نن سبا دا خبره ډېره اوړي راوړي چې ايا زمونږ په ټولنه کې الحاد او له اسلام نه انکار شته او که نه؟
ډېر داسې خلک چې ځان ته د دين خواخوږي او دينپاله وايي هغوی فکر کوي چې په ټولنه کې الحاد ډېر دی خو زما په فکر او تحقيق زمونږ ټولنه له الحاد او دين انکارۍ نه پاکه ټولنه ده، بلکې له دين سره ډېره مينه لري خو له دې سره سره جهل او ناپوهي هم په کې زياته ده، نو په همدې وجې د ګناه ارتکاب ته هم خلک د الحاد او کفر په سترګه ګوري او داسې خلک هم شته چې د خپلو غلطو موخو د پوره کولو لپاره او د خپلې جنګخوښې مفکورې د تغذيې لپاره زمونږ ټولنه په الحاد تورنوي.
هو په ډېر کم شمېر کې کسان شته چې هغوی الحاد ته مخه کړې ده، هغوی برالا او په څرګند ډول د خپلې دغې ګنده نظريې پرچار کوي او دغه ډول کسان زياتره له هېواده بهر دي. يو بل شی چې بايد دقت ورته وشي هغه زمونږ د هېواد د شرف، وقار او ځمکې دښمن په مختلفو نومونو او ګروپونو د ټولنيزو شبکو داسې پاڼې او حسابونه جوړ کړي دي چې په هغو کې په پښتو او دري ژبو د الحاد خبرې کېږي او ورسره يې ملي بيرغ او ملي اردو تصويرونه په پروفايلونو زوړند کړي وي، نو عام خلک فکر کوي چې دا کوم رسمي ادرس دی او په دې ډول د دښمن موخې کاميابۍ ته رسېږي، ځيني ملحدان هم شته چې هغوی هم دغه ډول کارونه کوي او نقصان يې زمونږ ټولنې ته رسي، دغه ملحدين هم زمونږ له ټولنې او هېواد سره مخلص نه دي، د هغوی خپلې بدرنګې موخې دي چې زمونږ ټولنه نوره هم له مشکلاتو سره مخامخ کوي.
د الحاد په هکله دلته یوه بله خبره هم شته او هغه د تکفیر او خوارجتوب فکر دی، دغه خلک عموما په ګناه او دون کفر عمل باندې هم خلک کافروي، دغه خلک پر خپلې ټولنې سخت بدګمانه دي او له ځان پرته ورته هر څوګ کافر او یا غټ مجرم ښکاري، بله خبره چې خلک يې په تشویش او اضطراب کې اچولي دي هغه د دین پلوه ډلو اعمال دي، تاسو وګورئ د طالبانو دوه ډلې یو له بله سره وژني، د کافر او یا غټ مجرم خطاب ورته کوي. طالبانو له حزب اسلامي سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په کراتو کراتو نښتې کړي دي او یو بل يې سره وژل او اوس هم طالبان حزب اسلامي ته د یوې منحرفې او ګمراه ډلې نسبت کوي، بل اړخ ته طالبان او داعش سره اخته دي او یو بل ته د کافر نسبت کوي او یو بل سره وژني، نو زمونږ په هېواد کې خو همدا ډلې دي چې ځانونه د دين نماینده او وارثان ګڼي، نو چې د دوی دا حال دی اوس عام سړی به څه فکر کوي؟
يو بله خبره چې ډېره ځوروونکې ده هغه د جنګي ډلو له خوا په عامه ځايونو کې ځانمرګي بريدونه دي، په بازار او د ګڼې ګوڼې په سيمو کې د ميزايلو او د هاوانونو ورول دي چې عموما په کې عام خلک مري او دغه جنګي ډلې يې په ډېر وياړ سره مسؤلیت هم مني، پر لمانځه ولاړو خلکو باندې وژونکي بريدونه کوي او دې کار ته بيا اسلام هم وايي، نو په دې کارونو سره هغه خلک چې شعوري یا غیر شعوري له دینه لیرې دي هغوی د دغو کارونو ټوله پړه پر دين وراچوي او په دې حساب له دین نه بېزاره کېږي.
پاتې شوه د دیموکراسۍ او سیکولرزم خبره نو په هند کې دغه دواړه شته خو د دې باوجود مسلمانان هم د خپل فکر مطابق په دين کې پاخه دي او نامسلمانه خلک لکه هندوان، نصرانیان او داسې نور لګیا دي د ډاکتر ذاکر نایک او نورو داعیانو په لاس اسلام قبلوي، په اروپا او امریکا کې هم دیموکراسي تر اخري سرحده ده خو خلک بیا هم اسلام قبلوي، او په هغه هېواد کې چې دین پالان يې ځانونه تر ټولې نړۍ ښه او پاخه مسلمانان ګڼي؛ هلته ترې روان دي خو حقیقت دا دی چې دلته خلک له اسلامه بېزاره نه دي، د دغو ډلو له اعمالو بېزاره دي، ملت مسلمان دی او خلک مسلمانان دي او که په محدود شمېر کې څوک ملحد شوي دي والعیاذ بالله نو په دغه کار کې د دغو ډلو برخه کمه نه ده، دوی دې په خپل طرز العمل غور وکړي، په دې هېواد کې خو اوس بیرغي کمونستان هم لګیا دي بښنه غواړي، تبلیغیان شوي دي او زامن لوڼه يې حافظان دي، نو د الله خاطر وکړئ مسلمانان مه تکفيروئ!
سلامونه
ورور مولوي عبدالولي صیب ، رښتیا وایۍ .
لکه(چو کفر از کعبه برخیزد کجا ماند مسلماني؟)
او (اسلام پخپل ذات کښې هیڅ عیب نه لري، هر عیب چې دی زمونږ په ځینو مسلمان نما ګانو کښې دی)!!
دا ځینې شیاطین جن و الانس چې بیا د پردیو د جاسوسۍ طوقِ-لعنت هم غاړو کې وشرنګوي ، هغه د رښتینو مسلمانانو او یا بیوزلو او جاهلو مسلمانانو او اولادې پسې داسې د سر-چوک آوازې خپروي لکه مثال ېې د مردان شهید مشال خان او د کابل شهیده فرخنده ا.د.ن. چې عاملین به ېې الله تعالی تحت السقر ته ولېژي ، (یآیهالذین آمنوا اصبروا و صابروا و رابطوا…الآیه )صدق الله العظیم.