ليکوال: انجنېر عتيق الله بارکزی، عينو مېنه، کندهار
له افغانستان څخه روسان مخ پر وتو وو، د کوټې په پوځي چوڼۍ کې د کرنيل امان په مشرۍ د جهادي قوماندانانو يوه غونډه رابلل شوې وه. د غونډې هدف دا و چې پر کندهار ښار بريد وکړي او د دولت له ولکې څخه يې وباسي. د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر نسکورېدو مخکې هم يو ځل د عبدالله ذاکري ( صاحب جان صاحبزاده) په فتوا او هڅونه کندهار ښار په توغنديو وويشتل شو چې زښت ډېر ملکي تلفات يې واړول، خو دا ځل کرنيل امام غوښتل چې ښار له څلورو خواوو محاصره او پرله پسې تر اور لاندې ونيول شي.
په دې قوماندانانو کې د ملي اسلامي محاذ يو سپين ږيری او پاک زړی قوماندان حاجي عبدالطيف هم موجود و، چې مجاهدينو به له نازه (حاجي بابا) باله. حاجي بابا د ملکي خلکو د تلفاتو يادونه وکړه. په دې خبره کرنيل امام ته درد ورغی او په تونده لهه يې وويل: دا د ملت او وطن خبرې تل له کندهار څخه راپورته کېږي. که ما يو ځل په کابل کې د مجاهدينو حکومت جوړ کړ، نو کندهار به ټوټه ټوټه کړم. په دې وخت کې حاجي بابا له ځايه پورته شو او ويې ويل: کرنيل صاحب دا پاکستانی کشمير نه دی چې ستا په امر خلک بنديان او يا ��ژل کېږي، دا افغانستان دی، خپل مالک لري.
کرنيل چې دا خبره واورېده نو له درده سور او شين واوښت، عکسرو ته يې امر وکړ چې دی بندي کړئ! عسکرو هم حاجي بابا ونيو او په يوه کوټه کې يې بندي کړ. په مجلس کې د کندهار يو بل سپين ږيری قوماندان (حاجي مغاش) چې د حضرت صاحب په تنظيم پورې يې اړه درلوده پورته شو او د حاجي بابا ننګه يې وکړه. وروسته نورو قوماندانانو هم چيغې پورته کړې او د حاجي بابا بندي کېدل يې د ځانو سپکاوی وګاڼه. کرنيل امام چې د قوماندانانو خواشيني وليده، نو حاجي بابا يې بيرته خوشي او غونډه يې بلې اوونۍ ته وځنډوله.
تر دې غونډې وروسته حاجي بابا مرور شو، کندهار ته راغی او بيا تر مرګه پورې پاکستان ته نه ولاړ. يوه ورځ يې په محله جات کې په خپل مرکز کې ډوډۍ خوړله، ناڅاپه مجاهدينو نارې کړې چې هلئ په حاجي بابا څه وشوه؟ په دې وخت کې د هغه زوی ګل اغا په بله خونه کې ناست و، کله چې راغی نو ګوري چې حاجي بابا لغتي وهي او د ځکندن په حال کې دی. يوه مجاهد وويل چې حاجي بابا روغ رمټ و، کله چې يې ډوډۍ وخوړه نو راچپه شو، خامخا په ډوډۍ کې زهر وه. ګل اغا هم سمدلاسه اشپز ونيو او بې له دې چې پوښتنه ګروېږنه ځنې وکړي په کلاشنکوف يې سوری سوری کړ. تر دې وروسته ګل اغا شېرزی د حاجي بابا ځاي ناستی او د جبهې قوماندان شو.
د حاجي بابا ځينې قوماندانان او د قوم سپين ږيري چې د کرنيل امام چلبازي او بد نيت ورمعلوم و، پوه شول چې حاجي بابا د د کرنيل امام د دسيسې ښکار شو. که څه هم ګل اغا شېرزي وويل چې دا کار (خاد) کړی دی، خو د خلکو زړه ته نه لوېدل. دا چې د حاجي بابا په شهادت کې د ګل اغا شېرزي لاس وو،درې عمده دليلونه يې درلودل:
لومړی دليل: ګل اغا شېرزي له تحقيق او پوښتنې پرته اشپز وواژه، که اشپز يې نه وای وژلی، نو خبره به سپينه شوې وای چې حاجي بابا خاد شهيد کړ او که ( آی، ايي آی)؟ مخکې تر دې چې اشپز ووايي چې چا وظيفه ورکړې وه او ټوله دسيسه رسوا شي ګل اشپز وواژه او شواهد يې له منځه يووړل.
دوهم دليل: په دې وخت کې ګل اغا په قمار او زنکه بازۍ اخته و. يوه ورځ يې په قمار کې (پاجرو) ماډل موټر بايللی و، چې په دې کار سره حاجي بابا ته سخت درد ورغی او ګل اغا يې و تراټه. تر دې وروسته حاجي بابا پر ګل اغا پيسې بندې کړې او يوازې به يې لږ جېب خرڅ ورکاوه. ګل اغا چې په قمار، شراب خوريو او زنکه بازيو عادت شوی و، پيسو ته يې سخت ضرورت درلود، يوازينۍ لار يې دا وه چې دی د جبهې قوماندان شي او له دې لارې پيسې لاس ته راوړي، خو حاجي بابا مخ ته نه پرېښود، دا احتمال شته چې ګل اغا به هڅه کړې وي چې پلار ووژني او دی يې ځای ناستی شي. دا مهال نو دا خبره يقيني شوه چې د حاجي بابا په شهادت کې د ګل اغا شېرزي لاس و او يا لږ تر لږه مشوره ورسره شوې وه.
دريم دليل: کله چې ګل اغا شېرزی د جبهې قوماندان وټاکل شو، نو له ( آی، ايس، آی) په تېره بيا کرنيل امام سره يې ناسته ولاړه شروع کړه. دا مهال د حاجي بابا ځينې قوماندانان او د بارکزيو قومي مشران چې د حاجي بابا سپکاوی يې ليدلی و، پوره باوري شول چې د حاجي بابا په شهادت کې خامخا د کرنيل امام او ګل اغا شېرزي دواړو لاس وو.
کله چې پرچمی او کودتاچي جنرال عبدالحق علومي کندهار ته د والي او تنظيمه رئيس په توګه راغی، نو د جهادي جبهاتو د خالي کولو لپاره يې دوه تاکتيکونه په کار واچول: لومړی يې ځوانان له عکسرۍ څخه معاف کړل چې په دې ډول په لږ وخت کې ټول ځوانان له جبهاتو څخه راووتل، څوک پر کورونو کېناستل او چا شخصي کاروبار شروع کړ، يوازي د طالبانو جبهې وې چې څه مجاهدين يې درلودل. دوهم دا چې ټولو جهادي قوماندانانو ته يې پيسې ورکړې. يوازي د جمعيت اسلامي قوماندان ملانقيب الله او حزب اسلامي قوماندانان عطامحمد چې په (سرکاتب) مشهور و، له علومي څخه پيسې نه اخيستلې.
داسي نه وو چې د دې دوو قوماندانانو پيسې نه وې خوښې، اصلي خبره دا وه چې دوی له پاکستاني مقاماتو، امريايانو او نورو غربي سرچينو څخه دومره پيسې تر لاسه کولې چې په هماغه اندازه پيسې علومي نه شوای ورکولای. که څه هم دې دوو قوماندانانو خپله له علومي څخه پيسې نه اخيستې، خو وړو قوماندانانو يې له علومي څخه په پراخه پيمانه پيسې اخيستې. د دې پيسو په بدل کې شرط ډېر ساده او اسانه و، هغه دا چې له دولت سره به جنګ نه کوي.
څرنګه چې ګل اغا شېرزی په خټه بارکزی او ټول قوت يې له بارکزيو څخه جوړ شوی و، نو علومي د ګل اغا له قبيلوي ناروغۍ څخه ګټه واخيسته او لومړی يې هغه ته پيسې ورکول شروع کړل. پاکستاني کرنيلان که څه هم په دې راز ښه خبر وو، خو ښکاره يې څه نه ويل، ځکه ګل اغا داسي يو څوک و چې په عين وخت کې يې پاکستان ته هم کار کاوه، همدا دليل و چې د کوټې په (چمن هاوسينګ سکېم) کې يې يو ډېر ښکلی او مجلل کور درلود او وروسته يې په اسلام اباد کې هم يو ښکلی کور رانيو.
کله چې د ډاکټر نجيب الله حکومت نسکور شو، نو ګل اغا په زور د کندهار ولايتي دفتر ونيو او ځان په زور خپله والي اعلان کړ. دا مهال د جنرال اکرم په نوم يو بل پرچمی د کندهار والي و. ګل اغا شېرزي د جنرال اکرم پښې او لاسونه وروتړل او غوښتل يې چې کرنيل امام ته يې وسپاري، خو د ملانقيب الله معاون (قوماندان خان محمد مجاهد) يې مخه ونيوله.
کله چې طالبان راغلل نو ګل اغا کوټې ته وتښتېد او هلته په خپلو زنکه بازيو، شراب خوريو او قمار بازيو بوخت شو. کله چې د طالبانو رژيم نسکور شو، نو ګل اغا بيا له څو پوډريانو او چرسيانو سره کندهار ته راغی او هماغه ولايتي دفتر ته ننووت. په دې دوره کې ګل اغا شېرزي ته امريکايانو هم ضرورت درلود، بس هر څه يې چې يې کول چا څه نه ورته ويل، په تېره بيا د عياشيو بدبويي خو يې اسمان ته پورته شوه.
د ګل اغا شېرزي د زنکه بازيو په اړه زما يو انډيوال داسي راته وويل: زموږ د يوه انډيوال زوی پيدا شوی و، موږ ته يې مېلمستيا جوړه کړې وه، د کندهار په ښارنو کې پر يوه بام ناست و او مجلس مو کاوه،په دې وخت کې يو سړی مجلس ته راغی، دا سړی په موږ کې يوازي زموږ موټروان پېژانده. سړی غرق نشه و او دومره شراب يې څښلي وو چې له خولې يې درې څلور متره ليري بويونه تلل. سړی له خبرو څخه د کندهار نه معلومېده، په فارسي يې خبرې کولې، خو لږ لږ پښتو يې هم زده وه. سړی کېناستلی لا نه و چې زموږ په مجلس کې يې يوه سپين ږيري ته وويل: شعيب صاحب ستړی مه شې! هغه ورته وويل چې بخښنه غواړم زه شعيب نه يم. هغه ورته وويل چې ځان غلی مه نيسه زه دي پېژنم، ته د معارف رئيس شعيب صاحب نه يې؟ هغه وويل نه زه شعيب نه يم. سړی وويل: ولي هېر دي شول چې پرون ما يوه مزارۍ نجلۍ درته راوسته، حمام او سينګار مو په وکړ او بيا مو ګل اغا شېرزي ته وروسته؟
نابلده سړی که څه هم زموږ د ملګري په قواره او بڼه تېروتلی و، خو د شعيب په باره کې يې نښانۍ پر ځای او کره وې، شعيب په رښتيا هم چې همدا دنده کوله او ډېر خلک په خبر وو. ګل اغا شېرزي څو کاله د ګمرک عايدات په خپل جېب کې واچول او د کندهار ولايتي اداره يې هم په سلو کې نوي خپلو ملګرو ته ورکړې وه.
کله چې د ولسمشريزو انتخاباتو دوهم وار راغی نو ګل اغا هم اعلان وکړ چې ځان کانديدوي، خو په يوه ورځ کې يې خپله خبره بيرته واخيسته.
زما يو انډيوال وايي چې په ارګ کې له کرزي سره ناست وم، په مجلس کې ګل اغا شېرزی، يوسف پښتون او عاف خان نورزی هم ناست وو. ګل اغا شېرزی د کرزي څنګ ته ناست و، کرزي له مېز څخه يوه دوسيه راوايسته او تر مېز لاندې پټه يې ګل اغا ته ورښکاره کړه. د دې دوسيې په ليدلو سره د ګل اغا رنګ والوت او سخت وارخطا شو، کرار يې وويل: په دې کار کې خو يوازي زه نه يم، ستا ورور احمدولي خان هم راسره ملګری و. کرزي له دوسيې څخه يو ليست راپورته کړ، په هغه کې يې يوه نوم ته اشاره وکړه او ويې ويل: هو ستا خبره سمه ده، خو زما ورور په ليست کې څلورم او ته اول يې.
ما د رخصتۍ پر مهال کرزي ته وويل چې دا د څه شي ليست و چې ګل اغا داسي وارخطا شو؟ کرزي په خندا وويل چې دا د تارياکو د قاچاق وړونکو ليست و. څو ساعته وروسته ګل اغا خبريالانو وويل چې کرزي خپل کوچنی زوی زما په غېږ کې راواچاوه او زما څخه يې هيله وکړه چې ته ځان مه کانديدوه، ځکه نو زه له خپلې کانديدۍ څخه تېر شوم.
کله چې د انتخاباتو دريم وار راغی نو، کرزی او ډاکټر عبدالله پوهېدل چې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې هيڅوک هم نه شي بريالی کېدای. هغه و چې له ګل اغا سره يې غرض و نه کړ، هغه يې پرېښود چې هر چا ته بدرد ووايي، خو د انتخاباتو تر ابتدايي نتايجو وروسته يوه ورځ د ډاکټر عبدالله په کور کې مېلمستيا وه چې يوازې ډاکټر عبدالله، ګل اغا شېرزی او جنرال عبدالحق علومي برخه پکې درلوده. په دې مجلس کې علومي و ګل اغا شېرزي ته يوه دوسيه ورښکاره کړه، د دوسيې په ليدلو د ګل اغا شېرزي رنګ تک ژيړ شو. علومي ګل اغا ته په ډاګه وويل چې که ته په دوهم پړاو انتخاباتو کې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ملاتړ اعلان نه کړې، نو د رسنيو له لارې ټول هغه اسناد او شواهد څرګندوم چې د جهاد پر مهال دي زما څخه پيسې وړي دي. تر دې وروسته به ته د تل لپاره د ځان لپاره د مجاهد نوم ياد نه کړې او مړې سترګې به ګرځې. هغه و چې ګل شېرزی ناچاره او له ډاکټر عبدالله سره يو ځای شو.
——————————-
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.
نه بوهيرم جه خه ووايم افرين به ووايم أويا لعنت مكر بهتره به دا ووايو جه افرين دي به كرزي وي جه ده ته ي دبولدوزر لقب وركزي دا خو يو وحشي إنسان دي به دي نه بو هيزي جه كرزي به ده رشخند ويلي بر عكس دا وايء جه ما دشه كار به نسبت دبولدوزر لقب اخستي نو فكر وكري داسي بيسوادو خلكو دافغانستان دخلكو سر نوشت به خبل لأس كي اخستهء دادي دكرنيل امام سكني زوي
Yawazay zanaka bazi na, Gul Agha sherzai pa day bal kaar ham akhta da, che di nezday khalko pa baawar ye lasgona MERONA lari.
da karnel hemam kam speede
سلامونه
لیکوال صاحب په نورو خبرو کي دي څه نه وایم خو د شعیب وفا صاحب په اړه دي حیران کړم ځکه هغه داسي يو څوک و چي ما خو خپله ور څخه د بدو توقع نسواي کولای او نه يي کوم نور نو نه پوهیږم. هیله ده په داسی مسایلو کي باید ټولي خبري پر شواهدو باندي وسی نه بی شواهدو. د ښو شخصیتونو سپکاوی د منلو او زغملو وړ نه دی
په درنښت
دغه ټول خاینان دي بس دومره به وایو چې الله تعالی دې له دوي څخه دغه زورېدلی ملت او ګران هېواد افغانستان په ځانګړي فضل او کرم سره خلاص کړي.