لس کلن ماشوم په کور کې له خپلو دوو خوندو سره لوبې کولې چې د پلار د خونې د کړکۍ ښيښې ترې ماتې شولې. پلار چې یې کور ته راغی او د خپلې خونې د کړکيو دغه حال يې وليد، سخته غوسه ورغله، ځکه چې دغه کړکۍ یې په نژدې تېرو ورځو کې په خورا درانه لګښت جوړي کړې وې.
د کور په باغچه کې په لرګې پسې وګرځيد خو بيا یې نه موند، ناچاره دباندې پسې ووت او د يوې دنګې پخوانۍ ودانۍ په انګړ کې له پرتو لرګيو یې يو مناسب تراشل شوی لرګی راکش کړ او سيخ کور ته راغی.
زوی يې راوغوښت او پرته له دې چې د جرم د وقوع څرنګوالی ترې معلوم کړي، په لرګي يې د هغه وهل پيل کړل. مور او خوندو یې ډيره هڅه وکړه چې ماشوم د پلار له منګولو وژغوري، خو د پلار په سترګو يې د وينو نزله کيوتلې وه او هيڅ يې غوسه نه سړيدله.
ماشوم يې دومره وواهه چې لرګی پرې مات او دی پرې ستړی شو. ماشوم له ويرې په بړستن ننوت. ټوله شپه یې له خوږو نا ارامه تېره کړه. په خوب کې به بيريده او مور به یې هر ځل لاسونه او پښې په تېلو ورغوړول.
سهار چې ماشوم راپاڅيد، مخ، لاسونه او پښې يې سخت پړسيدلي وو. خو دواړه لاسونه یې تک شنه شوي وو ځای پر ځای یې څرمن هم اوښتي وه. له درده يې کړيکې ختې. مور چې يې د خپل يواځيني زوی دا حالت وليد نو له ميړه یې وغوښتل چې روغتون ته یې ورسوي.
هغه هم سم له لاسه روغتون ته ورساوه. ډاکټرانو د ماشوم وخيم حالت ته په کتلو سره د هغه په معايناتو پیل وکړ او هغه یې بستر کړ. د معايناتو له پايلو څرګنده شوه چې په کوم لرګي چې ماشوم وهل شوی، په هغه کې واړه واړه زهرجن ميخونه ټک وهل شوي ول. څنګه چې يې پلار غوسې پسې اخيستی وو، دې ته یې ونه کتل چې له کومه ځایه یې څنګه لرګی راواخيست، بس سم له لاسه یې د ماشوم په ډبولو پيل وکړ. ډاکټرانو ورته وويل چې د دغو زهرجنو میخونو زهرو د ماشوم په دواړو لاسونو کې سرايت کړی او که لاسونه یې غوڅ نکړای شي، کيدای شي زهر يې ټول بدن ته سرايت وکړي او ماشوم له منځه لاړ شي. دا مهال د پلار لپاره د زوی ژوند مهم وو، ځکه یې نو د لاسونو له غوڅولو سره زړه نازړه موافقه وکړه…!
له عملياتو وروسته پلار د ماشوم سر ته سخت خواشينی ولاړ وو او په بيړه یې په هوښ کې د هغه د راتلو انتظار ايسته. ماشوم سوکه سوکه سترګې پرانيستلې او کله چې پوره په هوښ کې راغی، نو ویې کتل چې دواړه لاسونه یې غوڅ شوي دي.
پلار ته یې په مينه له اوښکو ډکې سترګې ور واړولې او ډېر په معصوميّت یې ورته وويل: (( بابا جانه! زه ژمنه کوم چې بيا به هيڅکله ستا د خونې د کړکۍ هندارې ماتې نکړم او نه به هم شوخي وکړم، خو بابا جانه! ما ته مې خپل لاسونه بيرته راکړه….
ننګیالی نقشبندی
Nangiali Naqshbandi
Nangiali

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *