د الله رسول (ص) وایي، کله چې الله تعالی (ج) اراده وکړه چې د الحمد سورت، د آل عمران سورت ۱۸ او ۱۹ ایتونه (شهدالله ….) او ۲۶ او ۲۷ ایتونه ( قل اللهم)، د توحید سورت (قل هوالله احد) او آیت الکرسی ځمکې ته را نازل کړي، نو هغو ټولو ځانونه په الهی عرش پورې کلک کړل، داسې چې د هغوی او د الله (ج) تر منځ پرده نه وه.
هغوی وویل، یا الله ته مونږ له ګناهونو څخه ډک ځای ته او داسې خلکو ته ورلېږې چې ستا له حکمونو څخه به سرغړونه او ګناهونه کوي په داسې حال کې چې مونږ پاک او مطهر یو.
الله تعالی (ج) ورته وویل، زما دې په خپل عزت او جلال قسم وي چې هر هغه څوک چې تاسو له لمانځه څخه وروسته لولي زه به هغوی ته په داسې مقدس ځای کې ځای ورکړم چې د هغه له نعمتونو څخه به استفاده کوي او هره ورځ به ۷۰ ځلې هغوی ته د خپل رحمت په نظر ګورم، او هره ورځ به د هغوی ۷۰ حاجتونه پوره کوم که څه هم چې ډېر ګناهونه یې کړي وي چې په هغو کې به تر ټولو کم یې د هغوی د دعاګانو او حاجتونو پوره کول او د ګناهونو بخښل وي. زه به هغوی ته له هر دښمن څخه پناه ورکړم او د هر دښمن په مقابل کې به د هغوی مرسته وکړم او دا چې د هغوی او د جنت تر منځ مانع به یوازې مرګ وي (یعنې تر مرګ وروسته به جنت ته ځي).
********
عبدالله بن عوف (رض) وایي چې، یوه شپه مې خوب ولید چې قیامت شوی وي او زه یې راوستلم او زما حساب په اسانه خلاص شو. بیا یې زه جنت ته بوتلم او ما ته یې ډېرې ماڼۍ را وښودې. ما ته یې وویل، د دې ماڼۍ دروازې وشماره، ما هم وشمارلې، ۵۰ دروازې یې لرلې.
بیا یې وویل، کوټې یې وشماره، ومې لیدل چې ۱۷۵ کوټې وې. ما ته یې وویل چې دا ماڼۍ ستا ده. له خوب نه چې را ویښ شوم ډېر خوښ شوم او د الله شکر مې ادا کړ.
سهارشو، ابن سیرین (رض) ته ورغلم او خوب مې ورته تېر کړ.
هغه وویل، معلومېږي چې ته آیت الکرسی ډېره وایې. ما وویل هو، همداسې ده، خو ته له کوم ځای نه پوه شوې؟ هغه راته وویل، دا چې دا آیت ۵۰ کلمې او ۱۷۵ حرفونه لري. زه د هغه ځیرکتیا ته حیران پاتې شوم. هغه ما ته وویل، هر څوک چې آیت الکرسی ډېره وایي، په هغه باندې به د مرګ سختۍ اسانې شي.
درنو لوستونکیو، آیت الکرسی او نور پورته یاد شوي کوچني سورتونه او ایتونه لولئ او د ټولو انسانانو د هدایت له پاره دعا کوئ.
یادونه: د العمران سورت ۱۸، ۱۹، ۲۶، ۲۷ ایتونه:
شهد الله أنه لا إله إلا هو والملائكة وأولو العلم قائما بالقسط لا إله إلا هو العزيز الحكيم (18) إن الدين عند الله الإسلام وما اختلف الذين أوتوا الكتاب إلا من بعد ما جاءهم العلم بغيا بينهم ومن یکفر بآيات الله فإن الله سريع الحساب (19)
قل اللهم مالك الملك تؤتي الملك من تشاء وتنزع الملك ممن تشاء وتعز من تشاء وتذل من تشاء بيدك الخیر إنك على كل شيء قدير (26) تولج الليل في النهار وتولج النهار في الليل وتخرج الحي من الميت وتخرج الميت من الحي وترزق من تشاء بغير حساب (27)