سباون
پښتانه د برتانوي هند د واکمنۍ له مهاله تر ننه د یوې فلسفې قرباني شوي، هغه دا چې ددې قوم توحید او یووالی باید له منځه یوړل شي څو د اسیا ولجه کولو ته لاسرسی اسان شي او په دې کار کې د پاکستان رامنځته کېدل د یو جلا هېواد په توګه خورا اغېزمن تمام شول.
د پاکستان په تاریخ کې پدې وروستیو کې یو شمېر داسې مشهورې څېرې د خلکو په یاد پاتې شوي، چې شالید یې خورا دوه رنګی او پر بشر د زړه سواندۍ له کبله خورا کړکېچن دی.
ذوالفقار علي بوټو، جنرال ضیاء الحق، جنرال اختر، کرنیل امام، نصیر الله بابر، غلام اسحق خان، بینظیر بوټو او نور… چې نواز شریف هم ددې لړۍ یوه مهمه کړۍ ده، هاغه کرکټرونه دي، چې د افغانستان د تاریخ، جغرافیې او هویت سره یې برالا دښمني وکړه؛ اما دا دښمني یوازې د افغانستان دننه خلکو سره نه وه، بلکې دا دښمني د لرې پښتونخوا د مېشتو پښتنو قومونو او ټبرونو سره هم وه چې له هر ډول حقونو څخه یې د ازادو قبایلو په نامه بې برخې کړي و، یعنې د مدنیت یا سیولایزیشن څخه یې د پښتنو لرې ساتل یوه مهمه ستراتیژي وه او تر اوسه هم ده او موږ وینو چې په پښتنو سیمو کې د قبایلو او ایجنسیو په نامه دولتي قوانین او د دولت له امتیازاتو څخه د خلکو برخمنتیا د نشت برابر ده. دغه کار په قصدي توګه روان دی څو پښتانه د واک تر ګدۍ د رسېدو جوګه نشي.
د هند او پاکستان تر جلا کېدو وروسته دواړو هېوادونو سره د یو او بل د نفوذ په اړه ډار موجود وو او دې ډار څو څو وارې دواړه هېوادونه نښتو ته سره برابر کړل. دا چې پاکستان د یو غیر منطقي ترکیب په اساس رامنځته شوی و، چې پکې پښتون، بلوچ، سندهي، میواتي، ګجر، سرایکي او پنجابیان شامل دي ورسره د هندو لږکیو او ځایي مهاجرو، هزاره، بټ او نور خېلونه مېشت دي او پاکستان یی تشکیل کړی دی، نو انګریزانو هماغه مهال واک پنجاب ته ورکړ، چې د پاکستان د توحید ساتنه وکړي او د همدغې فلسفې له مخې تر ننه پنجاب لګیا دی د هر هغه چا د سرکوبۍ هڅه کوي چې دده واک له خطر سره مخامخوي.
البته پښتانه د پاکستان په قومونو کې د اکثریت لرونکي قوم په توګه د پنجاب واکمنۍ ته یو ګواښ کېدای شي، نو ځکه پنجاب تر ټولو زیاته سرمایه ګزاري پدې برخه کې کوي چې د پښتنو په خلکو د سواد او لوست ګراف راټیټ شي او د پښتنو په ټبرونو کې د برجسته رجالو د ډېرېدا مخه ونیسي، تر اوسه لا پښتون بچي په پاکستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړو حق ندی ترلاسه کړی او ټولې زده کړې په اردو او انګریزي ژبه ترسره کوي.
ددې یو ستر علت دا هم دی چې پښتو د علم ژبه نده او همدا راز په پښتو ژبه کې هلته چاته ډوډۍ نه پیدا کېږي او د غنم او ډوډۍ واک له اردو سره دی، نو ځکه پښتانه هم په اردو د زده کړه او تعمیم کې لېوالتیا لري.
د یادې فلسفې په تقاضا د ترهګرۍ په نامه جګړه کې پاکستان د امریکا ترڅنګ ودرېد او په دې کې یې ستره ګټه داوه چې له یوې خوا له امریکا څخه د پښتنو سیمو د نا امنیو د کنترول په نامه باج و خراج واخلي، بلخوا به پښتانه نړۍ ته ترهګر او نا متمدنه خلکو په حیث ورمعرفي کړي او د اړو دوړ په پایله کې به پښتانه په پرېمانه کچه په وژنو او بندیانولو سره راکم او تیت وپاشان شي، ترڅو د پنجاب واکمنۍ ته ورپېښ ګواښ له منځه لاړ شي.
عجیبه خبره داده چې ددې پالیسۍ لپاره پاکستان تر پنجابیانو ډېر پخپله پښتانه وکارول او نن هم هماغه پیر دی او هماغه مریدان.
د پاکستان په دننه کې د پنجاب د واکمنۍ خیال هر واکمن ساتلی که هغه پنجابی و، لکه بوټو او نواز شریف یا پښتون وي لکه غلام اسحق خان، نصیرالله بابر، کرنیل امام، حمید ګل او یا سندهی وي لکه اصف زرداري او یا نور… خو د نواز شریف همدردي د پنجاب د واکنۍ فلسفې سره بیا د وینې د شراکت څخه هم سرچینه اخلي، ځکه دی په خټه هم پنجابی دی او تر ټولو زیات پنجاب ته وفادار دی، دده یوه خبره ډېره مشهوره شوې وه، چې ویل یې ما د پاکستان په تاریخ کې خپل هېواد ته تر ټولو ستر خدمت کړی او هغه دا چې د افغانستان پیاوړې اردو مې ماته کړه او نظام مې یی ور ړنګ کړ.
نن هم د همدې فلسفې دغه لاروی پاکستان کې واک ته رسېدلی او د پښتنو په سیمو کې مرګ ژوبلې ورځ تر بلې ډېرېږي، تازه تازه د خیبر او پاړا چېنار ناورینونه، سوات، باجوړ، تیراه، اُرکزیي، وزیرستانونه او نور یې ښې بېلګې دي.
د پښتنو وژنه پرته له دې چې د پنجاب د کورنۍ او بهرنۍ پالیسي کډ ناکاره ټکی دی بل ډول نشي تعرېفېدای.
په ټولیز باور د پاکستان له خوا پر پښتنو د داسې غیر انساني پالیسیو تطبیق له نړېوالو هم پټ ندی، خو دا چې ټوله نړۍ د پښتنو پر بده ورځ چوپ ده ددې معنی لري چې پښتانه له ژبې او اوازه دومره لویدلي، چې وژل کېږي خو آه یې نه خېژي او خلک دې ټولو نا دودو ته د ټوکو او سیاست په سترګه ګوري.
په لره پښتونخوا کې د پښتنو زنځيري وژنې، چې په حقیقت کې ددې ټبر د نسل وژنې بدرنګه ستراتیژي ده ورځ تر بلې زیاتیږي او دا لړۍ د نواز د حکومت په راتلو سره نوره هم توده شوې ده. د پښتنو په سیمو کې د پاکستانیو ملېشو تفتیشونه او خلکو ته د عملیاتو په نامه مرګ ژوبلې اړول دومره سپین سترګۍ ته رسیدلي دي، چې هره ورځ په لسګونو کسان وژل کېږي خو څوک ورته له ډاره د مه کوئ غږ نشي کولای.
ددې پښتنو د وژنې پړه د بشري حقونو پر نړېوالو ټیکه دارانو ورلوېږي، ځکه دوی دا هرڅه ویني، مګر په اړه یی هېڅ غبرګون نه ښيي او تاریخ هم دا فاجعه نشي هېرولای، بالاخره د نړۍ زبرځواکونه او د هغوی ړانده کاڼه ولسونه به ارو مرو یو وخت ددې زجر اجر وګالي، ځکه زموږ ایمان دی چې منافق او کافر به رسوا کېږي او بری به د خدای د مؤمنو بندګانو په برخه وي.
خبره خو یی سمه کړې ده خو مني یې پر چا؟ ولې دا ټول لوی واړه نه پوهیږي چې د نخ سر چېرته دی؟ خو ددا ډول لیکنو په کولو سره دخلکو په شعوري سطحه کې مثبت بدلون راځي او دلېکولا دې هم کور ودان وي او په قلم یی برکت شه چې رالیکې یې او د خپرونکو دې هم چار ښه وي چې د داسې محتویاتو په خپراوي سره د بیان دازادۍ رېښتونې مظاهره کوي .
نصیر احمد اختر زوی
Waya rora che har sa waye khpal de qalam de ao khpala de khula kho zma yawa khabara wawra che da afghanistan da tash pa nama karpohan da laro pukhtano pa masayalo bilkul na pohegee ao na da haqeeqat na khabar dee.Haqeeqat da dai che lar pukhtana pa taleem ao tamaduni aqal ao poha bande da baro pukhtano na ziat sanbal dee.Lar pukhtana da samaji taraqai pa lara kha tez rawan dee.Lar pukhtana da Pakistan pa chowkat ke makh pa taraqai rawan dee.Tasi da punjabiano khabare kawai lar pukhtana da punjabiano ghulaman na dee balke da Pakistan da federation yawa piawarre ekayee dee.Ao da haqeeqat dai che da Afghanistan da hukumatoono da laswahane na laro pukhtano ta der nuqsan rasedale dai ao la hum rasegee.Afghani karpohano la pakar dee che laro pukhtano khabare pregdee balke baro pukhtano ta da Afghanistan pa chowkat ke danna da ghiro pukhtano afghanano sara da hoosedo chal warzda krree ao da agho da mazgho na naslee taasub wobasee.Ka dase wa na krrai no Afghanistan ba charta hum da jangoono na khlas na shee.
! سلامونه هيوادوالو
شه په زره پوري مقاله ده مننه. زه د يو پشتون افغان په صفت په د پوهيدلي يم چه تر سو مونژ پشتانه افغانان يو لاس لكه يهود او نصارا نه شو نو دا د استعمار ناجايزه اولاده به مو په كرار پرينژدي. يا به دا به سره او سامانه پشتانه يو كيژي او يا به په د بي رحمي نابوديژي. د پشتنو افغانانو د يوالي په هيله….،