د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز[1]
د کشمیر په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف ځانګړي استازي، د پاکستان په سنا مجلس کې د مسلم لیګ (نواز شریف ډلې) غړي او د سنا مجلس د دفاعي کمېټې غړي او رییس مشاهد حسین تېره اوونۍ په واشنګټن کې د “امریکا اتلانتیک کونسل” په نامه د يوه تحقيقاتي مرکز په غونډه کې وویل، «څو چې د کشمیر مسئله نه وي حل شوې، په افغانستان کې هم سوله نه شي راتللی.»
د “مشاهد حسین” دغه څرګندونې په هېواد کې دننه او بهر له تودو غبرګونونو سره مخ شوې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د ملي امنیت شورا، د سولې عالي شورا، ولسي جرګې، سپینې ماڼۍ او یو شمېر نورو د کشمیر په تړاو د پاکستان د لومړي وزير د ځانګړي استازي دا څرګندونې وغندلې. ځکه د دوی په اند د کشمیر او افغانستان قضیې له یو بل څخه ډېرې لرې او نه ربط لرونکې قضیې دي او دغه راز داسې څرګندونې یوازې په افغانستان کې نیابتي جګړې ته لاره هواروي.
دا چې له کشمیر سره افغانان څه اړیکه لري، د کشمیر او افغانستان قضیه یوه او که جلا ده، او آیا په ریښتیا هم په افغانستان کې سوله د کشمیر له لارې راتللای شي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته يې د ځوابولو هڅه شوې ده.
افغانان او کشمیر
افغانان له ډېر پخوا څخه له کشمیر سره اړیکه لري او له ۱۷۵۲ کال څخه تر ۱۸۱۹ کال پورې یې پر کشمیر حکومت هم کړی دی. هغه مهال افغان واکمنانو د کشمیري شالونو مارکېټ پراخ او په نړیوال مارکېټ کې ورته نوم پيدا کړ. په دغو واکمنانو کې جوان شیر خان تر ټولو مشهور و، چې هلته يې د شیر ګړۍ قصر (اوس یې هم د هندي کشمیر مشران استعمالوي) د امیران کډل په نامه یو پُل او دغه راز یو شمېر نورې ودانۍ هم جوړې کړې.
له دې وراخوا اوس هم په هندي او پاکستاني کشمیر کې زرګونه افغانان او پښتانه مېشت دي. د بېلګې په ډول یوازې د ۱۹۵۴ کال په جولای میاشت کې له یو لکو څخه زیاتو هغو افغان قبایلو ته په هندي کشمیر کې د هندي کشمیر د لومړي وزیر لخوا هندي تابیعت ورکړل شو، چې دوی تر هغه مهاله پورې هلته بېتابیعته وو[2].
دغه راز په افغانستان کې هم یو شمېر له کشمیر څخه راغلي کډوال مېشت دي او اوس افغانان شوي دي. دوی دلته خپلې ټولنې جوړې کړې او ان په تېرو وختونو کې د افغانستان لوړ پوړي چارواکي هم پاتې شوي دي. د بېلګې په ډول د ببرک کارمل کورنۍ له کشمیر څخه راغلې وه او د کابل د بګرامیو په کمرۍ کې مېشته شوې وه.
د کشمیر د قضیې مخینه
د کشمیر قضیه د هند نیموچې له آزادېدو راهیسې پیل شوې. د هندوستان مستعمره د ماونټ بېټن د ۳ جون د پلان له مخې په دوو برخو ووېشل شوه، چې کشمير يې هم يو له ۵۶۲ شاهي ایالتونو څخه و. د دغه پلان له مخې، د دغو شاهي ایالتونو مشران باید له هند یا پاکستان سره یوځای شوي وای. په کشمیر کې له ۷۰ سلنه زیات مسلمانان وو؛ خو د کشمیر مشر یو سېک و. که څه هم په لومړیو کې يې د خپلواک پاتې کېدو هڅه وکړه؛ خو د پاکستان لهخوا د برید له ویرې یې بیا هندي پوځیان د ژغورنې په موخه کشمیر ته راوبلل. له همدې ځایه وه، چې په ۱۹۴۷-۱۹۴۸ کال کې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر سر لومړۍ جګړه ونښته. هند تر سینګر پورې کشمیر ونیوه او پاکستان ته بیا د دوی په وینا آزاد کشمیر پاتې شو.
له هغه وروسته، د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر سر دویمه جګړه په ۱۹۶۵ کال کې هغه مهال ونښته، چې کله د ذوالفقار علي بوټو په لارښوونه د پاکستان ولسمشر جنرال ایوب خان په کشمیر کې د «جبل الطارق» په نامه د عملیاتو اجازه ورکړه. پاکستان انګېرلې وه، چې د پاکستاني پوځيانو له دغو عملیاتو سره به مسلمانان په هندي کشمیر کې د هندوانو پرضد پاڅون وکړي او پای به کشمیر یا آزاد او یا د پاکستان برخه شي؛ خو هند د دغو عملیاتو په غبرګون کې د پاکستان په زړه یعنې پنجاب حمله وکړه او په ډېر لنډ وخت کې یې ځانونه د لاهور دروازو ته ورسول. دغه جګړه بیا د نړیوالو ځواکونو تر فشارونو لاندې تم شوه او په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاشکند د سولې تړون لاسلیک شو.
له دغې جګړې وروسته، د کشمیر قضیه یوازې په ډيپلوماتیک ډګر کې وه؛ خو کله چې په افغانستان کې د شورویانو پرضد افغان مجاهدین بريا ته نژدې شول او په پای کې یې شورویان له هېواده وتلو ته اړ کړل، نو له دغې جګړې څخه په الهام او تجربې په کشمیر کې هم جګړې پيل شوې. په هغو جګړو کې په تېره بیا لشکر طیبه، جیش محمد او یو شمېر نورو ډلو ته د روزنې، تجهیز او ملاتړ په برخه کې د پاکستان استخباراتو ډېر رول ولوباوه چې اوس یې هم لوبوي او په دې توګه د کشمير جګړه له ۱۹۹۰مې لسیزې راهيسې پیل شوې ده.
په بل اړخ کې که څه هم د افغانستان قضیه او اوږده غمیزه په افغانستان کې د ثور له کمونیستي کودتا او د شورویانو له یرغل څخه راپيل شوې ده؛ خو په اوسني وخت کې بیا روان ناورین هېواد ته د امریکایانو له راتګ سره غوټه خوړلې ده.
افغان-هند اړيکې او د پاکستان اندېښنې
که څه هم په افغانستان، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د نړیوالو چارو شنونکو له ډېر پخوا راهیسې په تېره بیا له ۲۰۰۱ کال وروسته، په سیمه کې ثبات، امنیت او سوله د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډېورنډ کرښې او د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر د قضیې له حل کېدو سره تړلي وو؛ خو بیا هم د مشاهد حسین وروستۍ څرګندونې لومړی ځل شو، چې پاکستان په رسمي توګه په افغانستان کې سوله د کشمیر د قضیې له حل کېدو سره تړي.
مشاهد حسین د واشنګټن د اتلانتیک کونسل څېړنیز مرکز په یوه غونډه کې وویل: «کابل ته د سولې لاره له کشمیره تېره شوې، دا په دې معنا ده، چې کله تاسو د سولې خبره کوئ، نو تاسو سوله په څو وړو وړو برخو نه شئ وېشلای. که تاسو غواړئ، چې په کابل کې سوله وي او کشمیر همداسې د اور په لمبو کې وسوځېږي، نو دا به هېڅمهال هم ترسره نه شي»[3].
په ټوله کې دا څرګندونې په افغانستان کې د هند او پاکستان د نيابتي جګړې ښکارندويي کوي او د پاکستان په تړاو د افغان حکومت د وروستيو دريځو ترڅنګ د افغان-هند له نژدې اړيکو سرچينه اخلي. دا دوې قضيې په نړيوال سياست کې تړل کېدونکې نه دي. د افغانستان قضیه د کشمېر له قضیې بېله قضيه ده. په افغانستان کې جګړه د امریکایانو د حضور له کبله روانه ده او د کشمیر ناورین بیا د پاکستان او هند له خپلواکۍ سره تړل شوی دی.
ولې پاکستان، افغان قضيه له کشمیر سره تړي؟
دا چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان قضیه ولې له کشمیر سره ونښلوله، دوه عمده لاملونه لري:
لومړی؛ د زیاتېدونکې انزوا ماتول: په تېرو وروستیو میاشتو کې په نړیوالو او سیمهییزو چارو کې د پاکستان منزوي کېدلو اسلامآباد اړ کړ، چې د دغې انزوا د ماتولو لپاره هلې ځلې وکړي. د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په همدې موخه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پلازمېنو ته ۲۲ ځانګړي استازي ولېږل او د کشمیر په تړاو يې خپل ځانګړی استازی مشاهد حسین امريکا ته ولېږه.
دویم؛ د کشمیر قضيه بیا راژوندۍ او نړیواله کول: په کشمیر کې د حزب المجاهدین د قومندان برهاني واني له وژل کېدو سره په کشمیر کې وضعيت خراب شو، چې له کبله یې هند په کشمیر کې ګرځبندیز ولګاوه، د کشمیر د حُریت ډلې مشران یې ونیول او په بېلابېلو لاريونونو کې له ۷۰ څخه زیات کشمیريان ووژل شول او تر ۱۰۰۰ زیات ټپيان شول. په کشمیر کې د همدغه خراب وضعيت له کبله د پاکستان او هند اړیکې خرابې شوې او بیا د کشمیر د حالاتو په غبرګون کې په هندي کشمیر کې د اوړي په سیمه کې د هندي امنیتي ځواکونو پر یوې اډې برید وشو او ۱۸ هندي پوځیان پکې ووژل شول. پاکستان له دغه وضعيت څخه په استفادې سره لومړی برهاني واني ته په لوړ پوړي کچه د «شهید» خطاب وکړ او بیا د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هم، د پاکستان لومړي وزیر د «برهان واني» یادونه وکړه او د کشمیر د قضیې د بیا راژوندي کولو او نړیوالې کولو هڅه یې وکړه.
که څه هم په کشمیر کې انساني حقونه تر ډېره تر پښو لاندې کېږي او په خپله هندي رسنۍ هم په دې اړه ځینې مهال راپورونه خپروي؛ خو بیا هم له جیش محمد، لشکر طیبه او نورو توندلارو ډلو څخه د ملاتړ له کبله نړيوال د کشمیر په تړاو د پاکستان خبرو ته ډېر لږ غوږ ږدي.
په بل اړخ کې دا دی د افغانستان د روانې جګړې هم پنځلسم کال بشپړ شو؛ خو بیا هم په افغانستان کې سوله او امنيت نه دي ټينګ شوي. دغه راز د افغانستان د سولې په تړاو څلور اړخیزو خبرو اترو هم پاموړ پايله نه لرله. پاکستان داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې نړيوال د افغانستان له روانې جګړې ستړي شوي. له همدې کبله پاکستان غواړي، د دا ډول څرګندونو پرمټ د کشمیر د قضیې ارزښت زیات کړي او د افغانستان د قضیې حل د کشمیر د قضیې له حل سره وتړي.
[1] د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز (CSRS) يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، [email protected]، وېبپاڼه: www.csrskabul.com
[2] The Hindu, Pakhtoons in Kashmir, 20 July, 1954, see it online:< http://www.thehindu.com/2004/07/20/stories/2004072001220900.htm>
[3] د واشنګټن په اتلانتیک کونسل څېړنيز مرکز کې د مشاهد حسین د خبرو اورېدلو لپاره وګورئ:
http://www.atlanticcouncil.org/events/upcoming-events/detail/dispute-in-focus-pakistans-perspective-on-kashmir