ولسي جرګې د خپل کار په موده کې و نه شوای کولای چې د ملت قناعت حاصل کړي . نن که څوک له هر افغان څخه وپوښتي چې په دې نږدې اووه کلنه موده کې د خپلو استازو له کارونو څخه راضي دي؟ د هر افغان ځواب به منفي وي. ځکه ځینو وکیلانو ونه کړای شوای د خپل وکالت په موده کې د خلکو رښتنی استازیتوب وکړي، ددوی په وړاندې د موکلینو نارضایتي ورځ تر بلې په زیاتیدو ده. ولسي جرګې د خپلو ځینو موکلینو د نسبي رضایت لپاره څه موده دمخه یوه احساساتي پریکړه وکړه. ولسي جرګې په یوه بې مخیني ګام کې د هغو وزیرانو د استیضاح پریکړه وکړه چې تر اویا سلني کمه پرمحتیایي بودجه یې مصرف کړې ده. دوی غوښتل د افغان کابینې زیات شمیر وزیران استیضاح او بیا له دندو لیري کړي تر څو وکولای شي د ځینو موکلینو نسبي رضایت ترلاسه کړي.
راځئ وګورو د ولسي جرګې دغه پریکړه څومره موجه ده؟
لومړی باید وویل شي چې ولسي جرګه د افغانستان د اساسي قانون له مخې دا واک لري چې وزیران استیضاح او یا سلب صلاحیت کړي. د اساسي قانون په دوهمه ماده کې داسې راغلي:( ولسي جرګه د ټولو غړیو د شلو فیصدو په پشنهاد کولی شي چې له هر یوه وزیر څخه استیضاح وکړي. که وړاندې شوي توضیح د قناعت وړ نه وي، ولسی جرګه د نه باور د رایې موضوع څیړي. په وزیر باندې د نه باور رایه باید صریحه، مستقیمه او پر پخو دلایلو ولاړه وي، دغه رایه د ولسي جرګې د ټولو غړیو د رایو په اکثریت صادریږي) لومړی خو دا پریکړه ناموجه ده چې د اویاسلنې معیار ټاکل په داسې یوه هیواد کې چې له بې شمیره ستونزو سره مخ دی یوه غیر عملي پریکړه ده. له بلې خوا داسې وزارتونه شته چې لومړیتوبونه یې د پرمختیایي بودجې د لګولو پر ځای نور دي چې باید پر هماغو لومړیتوبونو ټینګار شوی وای چې ددغو کاري استقاموتونو له مخې د بودجې لګښت یا نه لګښت د هغوی پر کار چندان اغیز نه شي شیندلای. بل خوا ولسي جرګې د تیر کال د قطعیې له مخې قضاوت کړی دی چې دغه قطعیه باید په لومړي ګام کې د ولسي جرګې په مالي کمیسیون کې په علمي او عملي ډول سمه څیړل شوې وای وروسته د ولسي جرګې غونډې ته وړاندې شوې وای. بیا وروسته وزیران اومسوول مقامات استجواب شوي وای د هغوی دلایل په دقیق ډول اوریدل شوي وای بیا یې د استیضاح پریکړه شوې وای چې له بده مرغه داسې ونه شول.
له بل لوري د یادولو ده چې پرمختیایي بودجه زیاتره مهمو زیربنایي پروژو ته ځانګړې شوې وي چې باید ورته دمخه پلان او پروګرام جوړ شي تدارکاتي پړاوونه یې د تدارکاتو له قانون سره سم طی شي بیا د شرایطو په پام کې نیولو سره پروژې عملي او بودجه ولګول شي. آخوا دا بودجه اختیاري نه ده زیاتره وخت وزارتونه او مسوولې ادارې ددغو پیسو د په لاس راوړلو په وخت کې له ستونزو او خنډونو سره مخ وي خو ولسي جرګې دا ټول دلایل نالیدلي ونیول او دغه پریکړه یې له بشپړو څیړنو پرته وکړه.
ټول افغانان پوهیږي چې د هیواد دښمنانو په امنیتي او نورو برخو کې څومره ستونزې زموږ هیواد ته راولاړې کړې دي، د هیواد په ځینو سیمو کې امنیتي حالات سخت شوي او د وطن دښمنان نه پریږدي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پرمختیایي پلانونه په لیري پرتو سیمو کې عملي شي. په دې شرایطو کې په کار و چې ولسي جرګه له حکومت سره په تفاهم کې د شته ستونزو په لیري کولو کې مرسته کړې وای خو ولسي جرګې ددې پر ځا ی چې د حکومت د جوړونکو پلانونو په عملي کولو کې مرسته وکړي د تقابل لاره یې غوره کړه د افغان کابینې یو شمیر وزیران یې استیضاح او سلب صلاحیت کړل چې دا په اوسنیو شرایطو کې نورې ستونزې راولاړولای شي. د خلکو هیله داده چې ولسي جرګه د موجودو ستونزو په هوارولو کې د نورو افغانانو په څنګ کې ودریږي او نورې ستونزې زیاتې نه کړي.
د افغانستان ولسی جرګه دیی لمړی خپل ځان اصلاح کړی، دنورو هیوادونو تقلید او نقل دیی نه کوی، ځمونږ وطن وران دی،ځمونږ په وطن کی بی رحمه جنګ روان دی او دغه ناخبره اودملت دوینو او زوو خوړنکی تش په نوم وکیلان فقط او فقط شیطانی او ورانکاری فعالیتونه تر سره کوی
دغه وکیلان همیشه غیرحاضر وی، دغه وکیلان ټوله ورځ په شرکتونو، تجارتونو او دحکومت په ضد دسیسی کوی
زه خو ډیر زیات شرمیږم کله چه دغه درشوت او ډالرو پارلمان وګورم، باور ږکړی چه کله په تلویزون کی دغه ملحوثی قواری راشی زه خپل تلویزون بندووم
داهغه وکیلان دی چه بیسم الله خان یی دکورنیو چارو وزارت څخه لری کړو، او بله ورځ یی د ډالرو په زور داسی رایی
ورکړی چه د دفاع وزیر شو
ډالری پارلمان هیڅ بارلمان