د جنسي آزار غوښتنې یا مازوخېزم ګډوډۍ په اړوند ځیني ارزښتناک ټکي شته چې باید پام ورته وشي، ځکه چې د ډېری کورنيو او ټولنیزوو ستونزو لامل ګرځیدلی او ډېر مسایل ورپورې تړلي په همدې موخه مو په دې لیکنه او وېډیو چمتو کولو لاس پورې کړ.
لئوپولد فون زاخر-مازوخ له ۱۸۳۶تر۱۸۹۵ کلونو پورې ژوند کاوه هغه یو اتریشي داستان لیکونکی وه د لئوپولد د کیسو کرکټر به داسې وه چې د ښځو له چیغو، بد چلند او زورواکۍ څخه به یې جنسي خوند اخیست، فروید په دې باور وه دا یوه اروايي جنسي ناروغي ده او ویل به یې، چې ازارغوښتنه یا مازخیزم د ځپل شويو او ورانو شوو خیالونو راپنځيدل دی، د هورنای په باور چې په نړۍ کې لومړنۍ ښځه ارواپوه وه ویل یې چې مازوخیست د خپل فردي ژوند له منځه وړلو او ځان د نورو په واکې په ورکولو کې د امن احساس کوي او اریک فروم په دې باور وه چې مازوخیست د یوازیتوب او وړتیا نه لرلو له وېری ځان د نورو په واک کې ورکوي تر څو هوسا شي چې تقریبا دې سره خبرې په یوه مورد دلالت کوي چې یوه ژوره اروايي ګډوډي ده او د فرد په په تېر یا لاشعور ورګډېږي.
کیدای شي تاسو سره پوښتنه پيدا شي چې خپله مازوخیزم څه دی؟
جنسي مازوخیزم یا آزار غوښتنه هغه اروايي ګډوډي ده چې شخص ځان ته زیان اړوي او وروسته له دې چې ځان ته یې زیان ورساوه جنسي خوند ته رسېږي (ارضا کیږي)، دا کسان تر ډېره بريده دې ته لېوالتیا لري چى د خپل ځان او يا کوم بل کس په وسيله زيانمن او وځورول شي تر څو جنسي خوند ته ورسېږي.
مازوخیزم هم لکه سادیزم په درې ډوله دی.
1.اروايي مازوخيسم
2. احساسى مازوخيسم
3. فزيولوژيک مازوخيسم
د مازوخیزم کمولو یا هم له مینځه وړول لپاره غواړم څو لڼدې حل لارې تاسو سره شریکې کړم:
جنسي مازوخيسم لرونکي کسان بى جرأته، بى فکره او ناپوهه وي، یاد کسان له هغه زیان او ځورولو څخه چې زغمي یې جنسي خوند اخلي، تر هغو یې چې له چا څخه کومه کښنځله نه وي اورېدلي یا کوم چا ښه سپک کړی نه وي نا آرام او خواشینی وي، که چېرې یې درملنه ونه شي په پایله کې به خپل ځان هلاک او ځان وژنه وکړي، یاده اروایي کډوډي په مېرمنو کې ډېره لیدل کیږي ځکه مېرمنې ضعیفې او د نارینه وو په پرتله لږه وړتیا لري البته تر کومه ځایه چې خبره زموږ په افغاني ټولنه پورې اړه لري کنه د نورې نړۍ ښځې کمزورې او ضعیفه نه دی.
دا کسان ځان بې حسه احساسوي او د خپل ځان او شاوخوا نړى څخه لرې وي له همدې امله ځان ځورونې ته مخه کوي، دا کسان نشي کولى په اسانه خپلو اړتياوو ته ځان ور رسوي مازوخيست کسان د سادیسمي کسانو په لټه کې وي ځکه مازوخيستي کسان آزار او زيان غوښتونکې دى او ساديسمى کسان آزار او زيان رسونکې او اوس اوس چې خواله رسنۍ پيدا شوي د دغو ډلو ټپلو ډېرېدو ته ډېره زمینه چمتو شوي او برابره شوي آن په دې اړوند مشهورې سینماګانې فلمونه هم جوړوي.
د مازوخيستو کسانو لپاره هپنوتيزم درملنه بهترينه درملنه ده، د مازوخيسم پايله تر ساديسمه ډېره ګواښمنه ده، د هغو کسانو لپاره چى خطرناکه او سخته ځان ځورونه ولري جنسى وهم او کړنو کمولو لپاره درمل ورته وړاندزېږي، اروايي درملنه، هيپوتراپي او هپنوتيزم د مازوخيسم لپاره ښې درملنې شمېرل کیږي.https://youtu.be/H8najpnAdWQ
پایله: کولی شو ووایو چې د مازوخېزم ګډوډي فردي زیانونه لري او ددې زیانونو د کنټرول په موخه باید ددې ناروغۍ د راښکاره کېدو سره سم درملنه شي او به اړوند یې متخصص ارواپوه ته مراجعه وشي.