د خلکو پوهنتون یا University of the People (Uopeople) په ۲۰۰۹ زېږدیزکال کې د امریکا په کلیفورنیا ایالت خپل کار پیل کړی دی. هرڅوک کولی شي چې له خپل کور او کلي نه په کې درس ووایي. د خلکو پوهنتون(UoP) یو نړوال پرلیکه یا آنلاین امریکایي پوهنتون دی چې د ۱۵۰ هیوادونو تر ۱۷۰۰ زیات محصلان په کې لوړې زده کړې کوي.

دا پوهنتون په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا دې لېرې لارې زده کړو نړویوال کمیسیون  (DEAC)له خوا تائید شوی، او جواز يې لاسته راوړی دی. مانا یې دا ده چې دا پوهنتون د امریکا او نړۍ په کچه منل شوی پوهنتون دی. د پوهنتون درسې کړنلاره خورا پرمختللې او د ټولې نړۍ به کچه ځانکړې ده.

دا پوهنتون د نړۍ یوازینی غیر انتفاعی پر لیکه پوهنتون دی چې پر ټولو نړیوالو معیارونو سمبال دی. د خلکو پوهنتون  (UoP)د اوس لپاره یوازې کمپیوټر ساېنس او تجارت په برخو کې دوه کلنه دوره چې ورته اسوشیټ ډیګري  (Associate Degree)او څلور کلنه بچلر ډیګري (Bachelor Degree)، چې موږ ورته لیسانس وایو، درسونو پر مخ بیايي. خو په لنډه موده کې تمه ده چې د ماسټرۍ برخه هم فعاله شي. او نورې څانګې هم پکې زیاتې شي.

افغان زده کوونکي که په افغانستان او یا بهر کې وي ټول کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه پوهنتون ته واستوي. د خلکو پوهنتون  (UoP)هدف دا دی چې هر هغه څوک چې دولسم یې پای ته رسولی وي، انګلیسي یې زده وي، یو کمپیوټر او انټرنیټ ته لاسرسی ولري ورته د لوړو زده کړو خوب، ريښتا ته واړوي بې له دې نه چې  د زده کوونکي اقتصادي ستونزې مخې ته خنډ شي.

د خلکو پوهنتون (UoP)ډېر بورسونه لري چې زده کوونکي کولی شي ورته درخواست ورکړي. او که ومنل شي خپلې لوړې زده کړې بې له کوم فیس او مصرف پرته پای ته ورسوي خو هېر مو نه وي چې يوازې هغه کسان چې شرایط یې پوره کړي بورس یا سکالرشيپ ترلاسه کولی شي.

2د خلکو پوهنتون  (UoP)استادان د نړۍ له نامتو پوهنتونونو څخه راځي لکه، هارواد، پرنستن، آکسفورد، کولمبیا او داسې نور. د خلکو پوهنتون  (UoP)یو بل خورا ګټور او ستر چانس دا دی چې هر هغه زده کوونکي چې په دې پوهنتون کې لږ تر لږه یو کال پورې درس ویلی وي او ښه اکډمیک پر مختک ولري کولی شي په وړیا ډول د نیویارک پوهنتون ابوظبی څانکې کې خپلې زده کړې بشپړې کړي خو باید دې نیویارک پوهنتون پر معیارونو برابر وي. نیویارک پوهنتون ابوظبی د نړۍ یو ستر پوهنتون دی چې هر کال یوازې ۳ سلنه زدکوونکي مني.

درسي مهالوېش او نوم لیکنه

د خلکو پوهنتون  (UoP)په یو درسي کال کې پنځه ټرمونه لري چې هر یو یې دوې میاشتې یا نهه اوونۍ وي اته اوونۍ درسونه دي او پر نهمه اوونۍ آزموینه وي. بریالي زده کوونکي بل ټرم یا پړاو ته ځي.

دې پوهتنون ته نوم لینکه څو برخې لري چې په لاندې ډول دي.

۱.د نوم لینکې لومړی پاوړ پرلیکه( انلاین ) دی. تاسو باید د پوهنتون رسمي ویبپاڼې ته ورشئ او یو فورم ډک کړئ. فورم پر شپږو برخو ویشل شوی دی. چې هره برخه یې باید په پوره غور او ځانکړې پاملرنې سره ډک او په پای کې درسي سوابق مو دې پوست له لارې پوهنتون ته ولېږئ.

۲.پوهنتون به تاسو ته د یو برښنالیک په مرسته د سندونو د رسېدلو او نورو پړاونو په هکله خبر درکړي.

 د سپتمبر په میاشت کې د خلکو پوهنتون لومړی ټرم پیلیدونکی دی. نو هر څومره چې ژر کېدی شي نوم لیکنه وکړئ او خپل غوښتنلیکونه پوهنتون ته واستوئ. دا هم د دې پوهنتون د رسمي وېبپانې تړونیwww.uopeople.edu  ستاسو د بریالیتوب په هیله.

درس، به مو دې سیالانو سیال کړي.

هېواد خان شاعلم خیل په امریکا کې میشت افغان محصل.

3 thoughts on “آیا غواړئ په امریکایي نړیوال پوهنتون کې زده کړې وکړئ؟”
  1. ډیره مننه لدی چی خپلو هیوادوالو سره ده د دی پوهنتون په هکله معلومات شریک کړل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *