د لنډمهالې ادارې او وروسته د انتخابی حکومتونو له منځ ته راتلو وروسته او په اوسني نظام کې د دولت دمسوولینو تر ټولو مهم شعار دا و، چې اوس افغانستان د ټولو افغانانو کور شو.خلکو چې په تیرو لسیزو کې یو ګوندي او تنظیمي حکومتونه لیدلي و چې یو ازې د هماغو ډلو حکومتونه و یوازې یې د هماغو ډلو حقوق خوندې کول ټول امتیازات یې خپلو تنظیمي انډیوالانو ته ورکول او د نورو افغانانو حقوق یې تر پښو لاندې کول.
په تیرو کلونو په تیربیا د تنظیمي واکمني په وخت کې د زیاترو افغانانو حقوق تر پښو لاندې شول، د خلکو ځمکې د بې مسوولیتّه ټوپکوالو لخوا غصب شوې. په ښارونو کې د جګړو په بهانه د خلکو عامه شتمنۍ چور شوې. هغو خلکو چې په کلونو کلونو د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره په خورا زحمت څه شتمنۍ ټولې کړې وې د تنظیمي ټوپکوالو لخوا په یوه شیبه کې له منځه ولاړې.
دغه راز د هیواد له اوسیدونکو سره توپیري چلند وشو د پخوانیو حکومتونو په تیره بیا د ډاکټر نجیب الله د وخت له کارمندانو سره غیرقانوني چلند وشو، دوی بط موجبه له دندو ګوښه شول او په ډیرو مواردو کې اجباري مهاجرت ته مجبور شول دوی او کورنۍ یې په ډیر بد حالت کې ژوند وکړ، اکثرآ دغه کسان اروپا او د نړۍ نورو هیوادونو ته مهاجر شول. ددوی کورونه او جایدادونه د ټوپکوالو لخوا قبضه شوي او له کورنیو سره ډیر بد چلند وشو آن تر مرګه تهدید شول دغه بی ګناه کورنۍ نه هم په کوم ګوند کې وې او نه یې هم په وسله والو ډلو کې غړیتوب درلود خو د خپلو کورنیو د ځینو غړو قرباني شول.
د هیواد له اوسیدونکو سره د توپیري چلند او ددوی د حقونو تر پښو لاندې کولو او د شتمنیو د غصب ډیرې بیلګې موجودې دي، چې کولی شو په کابل ښار او ولایتونو کې د دا ډول پیښو یادونه وکړو. ټولو ته معلومه ده چې بې مسوولیته ټوپکوالو د کابل په ریشخورو، پلچرخي، قرغه، د څارندوی بلاکونو، سرې مینې او تهیه مسکن په سیمو کې د خلکو کورونه په زور ونیول او لا تراوسه ددوی په ولکه کې دي.
خلکو هیله لرله چې د نیو حکومتونو په راتلو سره ددوی حقونو ته پاملرنه وشي او ددوی غصب شوي حقوق بیرته ورته ورکړل شي او افغانستان په رښتیا د هر افغان کور وګرځي.
او هر افغان وکولی شي د بیان ازادي تر سیوري لاندې خپل نظر څرګند کړي او خپلو حقونو ته ورسیږي.
خوډیر ژر څرګنده شوه چې دبیان ازادي یوازې د زورواکو لپاره وه، هیڅوک همدا اوس هم نه شي کولی دیوه قوماندان یا کوم بل زورور په باره کې حقایق ولیکي یا ووایي.
انتخابات هم ورو ورو د زورواکو لاس ته ورغلل، تنظیمي زورواکو چې په وروستیو پارلماني او د جمهوري ریاست په ټاکنو کې څه غوښتل هغه یې وکړل، څوک یې چې زړه غوښتل هغه یې بریالي او څوک چې ورسره په ډله کې نه و، یا یې پیسې نه ورکولې هغه یې ناکام اعلان کړل. او د ولسمشري په ټاکنو کې یې هم له قانون څخه پورته اقدامات ترسره کړل ،دادی وینو چې د قضا او قانون زور هم نه پرې رسیږي.
په مهمو پریکړو کې یوازې دهمدې څو تنو د وسله والو ډلو د مشرانو نظر وپوښتل شو د وزیرانو او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو په ټاکنه کې یوازې ددوی رایه واخیستل شوه. دوی هم چې ولیدل بیډۍ یې میره ده اوڅوک ترې پوښتنه نه کوي هره خبره یې چلیږي نو دښار په مختلفو برخو کې یې د ځمکو په غصبولو، دښارګوټو په جوړولو او په تنظیمي او قومي بنیادونو دهغو په ویشلو لاس پورې کړ.
که دقیقه څیړنه وشي اوس زموږ د هیواد پلازمینه د همدې څو کسو ترمنځ ویشل شوې ده.د تنظیمي جګړو په وخت کې که دغو کسانو د ټوپک په زور د کابل سیمې سره ویشلې وې اوس یې د پیسو او حکومت په زور سیمې سره ویشلې دي.
همدغه توپیر نه یوازې په ژوندیو کې لیدل کیږي، بلکې دولت د مړو او شهیدانو په برخه کې هم همداسې توپیري چلند کوي.په زورواکو پورې داړوندو کسانو مرګ یو ډول دی او د عادي افغانانو بیا بل ډول. دیوه شهید زوی د شپې ډوډۍ نه لري او د بل بیا د پیسو حساب نه کیږي. په سلګونو زره شهیدان هیر او نوم ورکي دي خو پر ځای یې یو دوه کسه یادیږي. او د یو دووکسو په نومونو سیمې، واټونه او ځایونه نومول کیږي.
خلک پوښتي که دا وطن د ټولو افغانانو وي نو مړو او ژوندو ته باید ټولو ته په یوه سترګه وکتل شي او هر وخت او هرځای باید په وسله والو ډلو پورې تړلي کسان یاد نه شي، بلکې ټول افغانان یاد شي.او که چیرې دیوې یا دوو ډلو او څو کسانو وي نو بیا دې دغه تش په نامه شعار هم نه تکراریږي چې وایي افغانستان د ټولو افغانانو کور دی.