لوی افغانستان اونيزه:

د ائتلافي حکومت په اړه د هر ډول جوړجاړي پر ځای چې د راتلونکي حکومت کفایت او شایسته سالارۍ ته سخت زیان رسولی شي، د دویم پړاو ټاکنې غوره انتخاب دی چې مخکښ کاندید ډاکټر اشرف غني باید د ولس دغې غوښتنې ته جدي پاملرنه وکړي. په افغانستان کې د ائتلافي حکومتونو ترخو تجربو ته په کتو سره، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د داسې یوه حکومت رامنځته کول به نامطلوبې پایلې ولري. داسې ویل کېږي چې که احتمالا ټاکنې دویم پړاو ته ځی، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دویم مخکښ کاندید ډاکټر عبدالله، تر ټولو مخکښ کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د دویم پړاو ټاکنو د ترسره کېدو پر ځای د یوه ائتلافي حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

که څه هم ډاکټر اشرف غني احمدزي په دې اړه څو ورځې مخکې رسنیو ته ویلي و، چې د جوړ جاړي او مصلحت پر ځای دویم پړاو ټاکنې غوره ګڼي، خو په نظام کې د واک یو شمېر انحصارګرې کړۍ هڅه کوي چې ډاکټر اشرف غني داسې یوه جوړجاړي ته اړ باسي.

د جوړجاړي او ائتلافي حکومت په اړه عامه غبرګونونه منفي دي او د خلکو اندېښنې یې پارولې دي.

د افغانستان په څېر په یوه هېواد کې چې منظم سیاسي ملي ګوندونه او جوړښتونه نه لري، د واک له مشخصو انحصارګرو کړیو سره هر ډول جوړجاړی کولای شي چې حکومت د تېر په څېر د شایسته سالارۍ پر ځای فساد او بې کفایتۍ ته ټېل وهي.

اوس د دې وخت را رسېدلی، چې نور د شخصي مصلحت پر ځای عامه مصلحت او د ولس ارادې ته درناوی وشي.

که بیا هم د ولس د هیلو خلاف دغه ناکامې تجربې تکرارېږي، نو دا پر ولسواکۍ او او شایسته سالارۍ د خلکو باور ته زیان ورسوي او هېواد به بیا د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د یوه څو تنو مفسدینو لاس ته ولوېږي.

ولس بدلون غواړي او دا بدلون باید حکومتي چارې له نا اهله څخه اهل ته د سپارولو له لارې عملي شي.

3 thoughts on “ائتلافي حکومت، د ناکامو تجربو تکرار”
  1. د مجاهدینو لومړی حکومت د استاد ربانی تر مشری لاندی هم یو مشارکتی حکومت و چی د کابل ښار په ورانی او د 72 زرو بیګناه هیواد والو په وژلو، د ملی اردو په انحلال او د ټولو مدرنو تجهیزاتو او وسایلو په تخریب او یا پاکستان ته په لیږدولو او د هیواد د ټولی هستی او شتمنی په چور او چپاول باندی تمامه شوه. هلته هم د نظار شورا او ملی وحدت ګوندونو او ډلو اییتلاف د نورو مجاهدینو پرضد په جبل سراج کی جوړ کړ او د وخت د حکومت پرضد یی لاس سره یو او داسی جنایت یی وکړ چی د افغانستان تاریخ یی نشی هیرولی. د دوی د ناپوهی او انحصاری لویی غوښتنو په نتیجه کی زمونږ ګران او محبوب هیواد په یوه لویه کنډواله بدل او د هیواد د نفوسو یوه بله برخه هم مهاجرت او کډوالی ته مجبوره شوه . د ملی سوداګرو سرمایی چور ، په صنعتی پارک کی ټولی فابریکی په کباړ بدلی ، د هیواد زیرمتونونه چور او تالان او هیواد په یوی داسی کنډوالی بدل شو چی هر مغرض او مضر جاسوس اوباندینیو استخباراتو مخامخ لاس وهنو ته زمینه برابره شوه. د ایرانی قدس چریکانو د محقق د ملګرو په مرسته او ای اس ای د طالبانو په مرسته د ربانی د سیار اسلامی دولت پر ضد خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ چی په پای کی د قدس چریکانو ماته وخوړه او کولاب او خواجه بها الدین خواته وتښتیدل . طالبانو هم د خپلو بادارانو په مرسته په هیوادوالو پسی دری او قمچینی را وویستلی . د ترور او وحشت فضا یی را منځ ته کړه چی د هغوی حکومت د نړۍ په تاریخ یوه بله تجربه وه چی زمونږ پر خلکو وازمایل شوه چی په نتیجه کی د القاعده د ډلو او فعالیت له امله زمونږ هیواد د امریکا او غربی نړۍ د عسکرو تر پښو لاندی شوه. د کرزی حکومت هم یو مشارکتی دولت دی چی د بصیر سالنګی په شان د مسعود چریک نن زمونږ دهیواد د امنیتی وزارت معین او بسم الله خان په شان ناکامه وزیر د هیواد د ملی دفاع وزیر دی.
    که غواړی چی هیواد بیا په کنډوالو بدل او هیواد وال مهاجرت ته مجبور شی نو بیا د داکتر عبدالله او محقق ایتلاف غوره کړی او بیا د طالب په شان « خود جوش جنبش » ته سترګی په لاره اوسی.

  2. دلوی واکمن په نامه:
    ګران او ښاغلی داکټر صاحب اشرف غنی احمدزی ستاسو له پاک احساس څخه یوه نری مننه کوم کوم دریځ چی تا اوستا تیم نیولی دی په حقیقت که دا خلکو غوشتنه ده او خلک دغه کرغړنی سیاسی غله نه غواړی نور له دغه اشرافی اداری څخه خلک ترپزی رسیدلی دی او زه باوری یم چی کیچرته تاکنی دوهم پړاوته ولاړی هم شی بیا هم بریا ستا او ستا دتیم ده. الله (ج) دله تا سره مرسته وکړی ترڅو دغه ملت له لوی غمیزی خلاص شی
    غبدالهادی سادات

  3. د فغانستان اوسنی نظام خو همدغو مفسدینو تر برید لاندې راوستلایی دی که اتیلافی حکومت جو او نه شی جوړ دغو بدرنګو څیرو خپلې خیټې پرې اچولي خدای ج مو نور د دغو بدمخو څخه خلاص کړی او خدای مو تباه او ترباد کړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *