تاند- د اتریش په پلازمېنه ویانا کې دوه افغانان له چاړو سره ونیول شول.
اتریشي رسنۍ وايي، دا دوه مشکوک افغانان د یهودانو د ۸ ورځني جشن په لومړۍ شپه په ویانا کې د یهودانو د مذهبي مرکز (synagogue) مخته پر چوکۍ ناست ول چې ونیول شول.
د یهودانو د مرکز ساتونکو پولیسو ته ویلي و چې دوه مشکوک کسان یې د ودانۍ مخته ناست دي.
د راپورونو له مخې، کله چې پولیس راغلل، دواړو افغانانو ته یې وویل چې د (synagogue) مخته څه کوي، هغوی وویل چې یهودان دي او خپلو نورو ملګرو ته انتظار باسي.
پولیس وايي چې په نیول شویو کسانو کې یې یو له وړاندې پېژانده.
تراوسه څرګنده نه ده چې دوی د حملې نیت درلود او که یې هسي چاړې ساتلې.