونونو لخوا د خلکو له جیبونو د پیسو راټولولو یو چل او فریب دی.
د کاردان پوهنتون یوه محصل محمد بشیر څو موده وړاندې پر فیسبوک لیکلي و: «نن مو د لومړي ځل لپاره انلاین کلاس درلود. د انټرنیټ د ټیټ کیفیت له کبله د درس زده کړه «یادګیری» ۳۰ سلنه وه؛ که څه هم له موضوع سره مو مخکې له مخکې بلدتیا درلوده».
د باختر پوهنتون د ماسټرۍ یو محصل نصیراحمد نظري پر خپل فېسبوک لیکي: «بې برقي او ضعیف انټرنیټ ته په پام سره په افغانستان کې په هېڅ صورت انلاین تدریس کامیاب ندی». نوموړی وايي چې نه برېښنا منظمه ده او نه د انټرنیټ سرعت دومره چټک دی چې انلاین کلاسونه دې پرې واخیستل شي.
نسرین احمدي د خصوصي پوهنتونونو یو بله محصله ده چې د انلاین تدریس نه شکایت کوي. نوموړې وايي چې د انلاین لکچر په پېنځو کلمو هم نه پوهیږي، ځکه چې د لکچر پر مهال انټرنیټ څو ځله قطع او وصل کیږي.
د خصوصي پوهنتونونو محصلین وايي چې دوی په هر سمستر له یولک نه تر یولک او څلوېښت زره افغاني فیس ورکوي خو د انلاین تدریس کیفیت خورا ټیټ شوی دی. دوی له حکومت څخه غواړي چې یا دغه پروسه بشپړه ودروي او یا حد اقل پوهنتونونو ته امر وکړي چې د انلاین تدریس لپاره ورته منظم سیسټم، تېز انټرنیټ او نور اړین تدریسي مواد برابر کړي؛ دوی دغه راز وايي چې خصوصي پوهنتونونه باید د انلاین تدریس فیسونه هم راټیټ کړي، ځکه په ټوله نړۍ کې د انلاین تدریس قېمت د حضوري درس په پرتله څو چنده ټیټ دی.
محصلین شکایت کوي چې انلاین تدریس په دوی باندې د خصوصي پوهنتونونو لخوا یو ډول تحمیل شوی. دوی وايي د خصوصي پوهنتونونو مسوولین ورته ګوتڅنډنه کوي چې که انلاین ټولګي اخلي وا یې دې خلي، که نه نو په صنف کې ناکام او له پوهنتون څخه ایستل کیږي.