پاکستان يو غشۍ او څو هدفه جنګ او سوله دواړه په يو وخت کې!
افغان حکومت له يوې لسيزې راهیسې هلې ځلې کوي، ترڅو هېواد کې دايمي سولي ته زمينه برابره کړي، څو له پښو لوېدلی، وروسته پاتې، او جګړې وهلی افغانستان د هېوادونو په کتار کې ودروي، سوله او ثبات د افغانانو لمړنۍ اړتيا ده (د تېرو لسیزو جګړو او نورینونو، د بهرنیانو مداخلو او استبدادي چلند او د خپلو سیاسیونو تېروتنو او ظلم دغه وګړي د سولې په ارمان کړي دي. او دوی غواړي چې هېواد یې د دوامدارې سولې او ثبات خاوند شي، تر څو دغه وګړي د سوکالۍ او ارامۍ ژوند وکړي.
له کلونو راهېسې افغان حکومت له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې اترې راونې کړي، خو دا خبرې دوه اړخه لري داخلي او خارجي، له داخلي اړخ به تېرشو په خارجي اړخ به يې خبرې وکړو، ځکه چې خارجي اړخ يې په ځانګړي ډول پاکستان او امريکې ته ځانګړی شوی دی. خو مونږ به یواځې په پاکستان باندې خبرې و کړو. د تاريخ په اوږدو کې د دواړو هېوادنو خپل منځي اړيکو فصل کړکیچن او بدخونده دی او افغان چارواکو هر ځل دا ادعا کړې، چې پاکستان د افغانستان په وړاندې ښکاره او واضحه پاليسي نه ده اختيار کړې. پاکستان د افغانستان په مقابل کې تل دوه مخې پاليسي کاروي، چې دا دوه مخې پاليسي د افغانستان د شته نا امنيو اصلي عامل بلل کيږي، نو له دې امله افغان حکومت تل د پاکستان په استخباراتي اداره آی آیس آی دا تور پورې کوي، چي ګواکې د افغانستان په زياتو نا امنيو او ناخوالو کې د پاکستان لاس دی. خو پاکستای تل دا تورونه رد کړي دي او ورته تورونه بيا پر افغا ن حکومت لګوي. پاکستان ادعا کوي، چې د افغان خاورې څخه تل اورپکي د پاکستان خوا ته را اوړي او د پاکستاني پوځ پر پوستو او چوڼیو اورپکې بريدونه کوي. خو له هرڅه سره سره د پاکستان داخلي امنیت ته ګواښونه، د توندلارو ډلو ټپلو زیاتوالۍ، د تروریزم په وړاندې جګړه کې د پاکستان پالیسۍ ناکام کېدل، پاکستان دې ته مجبور کړی او په دې پوی شوی، چې افغانستان کې سوله او ثبات په سيمه او پاکستان کې د سولې او ثبات په معنی ده او د افغانستان سره دوستانه او ښې اړيکې د پاکستان په ګټه دي. نو که دواړه هېوادونه د سولې او ثبات په راوستلو کې عملي ګامونه اوچټ کړي کيداي شي د دواړو هېوادنو هراړخيزې خپل منځي او سيمه يزې ګټې خوندي وساتلی شي او د سولې هغه مقام ته ورسيږي چي کوم يې توقوع يې لري.
مخکې له دې چې افغان ولسمشرمحمد اشرف غنی پاکستان ته سفر وکړي او د پاکستاني چارواکو سره په بيلا بيلو اړخونو خبري وکړي، هغه چين او سعودي عربستان ته په سفر ولاړو او نورې ټولې ممکنه هڅې یې وکړې تر څو د پاکستان باور ترلاسه کړي او له دې لارې په پاکستان باندې په غير مستقيمه توګه فشار راوړي، او د سیمي په کچه د ګډو ګټو د لاس ته راوړلو لپاره د همغږي کیدو پیغام ورکړي، ترڅو د دې لارې وسله وال طالبان، چې د پاکستان د مستقیم ملاتړ څخه برخمن ګڼل کیږي، د سولې خبرو اترو ته حاضر کړي اوافغان حکومت په دې باور دی، چي پاکستان په مستقيمه او غيرمسقيمه توګه د طالبانو سره اړيکې لري، او دوي ته دا روښانه ده چي د افغانستان سوله د پاکستان په لاس کې ده، لکه څنګه چې به پخواني ولسمشر حامد کرزي ويل د افغانسان سوله د پاکستان او امريکې په لاس کې ده، که پاکستان د افغان حکومت سره د سولې په راوستلو کې ريښتيني همکاري ونه کړي، افغانستان کې د سولې ټینګښت ستونزمن او ناشونۍ ښکاري. نو اوس که پاکستان د سولې په پروسه کې رښتيا عملي ګامونه اوچت کړي، کېدای شی دواړه هېوادونه د سولې او ثبات څښتن شي او په سيمه کې شته ستونزو ته د پای ټکۍ کېښودل شي او سیمه به د سولې او ثبات څخه برخمنه شي. نو په دې سره به د سيمې وګړي وکولای شي تر څو په آرامه او سوکاله فضاء کې خپل ژوند وکړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته څه شل سفرونه درلودل او د دې سفرونو اصلي موخه په سيمه کې د سولې او ثبات ټنګول و، خو په عين حال کې دا سفرونه په تشريفاتي او سمبوليکو هلو ځلو را څرخيدل. او کومې مثبتې پايلې يې نه درلودي او دې سفرونو په افغان سوله باندی کوم مثبت تاثير نه درلود، خو نوی ولسمشر محمد اشرف غني بيا په دې ټينګار کوي، چې د هغه دغه سفر به پاکستان ته په عملي ګامونو متمرکز وي، د سفر موخې به مو دا وي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اعتماد او باور فضا رامينځ ته کړو. په سيمه کې د شته ستونز او ناامنيو په وړاندې ګډ کار وکړو او ورته ته د پای ټکۍ کيږدو، تر څو دواړه هېوادونه په عملي ډګر کې په امنيتي، اقتصادي، تجارتي او ټولنيز برخو کې يو له بل سره مرسته او همکاري وکړي.
خو بل طرف افغان ولس بيا ادعا کوي، چي پاکستان به هيڅ کله هم له افغان حکومت سره د سولې په باره کې رښتيني همکاري ونه کړي، ترڅو د دواړو هېوادنو تر منځ شته ستونز ته د حل لاره پيدا نه شی، لويه ستونزه د ډيوردنډ کرښه ده، له همدغه کرښې له کلونو راهېسې په کونړ ولايت باندې راکټونه وريږي، چې د کونړ اوسيدونکي يې له زياتو ستونز سره لاس او ګريوان کړي دي. د کرزي ادارې له پاکستاني چارواکو سره څو ځله پر کونړ ولايت د راکټونو موضوع مطرح کړې، خو پاکستاني چارواکې وایي، چي دا خلاصه کرښه ده چيرته چې سخت دريځه اورپکې په کې دواړه خواو ته په آزاده او اسانه توګه تګ راتګ کوي. د کونړ اوسيدونکي نوي ولسمشر ته سترګې په لاره دي، چې کله به د دوی غم وخوړل شی تر څو بېرته خپلو سيمو او کورنو ته ستانه شي، کوم چي د پاکستاني راکټونو له امله له خپلو سیمو څخه کډوال شوي دي. په هر حال ولسمشر غني د پاکستان سره د ستونزو د حل په مقابل کې جدي او رښتينۍ ښکاري، لکه څرنګه چې ښاغلي اشرف غني سرتاج عزيز ته په کابل کې په ډاګه کړه، چې تر هغې به پاکستان ته سفر ونه کړم او په بې ځايه خبرو به وخت ضايع نه کړم، تر څو چې د پاکستان عملي همکاري د سولې په برخه کې ونه وينم. د پاکستاني چارواکو راتګ کابل ته داسې ښکاري، چي پاکستان تيار دی، چې له افغان حکومت سره د سولې په پروسه کې هر اړخيزه مرسته او همکاري وکړي، ځکه دوی ته دا واضحه شوې، چي افغانستان کې سوله په پاکستان کې د ډیریدونکي توندلارۍ او ناامنۍ د حل او سولې په معنی ده.
لیکوال محب الله همتي