تاند- ایرلنډي چارواکي وايي جې تېر کال یې خپلې خاورې ته د ۱۳۹ افغانانو او ۵۹ سوریه والو د ورتګ مخه نیولې ده.

آیریش ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې د ورځې په ګڼه کې راپور ورکړ چې دا شمېره د آیرلنډ د عدلیې وزیر فرانسیس فیتزجرالډ اعلان کړه.

ده همداراز وویل چې د دغه شمېر افغانانو او سوریه والو ترڅنګ د ۲۰۱۵ م کال د دسمبر په ۱۵مه په هوايي ډګر کې د ۴۴ ایرانیانو مخه هم نیول شوي ده.

د ایرلنډ حکومت وايي چې په وروستیو کلونو کې یې تر ټولو زیاته پناه سوریه والو، عراقیانو، افغانانو او ایرانیانو ته ورکړې ده.

د ایرلنډ د عدلیې وزیر، چې د خپل هیواد پارلمان ته یې خبرې کولې، ونه ویل چې د ۱۳۹ افغانانو، ۵۹ سوریه والو او ۴۴ ایرانیانو مخه ولي نیول شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *