فضل الحق طاهرزی

د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د مخکینیو دوو ولسمشرانو بوش او بارک اوباما پر خلاف هغه څوک دی چې د افغانستان په اړه تر ډېره پټه خوله پاتې شوی دی. تر دې دمه نه د امریکا سیاستوال په کره ډول پوهېږي چې ټرمپ به د افغانستان په اړه څه اقدام اخلي او نه هم افغان سیاستوال. یوازې افغانستان نه دی چې ټرمپ یې تر دې دمه په اړه څه نه دي ویلي، بلکې د عامه ذهنیت له مخې ټرمپ د بهرني سیاست په اړه ګونګی پاتې شوی، چې د چارو شنونکو بېلابېل تعبیرونه ترې اخیستي. ځینې وایي چې ټرمپ په بهرني سیاست کې کمزوری دی، خو ځینې نور بیا وایي چې ټرمپ په بهرنی سیاست کې د پردې تر شا لوبه کوي او د خبرو پر ځای عمل ته په تمه دی.

مخکې له دې چې ټرمپ د امریکا ټاکنې وګټي، د ((فلج شوې امریکا یا CRIPPLED AMERICA)) په نوم یې یو کتاب ولیکه، د دغه کتاب څلورم څپرکی یې د بهرني سیاست او د سولې لپاره مبارزې ته ځانګړی کړی چې په دې برخه کې یې خپله ټوله بهرنۍ پالیسي بیان کړې ده.

ډونالد ټرمپ د دغه څپرکي لومړنی پرګراف په دې ډول لیکي: ((ډېری مسلکي ډیپلوماتان چې موږ یې د بهرني سیاست په خرابېدو کې راګیر کړي یو، وایي چې زه په بهرني سیاست کې تجربه نه لرم. هغوی په دې باور دي چې بریالۍ ډیپلوماسي د کلونو تجربې ترڅنګ د ډېرو نورو مهمو موضوعاتو زده کړې ته اړتیا لري. دا خبرې نازک خیالي بیروکراتان وایي، وروسته باید عمل وشي.)) د ټرمپ له دې خبرو ښکاره معلومېږي چې ټرمپ تر ډېره د پردې تر شا عملي سیاست کوي، نه غواړي هر څه ووایي. پر بارک اوباما د ده یوه نیوکه همدا ده چې تر کار مخکې به یې کاري پلان تشریح کاوه، هماغه به وو چې مخالفینو به څو چندهاقدامات زیات کړل.

په ټوله کې ټرمپ، د بارک اوباما او بوش له بهرني سیاست سره ډېر کلک مخالف دی. ټرمپ پر دې عقیده دی چې که موږ له هر هېواد سره نظامي مرسته کوو، باید هغوی یې په بدل کې ته اقتصادي مرسته ورکړي. نوموړي د خپل کتاب په همدې څپرکي کې له ایران سره د معاملې، عراق ته د پوځونو د لېږلو، د شمالي کوریا په پولو د امریکایي عسکرو د ځای پر ځای کولو او د کويټ په جګړه کې د امریکا پر ښکېلتیا کلکې نیوکې کړې دي.

ټرمپ د عراق د جګړې په اړه لیکي: ((موږ پر عراق دوه ټریلیونه ډالر ولګول. زه تر اوسه نه پوهیږم چې موږ ولې دغه کار وکړ؟ عراق د تېلو پر سرچینه پروت هیواد دی. آیا دا ناسمه خبره ده چې هغوی باید د خپل راتلونکي لپاره قرباني ورکړي؟ موږ د عراق د خلکو د امنیت او ثبات لپاره پیسې او وینې دواړه ولګولې، فکر نه کوئ، د عراق خلک به له همدې سرتېرو سره د خپل امنیت په خاطر مرسته وکړي.))

نوموړی د کویټ جګړې ته چې صدام حسین برید پرې کړی و او امریکایي عسکر د جګړې لپاره ورغلي وو، داسې اشاره کوي: ((کله چې صدام حسین پر کويټ برید وکړ، ټول مالداره کویټیان خلیج ته په منډه ولاړل. هغوی په وړو ځایونو کې ژوند نه کاوه، بلکې لوی او عصري هوټلونه یې ځانونو ته د استوګنې لپاره نیولي وو. هغوی له چا د مرستې غوښتنه وکړه؟ همدا موږ وو چې د مرستې لاس مو ورکړ. موږ د کویټ د بیرته نیولو لپاره په میلیاردونو ډالر ولګول او خپل سرتیری مو هلته ولیږل، زموږ خلک ووژل شول، ژوبل شول؛ خو عراقیان مو له کویټه و ایستل.))

نوموړی همداراز د سویلي کوریا پر پوله د امریکایي ځواکونو د دېره کېدو په هکله لیکي: ((موږ د شمالي او سویلي کوریا پر پوله ۲۸۵۰۰ سرتېري ګومارلي. هغوی هره ورځ په خطر کې دي. هغوی د سویلي کوریا د ساتنې یوازینۍ وسیله جوړه شوې. د دې کار په بدل کې موږ له سویلي کوریا څه ترلاسه کوو؟ هغوی خپل تولیدات پر موږ په لوړ قېمت پلوري او بیا له موږ سره پرې سیالي هم کوي.))

تر دې ور هاخوا، پر اوباما د ټرمپ توندې نیوکې له دې کبله دي چې ولې یې له ایران سره د هستوي انرژۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی. نوموړی زیاتوي: ((اوباما ولې له ایران سره د هستوي وسلو لویه معامله وکړه؟ دا یو بې مانا کار دی. ایران تر هغه مهاله چې مذهبي متعصبین یې واک ته رسېدلي، یو پياوړی ملت و. تر هغو یې چې دا مذهبي کسان پر واک وي، ایران به زموږ دښمن او د اسراییلو د شتون پر وړاندې لوی ګواښ وي.))

ټرمپ د نورو ملکونو پر وړاندې د امریکا پر بهرني سیاست نیوکه کړې، خو د افغانستان په اړه یې څه نه دي ویلي چې ټولو ته همدا لویه پوښتنه ده. د پورتنیو مخالفتونو تر څنګ ټرمپ دې ته اشاره کړې ده چې دښمن یې څوک دی او د چا پر وړاندې باید وجنګېږي. ده په خپل کتاب کې د امریکا سرې کرښې ته اشاره کړې ده، چې هلته باید د امریکا جنګیالي مبارزه وکړي. نوموړی په همدې کتاب کې د بهرنی سیاست د بحث په ادامه کې تر نیوکو وروسته لیکي: ((کله چې زموږ د ملي ګټو پر وړاندې ګواښ وي، هماغه مهال موږ باید خپل سرتېري جګړې ته ولېږو. ګواښ باید ټولو امریکایانو ته څرګند وي، هغوی باید وپوهېږي چې سره کرښه د نړۍ په کوم ځای کې ده او ولې موږ غواړو، هلته مداخله وکړو؟)) نوموړی په ورپسې مخ کې د امریکا د ملي ګټو پر وړاندې ګواښ ته اشاره کوي او خپل دښمن څرګندوي: ((په نړۍ کې ځینې ځایونه شته چې هلته د سرتېرو د لیږلو جدي اړتیا لیدل کېږي. د داعش ګواښ یو حقیقي ګواښ دی. دا یو نوی ډول دښمن دی او باید مخه یې ډب شي. څومره چې موږ ورته تم کېږو، هغومره دا ګواښ خطرناک کېږي.))

د ټرمپ د پورتنیو څرګندونو په رڼا کې، ایا د نړۍ هغه ځای چې باید امریکایي عسکر جګړه په کې وکړي، افغانستان دی!؟

د افغانستان په اړه د ټرمپ له لږ او ډېرو څرګندونو داسې ښکاري چې دوی افغانستان خپل مرچل ګرځولی او غواړي له همدې ځایه خپل رقیبان او دښمن په نښه کړي. ټرمپ په دې اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي چې موږ یې په رڼا کې ویلی شو، د ټرمپ لپاره افغانستان سره کرښه دی او همدلته جګړه جاري ساتي. ټرمپ د همدې کتاب په ورپسې پرګراف کې د افغانستان په اړه لیکي: ((په حقیقت کې اوباما او ملګرو یې چې لویه تېروتنه وکړه، هغه له عراق او افغانستان څخه د وتلو د مهالوېش اعلان و. کله چې پوځي سلاکاران سلا ورکړی، موږ یې باید محدود کړو، بیا د جګړې لپاره پر ځمکه د اړتیا وړ سرتېري پریږدو. موږ باید له هوایي ځواک څخه کار اخیستی وای چې د داعش لپاره په سیمه کې پټنځایونه نه وای موندل شوي. زموږ هغه پالیسي چې باید امریکایي سرتېري په افغانستان کې د سلاکارانو په توګه پاتې شوي وای، ناکامي ده.))

د دې تر څنګ ټرمپ د ولسمشرۍ پر لومړۍ ورځ په افغانستان کې د بګرام د امریکایي اډې له چارواکو سره په ویډیویي خبرو کې، په افغانستان کې پاتې سرتېري اتلان وبلل او له دوی یي غوښتنه وکړه چې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. تر دې یوه ورځ وروسته امریکا اعلان وکړ چې افغانستان ته ۳۰۰۰ نوي عسکر لېږي. نن امریکایي ورځپاڼو خبر ورکړ چې ټرمپ د ایران، عراق او سوریې په ګډون له ډېری هېوادونو څخه د کډوالو پر راتګ بندیز ولګاوه، خو افغانستان د دغه هېوادونو په لېست کې نشته.

له دې داسې برېښي چې ټرمپ په افغانستان کې د پاتې کېدو، او د افغانستان د جګړې د اوږدوالي پلان لري، ځکه د داعش د شتون ترڅنګ د امریکا درې سټراټیژیک دښمنان د افغانستان شاوخوا موقیعت لري چې ایران، چین او روسیه دي. د ایران په اړه مو مخکې خبرې وکړې، د چین او روسیې په تړاو ټرمپ د همدې کتاب په ۶۹م مخ کې داسې لیکي: ((په دې کې هېڅ پوښتنه نه پیدا کېږي چې چین به د روسیې په ګډون زموږ لپاره اوږدمهالی چلنج وي.))

له پورتنیو ټولو څرګندونو همدا پایله ترلاسه کېدلی شي چې افغانستان د امریکا لپاره سره کرښه او د جګړې مرکز دی. دا چې افغان حکومت به د امریکا له شتون څخه څومره ګټه واخلي؟ د عامه وژنو لړۍ به په کومه کچه لوړه شي؟ پاکستان به منزوي شي که نه؟ امریکا ته د ورکړل شویو امتیازونو پر وړاندې به موږ پیاوړی افغانستان ودرلودی شو او کنه؟ زموږ حکومتولي، هوښیارتیا، په لوبه کې لوبېدل او وخت به یې ځواب ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *