دا دی د افغانستان شخړو داسي حد ته ورسېده چې نږدې ټول افغانان نور په دې پوه شول چې د دې شخړې لامل څه دی ؟
ولي په افغانستان کې جگړې پای ته نه رسېږي ؟

د دې لاملونه نن سبا ماشومانو ته هم معلوم شول . ماشومان هم په دې پوه شول چې د دغو کارونو تر شا د پاکستان د ظالم او خونخوار آی اس آی لاس دی پخپله پاکستاني چارواکو هم پدې اقرار کړی دی .

خو ليکن افسوز او صد افسوز پدې چې زموږ ډېری ملايان صاحبان لا هم پدې نه دي پوه شوي .

هغوی لا هم د غفلت په خوب ويده دي او د جهاد فتواوي صادروي . هغوی چې قېمتي عمرونه يې د يونان په منطقو کې ضائع کړل.

هغوی چې نومونه پرې د علماوو يادېږي خو تر اوسه يې د الله عزوجل په کتاب ځانونه خبر کړي نه دي .
زه پدې باوري يم چې زموږ د ناخوالو يو لامل بې علمه ملايان دي .

که زموږ ملايان د جهاد تعريف سم مطالعه کړي، په سوچ او فکر سره . بيا به له ډېرو جگړو خلاصون پيدا کړو .
اوس دا خبره هر چا ته معلومه ده چې طالبان خپلواک نه دي بلکې د آی اس آی تر کنټرول لاندي دي.

د دوی مشر هغه څوک کېدای شي څوک چې ور ته آی اس آی مشر وټاکې . همداراز نوره پوره قومنده يې د آی اس آی لخوا په مخ وړل کېږي .

نو چې د آی اس آی تر امر لاندي دي، نو بيا دي دا جواب ولټول شي چې آيا د آی اس آی تر مشرۍ لاندي جگړه جهاد دی او کنه ؟

په نيت کې خو د امير نيت معتبر وي، د مامور نيت ته اعتبار نشته . جهاد او هسي جگړه يوازي په نيت سره توپير لري،جهاد هغه وي چې د اعلاء کلمة الله لپاره وي .

نو د آی اس آی نيت خو اعلاء کلمة الله نه دی . ځکه که د دوی نيت دا وي، نو بيا ولي په پاکستان کې اسلامي قانون نه جاري کوي . دا دليل دی چې آی اس آی په افغانستان کې اسلامي قانون نه بلکې يوازي ورانی غواړي .

د اسلام او جهاد نوم يوازي د خلگو د تېر ايستلو لپاره استعمالېږي، اصلي هدفونه  د پردې تر شاه نور دي .

نو افغانان بايد لږ سر خلاص کړي، تر څو به مو نور ورور وژني ته تېر باسي . خپله خو هم بايد له عقل څخه کار واخلو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *