نن سبا له شتمنه تر غریبه، له کلیواله تر ښاري او له ولسمشره تر عادي وګړي ټول د ساینس پر مټ له را مینځ ته شویو آسانتیاوو‌څخه په یو ډول نه یو ډول ګټه اخلي، هغه چې د ساینس په ارزښت پوهیږي هڅه کوي چې د ساینس او ټکنالوژي له پرمختګ سره ځان عیار کړي او یا هم لږ ترلږه دا ومني چې اوس ټکنالوژي په ژوندانه کې یو انتخاب نه بلکې یو ضرورت دی،‌ او د هغو چې سر نه پرې خلاصیږي نو بیا یې ضرورت نه بلکې انتخاب بولي.‌د ټکنالوژی کارول خپل ځانګړي اصول لري چې که چیرې دا اصول په پام کې ونه نیول شي نو د ګټې په پرتله یې تاوان ډیريږي.‌همدارنګه د ډیری ټکنالوژیو کارونه په یوه محدوم وخت پورې تړلې وي چې که چیرې ته هغې زیات شي نو بیا انسان او چاپیریال ته تاوان رسولای شي.

هغه ټکنالوژي چې نن صبا په نړۍ او افغانستان کې ډیره کاریږي هغه مخابراتي ټکنالوژي ده، دغه ټکنالوژي هم د نورو په څیر د کارونې ځان ته اصول لري چې د دغو اصولو په نه پام کې نیولو سره د دې ټکنالوژي کاروونه انسان او چاپیریال ته ګواښ را مینځ ته کوئ. د افغانستان د مخابراتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې په هیواد کې ۹۰ سلنه وګړي له دغې ټکنالوژۍ څخه کار اخلي.

مخابراتي ټکنالوژي تر ډیره بریده د الکترومقناطیسي څپو په مټه کار کوي چې د دغو څپو جذب په پرخه پیمانه او په لوړه انرژي باندې د انسان د وجود انساج داسې زیانمنوي چې آن کیدای شي چې د سرطان لامل وګرځي، خو آیا په مخابراتي ټکنالوژي کې الکترومقناطيسي څپې هم دا ستونزه را مینځ‌ته کولای شي ؟

په ټولیزه توګه هغه الکترومقناطیسي څپې چې د ماورا بنفش څخه لوړه انرژي لري آیونایزکوونکې او هغه چې له ماورا بنفش څخه ټیټه انرژي لري غیر آیونایزکوونکې بلل کیږي.

دا خبره ته اوسه پورې په غوڅ ډول نده ثابته شوې چې د ګرځنده ټلیپون په واسطه کاروونکې څپې په وجود منفي اغیزې لري او کنه خو علمي څیړنې دواړه حالتونه نه ردوي.

په سرطان باندې د څیړنو نړیواله اداره وايي چې د ګرځنده الکترومقناطیسي څپې د ماغزو احتمالي سرطان را مینځ ته کوي.

د اروپا د چاپیریال ساتنې ادارې مشاور داوید ګيي په دې تړاو د دې ادارې لخوا د یوې څیړنې له سرته روسونې وروسته وايي چې”ګرځنده ټلیفونونه ټولنیزې، اقتصادي او چاپیریالي ګټې لري خو د ساینسپوهانو ځینې څیړنې دا ښيي چې دا څپې د ماغزو د سرطان لامل کیدای شي نو ځکه باید دا پالیسي جوړولو په وخت کې دا زیانونه له پامه ونه غورځول شي”. خو دا چې ساینس پوهانو ولې دا خبره په آسانه نشي منلای چې د ګرځنده څپې سل په سلو کې سرطان لامل کیږي علت یې دادی چې هغه فزیکي میخانیکیت تر اوسه ندی تشریح شوی چې د ګرځنده څپو او سرطان تر مینځ نیغه اړیکه پیدا کړي. بله خبره دا چې د وړانګو اغیزې آني نه وي او ځینې اغیزې خو دوه تر دری لسیزو وخت نیسي تر څو تشریح کړای شي چې د ګرځنده ټلیفونونو د کارولو لا دومره موده نده شوې.

‌ خو له دې سره سره د سرطان د څیړنو نړیواله اداره او د اروپا چاپیریال ساتنې اداره هیوادونو او پالیسي جوړوونکو ته ځینې “د پاملرنې وړ اصول” لري. دغه د پاملرنې وړ اصول په هر حالت کې حتمي ندي خو که چیرې په هیواد کې کومه ساینسي اداره یا ساینسپوهان یا عام وګړي د څپو له اغیزو شکایت ولري نو د څپو د انرژي او کچې د را ټیټولو لپاره باید اړونده ادارې دغه اصول تطبیق کړئ.

دغه اصول دا هم وايي چې هیوادونه باید د مخابراتي ټکنالوژۍ د وړاندې کولو څخه مخکې وګړي له دې شانته احتمالي زیانونو څخه خبر کړي. د بیلګې په ډول ماشومانو ته باید وویل شي چې ګرځنده ټلیپونونه خپلو ماغزو ته نږدې ونه نیسي، لویان باید په یوځل له ۱۵ دقیقو څخه زیات غوږۍ یوه غوږ پورې نښتې ونه نیسي، له سر څخه د غوږۍ لرې نیول کیدای شي د دغه زیان کچه را ټیټه کړئ، هڅه دې وشي چې په ۲۴ ساعتونو کې تر یو ساعت زیاتې خبرې ونشي.

په پایله کې باید وویل شي چې هیڅ یوې ساینسي څیړنې دا نده ښوولې چې ګرځنده ټلیپونونو کارول د ماغزو سرطان را مینځ ته کوي خو دا یې په اثبات رسولې چې د زړه ناروغانو ته د ګرځنده کارول خطر ناک دي خو خپله څپې د زړه تکلیف نه را مینځ ته کوي. همدا راز هیڅ یوې څیړنې دا هم په غوڅه توګه نده ثابته کړې چې ګرځنده ټلیفونونه هیڅ ډول زیان نه لري.‌

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۴) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۳\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *