نه غواړم احساساتي تبصره وکړم. بلکې څو حقیقتونو ته اشاره کوم چې د جګړې ددوام اصلي علتونه څرګند شي.
اول: د روسانو له وتلو وروسته په افغانستان کې هیڅ یهود او نصارا حضور نه درلود اما د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر خلاف مسلحانه جګړې دوام وکړ.
دوهم: ډاکټر نجیب الله د سولې لپاره ډېر وړاندیزونه وکړل، اما تل ورته د رد ځوابونه وویل شول او هلته خارجیان نه ول.
درېیم: پخواني ولسمشر کرزي وسله والو ته وروڼه وویل، بلنه یې ورکړه او تر آخره وسله والو ورته د رد ځوابونه ورکول.
څلورم: تل ویل کېدل چې د بهرنیانو حضور د قانوني شي، ولسمشر غني ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ ترڅو په یوه قانوني چوکاټ کې فعالیتونه عیار کړي او دا ډول تعاملات په نړیوالو منل شوی یو اصولو او اسلامي مراوداتو کې شته.
پنځم: کله چې پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي د خارجیانو سره ستراتیژیک تړون لاسلیک نه کړ، نو وسله والو ددې پرځای چې د ولسمشر کرزي ملاتړ یې کړی وای، لایې جګړې ته دوام ورکړ او جګړه یې تیزه کړه.
شپږم: کله چې خارجیانو له افغانستان څخه د بهرنیانو وتل پیل کړ او شمېر یې را کم کړ، وسله وال ددې پرځای چې ددولت د پروګرامونو ملاتړ وکړي نور یې هم پر جګړې ټینګار وکړ.
اووم: بالاخره خارجیانو او د افغانستان دولت غوښتل چې بهرنیان د یوازې د مشاورینو او روزونکو دنده پرمخ وړي، نه جګړه، بیا هم وسله والو جګړه پیل کړه.
اتم: کله چې پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي د ولس د شکایتونو پر اساس او د ملکي خلکو د ژغورني پر خاطر د شپي عملیات ودرول، وسله والو جګړه نوره هم ګرمه کړه.
نهم: کله چې خارجیانو وتل پیل کړ، نو وسله والو د جګړې ددوام لپاره د غلام حکومت او مرتدو عناصرو تر نوم لاندې اعلان وکړ چې دوی به ترهغې جګړې ته دوام ورکړي ترڅو دا حکومت نسکور کړي.
لسم: کله چې ښاغلی حکمتیار د ولسمشر غني سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ، دوی اعلان وکړ چې دا تسلیم شو او ددوي پلویان به هم په نښه کوي او د ښاغلي حکمتیار د سولې غږ ته یې هم لبیک ونه ویلو او جګړې ته یې دوام ورکړ.
یوولسم: ښاغلي ولسمشر غني د سولې یوه جامع طرحه وړاندې کړه، وسله والو له مشورو وروسته د خندق نظامي عملیات پیل کړل.
دوولسم: آیا ښوونځی، کلینیک، انجنیر، دیني عالم، قومي مشر، سړک، ډاکټر، سیاستوال، مدرسه، جومات، عام بازارونه، عام ملکي وګړي، انکشافي پروژې، د برېښنا ستنې، پلونه، پلچکونه، معدن، د اوبو بندونه، ځنګلونه، روغتونونه او … یهود او نصارا یا خارجیان دي چې د وسله والو ۹۹% سلنه جګړه پر همدې ځایونو متمرکزه ده. که دا هم ومنو چې خارجیان باید واېستل او چې یو خارجي هم وي جګړه درسته ده او جهاد دی، نو آیا ددې کارونو جواز په جهاد کې حرام نه دی؟
دیارلسم: لکه څنګه چې له کفارو او مشرکینو سره جګړه مشروط جهاد دی، تر دې سل چنده چې کله د جګړې له یوه لورې د سولې غږ وشي، بیا سوله تر جهاد ستر جهاد دی او الهي امر دی او د سولې غږ ته به غاړه ږدي او پر الله به توکل کوي، نو دا څوک دي چې وسله وال سولې ته نه پرېږدې دا څوک دی؟
لنډه داچې د بهرنیانو شتون او نه شتون د جګړې اصلي علتونه نه دي، بلکې وسله وال د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي کړیو د لاس آلې دي، استقلالیت او د پرېکړو واک نلري او غواړي افغانستان له اقتصادي، سیاسي، علمي، تعلیمي، فرهنګي او نظامي پلوه دومره کمزوری کړي چې بیا د تل لپاره په خارجیانو متکي شي. وسله وال باید د بد او بدتر ترمنځ انتخاب وکړي او همدا حکیمانه سیاست دی. برعکس دلته وسله والو د ښه او بد ترمنځ بد انتخاب کړیدی او هغه پر جګړې دوام او د سولې مخالفت. ځکه سوله تر جګړې غوره او الهي امر دی. نو که د بهرنیانو وتل هدف وي هغه د انتخاباتو له لارې، د مذاکراتو له لارې او تر ټولو مهمه د سولې د پروسې له لارې هم ایستلای شو. نو د بهرنیانو د حضور اصلي علت د وسله والو پر جګړې ټینګار دی.