زمونږ په هيواد کي د بېسيوادۍ او بې علمۍ د زياتوالي له کبله  ډېرې ناخوالي شته، يوه له هغو نه دا ده چې ډېری هغه خلگ چي له طالبانو سره درېدلي خو تحقيق او تجربه نه لري، د افغان اردو او پوليسو وژل  ور ته ډېر د ثواب کار ښکاري او په دې اړه خورا زياتې هلي ځلي کوي. د دوی په منځ کې هغه څوک ځان ستر غازي گڼي، چي ډېر افغان سرتېري یې وژلي وي .

راځو دې خبرې ته چې د دوی دا خبره  تر کومه بريده سمه ده ؟

ايا افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه کافر دي؟ او د دوی وژل په رښتيا ثواب لري او که خبره بل ډول ده؟

راځو د لومړنۍ خبرې ځواب ته چي ايا افغان ځواکونه کافران دي او که مسلمانان؟

په دې اړه به د دې په ځای چې خپله  فيصله ليکم د پيغمبر اسلام عليه الصلوة والسلام فيصله به وليکم او په هغې به اکتفاء وکړو .

عن أَنَسٍ بْنِ مَالِكٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ صَلَّى صَلَاتَنَا وَاسْتَقْبَلَ قِبْلَتَنَا وَأَكَلَ ذَبِيحَتَنَا فَذَلِكَ الْمُسْلِمُ الَّذِي لَهُ ذِمَّةُ اللَّهِ وَذِمَّةُ رَسُولِهِ فَلَا تُخْفِرُوا اللَّهَ فِي ذِمَّتِهِ – بخاری  شريف .

ترجمه : د حضرت انس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي زمونږ په شان لمونځ کوي، زمونږ د قبلې خوا ته مخ کوي، زمونږ ذبيحه خوري'(په اسلامي طريقه حلال سوی حيوان حلال گڼي ) نو دا هغه مسلمان دی چي د ده دپاره  د الله او د هغه د رسول ذمه واري سته (امن ورته سته او د ويني تويول، د عزت او مال لوټول یې او په بله توگه تاوان ور رسول حرام دی ) نو تاسو د الله  په ذمه واري کي غدر مه کوئ . دا حديث په بخاري شريف او د حديثو په نور ډېرو کتابونو کښي راغلي دی .

د دې حديث څخه د دواړو مسئلو جواب معلوم سو او هغه دا چي افغان اردو او پوليس خو ټول  هم لمونځ کوي، هم د قبلې خوا ته مخ کوي په لمانځه کي او هم د مسلمانانو په طريقه حلال سوی حيوان حلال گڼي .

نو معلومه سوه چي دوی ټول پرته له کوم شک او تردد څخه په يقيني ډول مسلمانان دي .

او هم دا حکم معلوم سو چي د دوی وژل په اسلام کي څنگه دي؟

کله چي مسلمانان دي، نو د دې حديث څخه هم او د نورو اياتونو او حديثونو څخه هم په واضح ډول معلوميږي چي د دوی  وژل ناروا دي او د دوی سره روانه جگړه  جهاد نه بلکي زمونږ د دښمنانو په گټه او لارښوونه جگړه ده چي بايد ځان ور څخه په کلکه وساتو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *