نصیر احمد نظري
د سویلي اسیايي هېوادونو د حفظ الصحې کنفرانس (SACOSAN) د حکومتونو په مشرۍ یوه داسې غونډه ده چې په هرو دوو کلونو کې یو ځل د سویلي اسیا په یوه هېواد کې ترسره کیږي او د حفظ الصحې په باب د بحث او خبرو لپاره یو فرصت برابروي. په دغو کنفرانسونو کې حفظ‌ الصحه او تر حفظ الصحې پورې اړوند خدمتونه د یوې سیمه‌يیزې اجنډا په توګه مطرح کیږي، اړوند هېوادونو په دې برخه کې یو له بل سره خپلې تجربې شریکوي او د راتلونکو پلانونو په اړه د هر اړخیزو بحثونو ترڅنګ یوې پرېکړې ته رسیږي. 


د یاد شوي کنفرانس موخه په سویلي آسیا کې د حفظ الصحې او حفظ الصحوي خدمتونو د پوښښ او نظافت په باب د پوهاوي د کچې لوړول دي. د حفظ الصحې په باب دغو سیمه‌ییزو ناستو په تېرو کلونو کې وکولی شول چې د حفظ الصحې د خدمتونو د عرضې لپاره په اړوندو حکومتونو کې سیاسي اراده رامنځته کړي او حفظ الصحې ته د یوې مهمې موضوع په توګه وګوري. 


د سویلي اسیايي هېوادونو د حفظ الصحې په کنفرانس (ساکوسن) کې د افغانستان، بنګلادیش، بوتان، هند، مالدیف، نیپال، پاکستان او سریلانکا هېوادونو استازي ګډون کوي. دغه کنفرانس لومړی په ۲۰۰۳ مېلادي کال په بنګلادیش، دویم په ۲۰۰۶ کال په پاکستان، درېیم په ۲۰۰۸ کال په هند، څلورم په ۲۰۱۱ کال په سریلانکا، پنځم په ۲۰۱۳ کال په نیپال او شپږم په ۲۰۱۶ کال په بنګلادیش کې ونیول شو. ټاکل شوې ده چې اووم ساکوسن کنفرانس د روان ۲۰۱۸ مېلادي کال په اپرېل کې په پاکستان کې ترسره شي. 


په اووم درې ورځني ساکوسن کنفرانس کې چې د پاکستان د حکومت په کوربه‌توب ترسره کیږي، د حفظ الصحې په اړه د ځینې لوړ پوړو چارواکیو د ویناوو ترڅنګ، هر غړی هېواد په خپل هېواد کې د څښاک د اوبو، حفظ الصحې او پاکوالی (واش) په باب د خپل هېواد مقاله (country paper) ارائه کوي. په دې سربېره، د کنفرانس په دویمه ورځ تر حفظ الصحې پورې اړوند په اتو تخنیکي علمي/څېړنیزو موضوعاتو باندې بحث او خبرې کیږي. هر غړی هېواد باید د هغې موضوع په باب معلومات (مقالې او څېړنې) راټولې کړي چې د کنفرانس د سکرټریت لخوا ورته ټاکل شوې دي.
له افغانستان څخه په دغه کنفرانس کې د کلیو پراختیا او اطلاعاتو او فرهنګ د وزیرانو، د کلیو پراختیا، عامې روغتیا، پوهنې او ښاري پراختیا د وزارتونو، د یونیسف ادارې او ځینې نورو غیر دولتي موسسو (انجوګانو) د کارکوونکو په شمول دېرش تنه ګډون کړای شي؛ په دې شرط چې دوی د دغه کنفرانس لپاره یوه مقاله برابره کړای شي. 


نو که غواړئ چې د حفظ الصحې په باب په دغه سیمه‌ییز کنفرانس کې برخه واخلۍ؛ د هغو اتو موضوعاتو څخه چې په دغه کنفرانس کې پرې بحث کیږي، د یوې موضوع لپاره مقاله ولیکئ او د کنفرانس سکرټریټ ته یې واستوئ. د دغه کار لپاره تاسې باید لومړی د خپلې مقالې غورچڼ (abstract) چمتو کړئ او تر راتلونکې یوې اونۍ پورې یې د کنفرانس سکرټریټ ته ولیږئ. که مو له سکرټریټ څخه مثبت ځواب ترلاسه کړ؛ بیا نو د مقالې په لیکلو باندې پیل وکړئ. 


د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لاندې لینک له لارې د اووم ساکوسن کنفرانس ویب‌پاڼه وګورئ. 


http://sacosan.com/

2 thoughts on “آیا غواړۍ چې د سویلي آسیايي هېوادونو د حفظ الصحې په کنفرانس کې ګډون وکړئ؟ ”
  1. سلامونه،
    عجبه غوڼده ده د سهیلي آسیا د هیوادونو! تاسو وګورئ له ۲۰۰۳ نه تر اوسه بنګله دیس او پاکستان دوه-دوه ځلې کنفرانسونه نیولي ، مګر د کرزي د وخت بې-کفایته وزیرانو مخصوصاََ د عامه صحت وزیرانو او بیا اوسني چارواکو څه کړي د خلکو د روغتیا او حفظ الصحې د تامین لپاره ؟؟ فکر کوم هیڅ!. غیر له دې چې ورځ تر بلې هوا،اوبه، او حتی دواګانې کګړې شوي ؛ بالايي پرې د امریکايي بادارانو او مضرو ګاوڼډیانو باروتو او بمونو د افغان انسانانو ژوندونونه ترې په ډیره کمه بیعه اخیستي او لا پسې یوم البتر ده!!.
    آیا په دا ۸ ممالکو کې به د کوم یوه وګړي لکه افغانانو هند او پوکستاین ته د تشخیص او تداوۍ لپاره روان وي؟ ؛ او د سرسام آورو مصارفو سربیره ، د ډیریو مړي بیرته راوړل کیږي؟؟.
    وبه ېې ګورو چې دا ځل به څه لاسته راوړنه ولري ، البته که رښتیا وي، او خیالي اعداد او له خیټالوژي احصایی نه وي!!!.

  2. یره زه خوبیخی نه غواړم چې د سویلي آسیايي هېوادونو د حفظ الصحې په کنفرانس کې ګډون وکړم. هغه هم په پاکستان غوندی بی حفظ الصحې هیواد کی. دا معنی دافغانستان څخه به روغ لاړ شم او د چټلستان څخه به ناروغ راشم.

    ځما غریبانه مشوره داده چه په دغه کنفراسونو کی چه کوم بی ساری مالی لګښت کیږی، د دغه مالی لګښت پیسی به مونږ خپلو هغه کارګرو ته ورکړو چه په دا وروستیوغمیزو کی یی ځمونږ د شهیدانو او زخمیانو وینی، زویی او دغوښو پارچی په منظم ډول راټولی کړیدی، او هم یی په دغه ورځو او شپو کی دښار څخه ماتی شیشی، اوسپنی او نورکارونه د پاکۍ اوحفظ الصحې په خاطر سرته رسولی دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *