لیکوال: ویلیام ویر

ژباړه:  مسعود عمر

کله چې د روم ښار اور واخیست، نېرون په آنتسیو ساحلي کلي کې و.  ده په لومړي سر کې خبر ډېر جدي ونه نیو؛ اما کله چې نورو قاصدانو ورته خبر ور وړ، چې اور ټول روم هېره کړی، هغه شپه د خپل حکومت پلازمینې پر لورې وخوځېد.  دی، سره له دې چې له دې ناورین څخه شاک شوی و، چارې یې په ښه توګه اداره کړې او د روم پر بیا جوړونې باندې یې لاس پورې کړ؛ اما د خلکو په منځ کې اوازې خپرې شوې، چې نېرون یې په تاریخ کې پر یو منفور کس بدل کړ. خلکو فکر کاوه چې ده خپله د عیاشۍ او د لیدو  لپاره د یوې نندارې (!) رامنځته کولو له امله روم ښار ته اور ورته کړی، چې د اور لګیدو پر مهال ساز وغږوي.

اګرېپینا خپل ځان یې د نېرون تر څنګ، روم امپراتورۍ کې د دویم ټولواک په څېره کې لیده.  د نېرون د سلطنت په پيل کې ضرب شوې سکې د امپراتور او د ده د مور پر انځورونو باندې ښکلې شوې وې.

اما کله، چې نېرون د امپراتور په توګه په خپل ځای کې مستقر شو، د دولت په چارو کې د اګریپینا له لاسوهنو څخه لږ لږ متنفر شو او د مور له نصحیتونو څخه یې سرغړونه وکړه.

 اګريپینا له نېرون څخه غوښتل، چې له اوسپنیز سوک سره حکومت وکړي او د خاینانو، جنایتکارانو او سیالانو د مرګ له محکومولو څخه یې ملاتړ کوله.  نېرون اعتدال او عفوې ته ترجیح ورکاوه؛ په داسې ډول، چې خپل تر ټولو خطرناکه سیالان به یې د اعدام پر ځای، نورو سیمو ته تبعید کول.

اګرېپينا تمه درلوده، چې زوی به یې له سرغړونې پرته، له دې څخه اطاعت وکړي او کله، چې نېرون وښوده، چې غواړي په خپلواکه توګه حکومت وکړي، دا په خشم راغله.  نېرون ته د اګرېپينا مینه سوکه سوکه پر نفرت بدله شوه.  دا له څو نورو کسانو سره یو لاس شوه او د خپل زوی د وژلو په هکله یې توطیه جوړه کړه؛ په ښکاره یې نېرون ته د وژنې ګواښ وکړ او اعلام یې وکړ، چې برېتانیکوس به یې پر ځای پر پلاز (تخت) کښېنوي.  یوه ورځ د شپې پر مهال، برېتانیکوس په داسې حال کې، چې تاو راتاو کېده، پر ځمکې ولوېد او له دې پېښې څو ساعته وروسته یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

نېرون اصرار کاوه، چې ناسکه ورور یې د میرګي ناروغۍ له امله په دې حال شوی دی؛ اما اګرېپینا او په هغه ځای کې نورو حاضرانو اټکړ کاوه، چې بریتانیکوس ته زهر ورکړل شوي دي.  له دې پېښې وخت نه و تېر شوی، چې نېرون له مخکې پلان شوي ضربې کې، څو وژونکي یې اګرېپینا دوبې ویلا ته ولېږل.  روم، چې له تېرو کلنو څخه د امپراتورۍ د کورنیو له ډاروونکو او وژونکو کسانو سره عادت شوی و، د اګریپینا د وژلو د خبر له آورېدو څخه ولړزېد.  خلکو په ښکاره توګه ویل، چې اګریپینا په روم ښار کې د بدمرغیو لامل وه او په پټه توګه یې امپراتور، یو پست، مور وژونکی او منفور شخص پېژانده.  ټولو منل، څوک چې خپله مور ووژني، کولای شي پر هر بل جرم او جنایت لاس پورې کړي.

مسیحي بلاګردانان

شکه نه کېده، چې د روم ښار ستره اور لګېدنه کې د امپراتور تورنېدل، سوکه سوکه د خپله نېرون غوږو ته ورسېد.  نېرون، محبوبیت ته د سر په بیه اړتیا درلود او دغو شایعاتو، هغه ته یې په ژوره توګه ټکان ورکړ.  دی په سمه توګه نه پوهېده، چې دغه اور لګېدنه په قصدي ډول وه که په تصادفي ډول او که چېرې عمدي وي، تورن کسان یې څوک دي؟ تیګلینوس لومړنی کس و، چې وې ویل، مسیحیان ددې اور لګېدنې تر شا دي.  په روم کې ډېرو خلکو له دې ګيله درلوده، چې ددې مذهب (مسیحیان) ملاتړي د اور په وژلو کې له مرستې رسونې څخه ډډه کړې ده.  د پاولوس تارسوس تر مشرۍ لاندې مسیحیانو په غالبه توګه مریان، بهرنیان او له ټیټ پوړ څخه آزاد شوي کسان یې په خپل منځ کې د غړي په توګه منل.  هغوی، تل د خپله امپراتور او روم ښار په هکله، چې دوی ته یې د دویم بابل حیثیت درلود، د نیوکې په لحن سره خبرې کولې.  ددې مذهب ملاتړو هر ورځ په ټول روم کې، روم پر ضد تبلیغات او لیکنې خپرولې او رومیان، چې لکه یونانیان، بې دینه یا مشرک ول او څو خدیان به یې نمانځنل؛ اما  مسیحیان او د یو خدای مننونکي، هغوی ټول یې ردول.

د روم په څو کلتوریز ستر ښار کې، مذهبي صبر د خلکو پر چلند برلاسی و او د ټولنیزې طبقې کسانو، نژادي او عقیدتي تفاوتونو ته لږ اهیمت ورکول کېده؛ اما مسحیانو د خپلو ګاونډيانو په منځ کې د حکومت دغې تور ته د بې اعتمادۍ او دښمنۍ په توګه لمن وهله.  یوو خدای نمانځنه او د امپراتور له پرستش څخه ډډه کول په ښار کې د ډېرو شخړو لامل شو.  هغوی، چې تر ډېره بریده د نفرت لامل شوي وو، د جنجال رامنځته کوونکو کسانو په توګه معرفي شول، چې موخه یې رومي ژوند دود لړۍ، له منځنه وړل وو.

نېرون، چې د خپلې بې ګناهۍ د اعلامولو لپاره لېواله و، امر يې وکړ، چې ددې اور لګېدنې لامل د څېړنې لپاره یوه ډله رامنځته شي؛ مسیحیان ددې اور لګېدنې د احتمالي شکمنو کسانو  په توګه تر هدف لاندې ونیول شول.  لسګونه عیني شاهدان چمتو شول، چې شهادت ورکړي، چې دغه فرقه نه یوازې د اور وژونکو مرستې ته له ور ډانګلو څخه ډډه وکړه؛ بلکې د هغوی له ظاهره داسې اټکل کېده، چې له دې پېښې خوشاله هم دي.  عیني شاهدانو وویل، ځینې مسیحیان له خوشالۍ څخه په خپلو کالیو کې نه ځایدل.  لاسونه یې آسمان ته پورته کړي وو او په ښکاره توګه یې خوشالۍ کولې.  دوی په دې ګروهه وو، چې یاده اور لګېدنه، د یوې دورې له پای ته رسېدو څخه خبر ورکوي.  ناجي ـ یانې جلیلي عیسی ـ وړاند وینه کړې وه، چې قیامت ورځ به را ورسېږي او په هغه ورځ کې به له ټولو څخه وغوښتل شي، چې خپل ګناهونو رپوټ ورکړي او د هغه علت ووایي.  د اور لګېدنې له پراخېدو سره جوخت، ځینو مسیحیانو په خواشینې توګه آسمان ته سترګې ګنډلې وې او په تمه ول، چې آسمان خلاص شي او له هغه څخه عیسی مسیح ښکاره شي او دوی ملکوت خوا ته هدایت کړي.  پاولوس (حواري بولس) او د مرقس په نامه یو بل مسیحي مشر له خپلو پيروانو څخه غوښتي وو، چې له اور سره جګړه وکړي او د ټپیانو مرستي ته ور ودانګي، اما هلیل تر مشرۍ لاندې ددې فرقې بله څانګه له ټپيانو سره د مرستې په هکله له هر ډول هڅې سره په سخته توګه خپلو پلویانو ته خبرداری ورکړ.

د محاکمۍ پر مهال، هلیل اعلام وکړ، چې دغه اور لګېدنه د عیسی په امر ترسره شوی او د روم عمر پای ته رسېدو لپاره دومره وخت نه دی پاتې.  دی، ښار او اوسېدونکي یې ـ کافران د مسیح په وینا د مړینې مستحق وو، نفرین کړل.  ددې سړي خبرې، جنجال رامنځته کړ.  مسیحیان، چې ددې اور لګېدنې مقصر پېژندل شوي وو، د روم دښمنان معرفي شول او له ځنډ څخه پرته پر مرګ محکوم شول.

ناسم او له تاوتریخوالي سره قضاوت

روم تل له په زړه پورو نندارو څخه استقبال کاوه او همدې علت لپاره پرېکړه وشوه، چې د محکومینو اعدام به د خلکو پر وړاندې او په تر ټولو ښکلې ډول سره ترسره شي.  نېرون سلاکارانو ده ته ډاډ ورکړ، چې د ډلې اعدام به بې له شکه د روم خلکو د روحیې د لوړولو لامل شي.

د اعدام جشن، چې د واټیکان په باغونو کې ترسره کېده، د یوې اسطوره یي موضوع په ډاګه کېدل و.  امپراتور د آپولون کالي یې پرتن کړي وو او پر یوې حرابې سپور د روم پر سړکونو تېر شو.  د محکوم شویو مسیحیانو  ډارونکی پرېټ، ځینې له زولونو او پټې خولې او ځينې نور د ژویو په پوستکو  کې، د نېرون تر شا په حرکت کې ول.  د یونان له اساطیري مېرمنو څخه، لکه ډېرکه (د هیلوس لور او د ولوکوس، تب ټولواک دویمه مېرمنه، چې د آمفیون او زتوس په فرمان له خپل مېړه سره یې، د هغوی د مور آنتیوپه سره د بد چلند له امله په همدې ډول ووژل شول.) د غوايي له ښاخ سره تړل شوي وو، هغومره د ځمکې پر مخ وموښل شول، چې له نړۍ څخه ولاړل.  نېرون ساتونکي پاتې شوي اسیران یې د مرګ له لرګیو سره وتړل، پر بدن یې تیل وپاشل او ټول یې د باغونو په منځ کې، خښ کړل او د شپې له رسېدو سره یې ټولو ته اور ورته کړ او یو یو یې انسان ډوله او عجیب ډوله څراغونو باندې بدل کړل.  د مسیحیان بل شوي جسدونه، تیاره آسمان یې رڼا کړ او د جشن لپاره یې کافي اندازه روښنايي رامنځته کړه.  د هغوی عذاب ډوله نارې او زګروی، د شپې په زړه کې انګازې کولې.  نږدې زر مسیحیان په دې ترتیب سره اعدام شول او دا اعدام، د ځینو نور کسانو د بوختیا لپاره وسیله شوه.  تر هغه وخته پورې، ددې ډول جشن ترسره کېدل سابقه نه درلوده؛ اما امپراتور د خلکو په هکله ناسم قضاوت کړی و.  ډېری خلک د نېرون له وحشي توب او سخت زړه توب څخه و ډار شول.  د عامو خلکو د زوړنو ترلاسه کېدو لپاره د هغه د هڅو پایلې، بلعکس شوې؛ اما نېرون هغومره په خپلو کارونو کې مشغول و، چې دې غبرګون ته یې پاملرنه و نه کړه.  دی، د خپلې نوي ماڼۍ پر جوړونې، چې درې سوه سترې کوټې یې درلودې او ده طلایي کور ونوموله، مصروف و.  نېرون، چې په برخه کې له خزانې ډېرې پیسې ولګولې، د خزانې د خالي کېدو او د ښار د بشپړ دیوالي کېدو لامل شو.

امپراتور سقوط

نېرون له هغې مودې وروسته هېڅکله ونشو کړای د خلکو محبت بیا ترلاسه کړي.  په ۶۷ زېږدي کال کې، روم له یوې سترې کاختۍ سره مخ شو، چې تر ټولو ستر علت یې د امپراطو ډېر لګښت و.  د روم ښار په سړکونو او مشرانو جرګې کې له ده سره مخالفت رامنځته شو او په ولایتونو کې د امپراتور پر ضد ډېرې بلواوې پیل شوې.  نېرون له دغو تودو مسایلو سره، یونان ته یې یو کلن سیاحت پیل کړ او د روم امپراتور ساتنه یې هلیوس ته ورکړ، چې له پخوانیو آزاد شویو غلامانو څخه و.

نېرون د یونان هر سیمې ته یې سفر وکړ، په آمفې کې یې خلکو ته مشهورې نندارمې (ډرامې) په لاره واچولې او په آواز ویلو او حرابه چلوونې کې یې له یوناني سندرغاړیو او حرابه چلوونکو سره د مسابقې لپاره، سیالۍ ترسره کړې.  یونانیان له دې امله، چې امپراتور یې سیمې ته سفر کړی دی، ډېر خوشاله ول.   روم امپراتور په سیالیو کې په پرله پسې ډول بریالی کېده.  ده، له خپلو بریاو څخه بې له دې، چې خپل ذاتي استعداونو ته مدیون ووسي،  خپل ټولنیز لوړ ځای ته مدیون و.  هچا جرات نه کاوه، چې دی تر سیورې لاندې راولي او یا یې په سیالیو کې مات کړي.  د نېرون په نظر غږول او آواز ویل، ټول شیان وو؛ پر امپراتورۍ حکومت کول یې لومړیتوب نه شمېرل کېده.  روم خلکو احساس کاوه، چې روم امپراتور، دوی ته خیانت کړی او هغوی یې پر خپل حال پرېښي دي.  له دې پرته، خلکو ته یې احساس ویل، چې په نورو هېوادونو کې د بې ارزښته زیوراتو د ترلاسه کېدو لپاره سیالیو او مسابقو کې د امپراتور شتون، خپل ځان او روم ښار یې مسخره کړی دی.  رومیان، چې د خوارکي توکو له لږوالي او بهر مېشت امپراتور سره مخ شوي وو، سخت په خشم راغلل.  په دې وخت کې، اسپانیا، ګل (فرانسه) سیمه او افریقا شمال،  د نېرون اقتدار له رسمیت پېژندلو څخه یې سرغړونه وکړه.  له ټولو څخه ناوړه، شایعه شوې وه، چې ګالبا، راتلونکی امپراتور، چې سیاستمدار او لایق سرتېری و، او د نېرون لخوا پر مرګ محکوم شوی و، د ده پر وړاندې یې کودتا په پام کې نیولی و.  هلیوس امپراتور ته زارۍ وکړې، چې هېواد ته راستون شي او په پایله کې په ۶۸ زېږدي کال کې دغې کار ته یې رضایت وښود.  نېرون څو کاله کېده چې امپراتورۍ او خلک یې له یاده ویستي وو او همدې لپاره هره ورځ یې له ملاتړو څخه کسان لږېدل.  د امپراتور اعتبار په جبران ناپذیره توګه زیان لیدلی و.  مشرانو جرګه او پرایتوري (امپراتور ساتونکي) ګارد  هغه ته شا کړ او د تاج او تخت د ترلاسه کولو په هکله د ګالبا له ادعا څخه یې ملاتړ وکړ.  نېرون د امپراتورۍ له مقام څخه معزول او د خلکو دښمن اعلام شو؛ دی لومړنی او ورستی سېزار و، چې دغه عنوان یې ترلاسه کول.

نېرون، چې په دې ډول سره له خلکو څخه لرې او سر تیټ شوی و، پر ځان وژنې یې لاس پورې کړ.  ده د خپل یو منشي اپافرودیتوس په مرسته په خپل ستوني کې خنجر دننه کړ.  دده ورستي کلیمې داسې وي: «عجب هنرمند له ما سره له دې نړۍ څخه ځي!»

ورک شوی میراث

که څه هم نېرون د روم ښار د اور لګېدنې پر مهال ویولن نه غږاوه، اما حتماً د دې ویل چې، ده د خپلې امپراتورۍ دندې د ترسره کېدو پر مهال د ۶۴ زېږدي کال د سترې اور لګېدنې پر مهال یې له ځانه سم فعالیت و نه ښود، په حقیقته توګه به په کار د ناغېړۍ له امله وي.  نېرون د یولیو ـ کلاودیان امپراتورانو په لړ کې ورستۍ امپراتور شمېرل کېده، د لاسته راوړونو پر ځای تر ډېره بریده د جنایاتو او د ناسمو فعالیتونو له امله نوم یې اخیستل کېږي.  تاریخ لیکونکي، په ټوله کې نېرون، د روم امپراتورۍ په تاریخ کې تر ټولو ناوړه امپراتور ګني.

له دې سره نېرون د خپل سلطنت په وخت کې ډېر کارونه پیل او پای ته ورسول.  ده، د ښار له لومړنیو بنسټ اېښودونکو څخه و.  روم یې پر ښکلي ښار بدل کړ.  د نېرون دورې روم، له سترې اور لګېدنې څخه مخکې کلنو روم په پرتله ډېر ښکلی، پاک او کارنده و.  په لوړ لګښت جوړ شوی طلایي کور یې د یو ستر شهکار په توګه زموږ تر پېره پر خپل ځای پاتې دی.  نېرون روم یې د شکل او د کارونې په پام کې نیولو سره طراحي کړ او د هغه ځلېدل یې د خپل سلطنت په دورې کې رامنځته کړ.  د نېرو میراثونه په همدې ډول د معاصر روم په سړکونو او ودانیو کې خپل ژوند ته ادامه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *