له چاپیریال سره د ژوندیو موجوداتو او بیا انسان توافق یو اړین شرط دی همدارنګه که په دې ساینسي اصل کې د چاپیریال پر ځای په یوې جغرافیې کې د خلکو پر سر واکمن نظام راواخلو او ووایو چې له یو حکومتي واکمن نظام سره توافق د ټولې جغرافیايي محدودې کې د اوسیدوونکو لپاره یو اصل دی او باید توافق ورسره وکړي، نو پرته له شکه چې به مو خبره پر ځای وي. خو دا چې له یو واکمن نظام سره څوک په مخالفت کې واقع کیږي او د کوم غبرګون د ښودلو نیت کوي، نو ددې ډول عناصرو سره یا د خبرو له لارې جوړجاړي اصل څخه کار اخیستل کیږي او یا هم د ورته عمل ښودلو لاره پر مخ وړل کیږي.

افغان دولت له تیرې کابو یوې نیمې لسیزې په لویه کې د وسله والو طالبانو او بیا په لږه کې د حزب اسلامي یوې محدودې مخالفې ډلې سره هم د سولې غاړه پرانیستې او هم یې جګړه کړې ده او دا چې اوربند د سولې یوازینی شرط دی؛ نو افغان دولت دا هڅه هم کړې خو مقابل لوری دې اصل ته هیڅ پام نه کوي او د سولې سفیرانو په ټوپیو کې بمونه او په چاودیدوونکو توکو سمبال واسکټونه رالیږي، چې دا چاره یوازې د طالبانو په نوم لویې مخالفې ډلې ترسره کړې ده او د اسلامي حزب دریځ بیا یو څه نرم ښکاري.

له څه مودې راهیسې د افغان دولت یادې مخالفې ډلې چې په اوسني نظام کې هم پراخ نفوذ لري د سولې خبرو لپاره کابل ته خپل استازی رالیږلی دی. دغه مخالفه ډله د شلمې پیړۍ وروستۍ لسیزې کې د نورو جهادي کړیو په څير له خپله ځانه کارنامې پرایښي دي. د حزب اسلامي مشر سره له یو کم شمیر هم نظره حزبیانو دا مهال د پاکستان په شمشتو کې دی او وخت نا وخت یې له محدودو ځانګړو رسنیو سره د مرکو په اړه خلک خبریږي، خو یاد مشر تر اوسه له افغان دولت سره د سولې لپاره نه کوم ځانګړی دریځ خپل کړ او نه یې هم چا په انځوریزو مرکو کې د پخوا په څیر مسکا په شونډو ولیده.

د حزب اسلامي په نوم سره ویشل شویو ډلو د ارغندیوال ، قطب الدین هلال ، قاضي محمد امین وقاد او نورو په مشرۍ د تیرې یوې نیمې لسیزې په اوږدو کې خپل ځانونه راڅرګند او هر چا د حزب اسلامي په نوم د مشرۍ اعلان کاوه او دا هغه څوک وو چې په نظام کې یې پراخ نفوذ درلود او تر اوسه د لویو دندو خاوندان دي؛ خو په وروستیو کې چې د پخواني حزب اسلامي زاړه شمشتو څخه له افغان دولت سره د سولې خبرو لپاره استازی راولیږه او خبرونه خپاره شول، چې ګلب الدین حکمتیار غواړي د سولې لاره خپله کړي، نو د ټولو ویشل شویو او متفرقو حزب اسلامي په نوم ډلو مشرانو دریځونه بدل شول او څرګنده یې کړه چې ددوي مشر حکمتیار دی او راتګ ته یې له ډيرې خوښۍ دومره خوښ دي چې په عامه اصطلاح په کالو کې نه ځاییږي او په دې سره یې هماغه د مؤمن خان په ښامار کې د تورو سرو کولو کار وکړ، خو دوي په دولت کې د شته ځایګي سره سره بیا هم د مخالفې حزب اسلامي په نوم له زاړه مشر څخه دومره په ویره کې دي چې د هغه پیر له امر پرته به د اعلان کړي خپلواکیت سره یا د خدای غضب پرې را نازل شي او یا به د زوړ زړه نا زړه پیر په راتګ سره ددوي کړیو اعمالو ته په غوسه شي او و به یې وژني؟.

پرته له شکه که چیرې د دوي له خپل یاد پیر څخه په زړه کې دا ویره وي چې کابل ته په راتګ سره به ورته په غوصه شي، نو تر یو ځایه یې ویره پر ځای ده، خو دا چې د شمشتو میشتې حزب اسلامي ډلې ځانګړي استازي د پخواني ولسمشر کرزي او بیا په اوس نظام کې په لوړو څوکیو ناست او تر ډیره بریده د اصلي شمشتو میشتې ډلې لپاره کار کوي، نو بیا یوازې د هغو ویره پر ځای ده چې د تیرې یوې نیمې لسیزې کې یې بشپړ خپلواکیت اعلان کړی ؤ او بیله کړای شوې ډله یې له تیرې یوې نیمې لسیز راهیسې افغان دولت سره د عدلیې په وزارت کې د یو ګوند (حزب اسلامي یا اسلامي حزب) په نوم ثبت ده. خو دا چې پیر به خپلو دې مریدانو ته د سرکشه کیدو نوم ورکړي او ورته غوسه به شي او که نه هغه به وخت په ډاګه کړي، خو اوس راځم دې له یادې مخالفې ډلې سره د پیل شویو نا څرګندو خبرو اغیزې په اړه لنډې اشارې ته.

د جهاد په لسیزه کې چې کوم اعمال ټولو جهادي کړیو تر سره کړل له مثبتو یې منفي اړخونه د فیصدۍ په کچه د دوي او یا بل هر بهرني مسلمان او نا مسلمان له نظره ډیر دي، چې دلته به ترې یادونه هسې د وخت ضایع کول او د لوستوونکو ستړي کول وي. د اسلامي حزب یا حزب اسلامي د شمشتو کمپ کې میشت مشر انجینیر ګلب الدین حکمتیار دا تمه ډیره په سخته کیږي چې له خودخواهۍ څخه دې راټیټ شوی او د شلمې پیړۍ عصري پرمختګونو سره دې چې اسلامي نړۍ هم منلي توافق ولري او تطابق دې ورسره څرګند کړي. ځکه لکه مخکې چې مې کوچنۍ اشاره ورته وکړه بیا هم ددې یادونه کوم چې په دې نړیوال خبر دي، چې حکمتیار هغه څوک دی چې په ژوند چا مسکی نه دی لیدلی او که چا ته مسکی شوی دی نو هغه یې بیا څو شیبې وروسته وژلی دی؛ لکه میرویس جلیل چې په افغانستان د ژورنالیزم په ډګر کې لومړنی شهید، چې پوښتنې یې په جزي ډول د حکمتیار نه وې خوښې شوې، نو ورته مسکی شوی ؤ او کابو نیم ساعت وروسته حزبیانو وواژه. بله دا چې تر اوسه پورې په نویو مرکو کې یاد مشر په داسې حال کې نه دی لیدل شوی چې یا مسکی شوی وي او یا هم د ژورنالیست د کوم پوښتنې ځواب یې په نرم دریځ او اکر کې ورکړی وي.

دده عادي حالت او ژوند سربیره چې په نرم دریځۍ کې چا نه دی لیدلی په جهادي دوران کې هم چې کله یې د ویش له مخې څوکۍ ځانګړې شوه پر څوکۍ نه دی کیناستلی او دفتر ته یې خپل استازی ورلیږلی دی، چې په همدې ډول دده یو شمیر نږدې حزبي ملګري چې د پخواني ولسمشر کرزي سره وو سخت دریځي او انعطاف نه منوونکي دي او وو او نور اعمال یې هم کټ مټ خپل لوی پیر ته ورته دي. خو شته داسې حزبیان چې نرم دریځه او د خودخواهۍ پر ځای یې انعطاف پزیري خپله کړې او تر اوسه پورې چا ترینه سر نه دی ټکولی.

خو ددوي د پیر خودخواهۍ سخت دریځ په اړه د پوښتنې ځواب څرګند دی او هغه دا چې د هغه توقع یا غوښتنه لوړه وه او لوړه به وي. ځکه دی د ارګ لویه د ولسمشرۍ څوکي غواړي او یا هم دا چې د بهرنیو چارو ، دفاع یا کورنیو چارو او یا هم نور کلیدي وزارتونو ته تمه لري تر دې راښکته یې که اوس دریځ نرم شوی وي او د سولې له لارې په نظام کې ځانته ځایګی غواړي نو داسې د لاندې ټکو شتونتیا یې شته دی او هغه دا چې :

۱ : حکمتیار د سولې له لارې غواړي له اوسني نظام سره یو ځای او ټولې ویشل شوې ډلې سره یو موټی کړي.

۲ : حکمتیار په اوسني نظام کې د شته نفوذ له لارې غواړي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل ځان نوماند کړي او خپل دوه نیمو لسیزو مخکینی خیال پولاو ته د عمل جامه ورواغوندي او ارګ ته له دې لارې ولاړ شي.

۳ : حکمتیار غواړي د اوسني دوه سره حکومت په څیر د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د برخې اخیستنې له لارې که ولسمشر نه شو، نو د اجرائیه ریاست څوکۍ به یې په برخه شي.

۴ : حکمتیار غواړي کلیدي وزارتونه د خپل حزب کړي او په راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو کې خپل ځان او نور حزبیان د ولایتونو او ولسوالیو په کچه کاندید کړي تر څو په ولسي جرګې کې له شپیتو تر اتیا سلنې په خپلولو سره د ولسي جرګې ریاست تر لاسه کړي او له هغې وروسته د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ او پراخ نفوذ لاره هواره کړي.

نو اوس که چیرې له یادو احتمالي نیتونو څخه یې حکمتیار یو خپل کړی وي او یا هم دا چې دریځ یې نرم شوی وي او د پاکستان له استخباراتو او حکومت څخه یې خپلواکي او خودارادیت تر لاسه کړی وي، نو موږ ټول افغانان یې باید دا تصمیم په نیک فال ونیسو او ښه راغلاست ورته ووایو او ټول افغان ولس دې هم په خوښۍ سره دده راتګ ته هرکلی ووایي.

او که چیرې یې په دریځ کې هماغه پخوانۍ سخت دریځي ، ځانغوښتنه ، خودخواهي او د خپلو حزبیانو ته د لوړ مقام ورکول او غوښتنې یې لوړې وي، نو بیا دا د سولې خبرې د بسوګۍ واده وبوله او که حزبیان او پیر یې نه خفه کیږي، نو د نړیوالو ریکارډونو په لوی کتاب کې دې په غټو ټکو دا جمله ثبت شي: (( انجنیرګلب الدین حکمتیار هغه څوک دی چې په ټول ژوند یې نه دي خندلي)). او له دې جملې سره دې یو د ځوانۍ او بل اوسنۍ د سپینږیرتابه انځور ولګوي.

One thought on “آیا د حکمتیار وچ دریځ نمناک شوی؟/ لیکواله : استاد لیمه پکتیانۍ”
  1. واقعآ پر ځاي ليکنه
    دحزب اسلامي پیر هیڅکله دافغانستان دآبادۍ اوسوکالۍ فکر نه پالي، زما یې هغه شعار تل یاد شي (جنګ تا حکومت اسلامي) په کوم جنګ کي چي په میلونهاوو انسانان قتل سوه، مندي بوري سوې، خوندي وراري، میرمني کونډي او کوچنیان یتيمان سوه خو دده نه کوم قریب مړ سو بر عکس یې بچیانو ښه تعلیمونه ترلاسه کړه او د ښه ژوند خاوندان دي
    نوموړې هغه وخت چي افغانستان خپل حکومت درلودۍ دپاکستان چوپړ ته دانګلي وه دسردار داود خان او شاهي نظام په وختونو کښي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *