تاند- د کابل ابتدايي محکمې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني په اعدام محکوم کړ.
ویل کېږي چې په حکومت کې دننه او ورڅخه دباندې د یو شمېر نفوذ لرونکو عناصرو، چې د طالبانو پخواني دښمنان ګڼل کېږي، له پر له پسې انتقادونو او فشارونو وروسته محکمې د انس حقاني دوسیه راوسپړله او هغه یې په اعدام محکوم کړ.
هغوی ویل چې حکومت د طالبانو پر ضد جدي اقدام نه کوي او له مصلحته کار اخلي.
خو د ابتدايي محکمې پرېکړه په دې معنا نه ده چې انس حقاني به خامخا اعدامېږي ځکه چې لا دوې نورې محکمې باید په دې اړه پرېکړه وکړي.
د لویې څارنوالۍ ویندوی بصیر عزیزي رسنیو ته ویلي، د افغانستان د قوانینو پر اساس تر څو چې سترې محکمې د یو چا د اعدام په اړه وروستۍ پرېکړه نه وي کړې، په دې اړه رسنیو ته څه نه شي ویلی.
د ځینو راپورونو له مخې، د حقاني شبکې د موسس جلال الدین حقاني کشر زوی او د دې شبکې د اوسني مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني د دې شبکې له یوه بل قوماندان حافظ رشید سره د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر په څوارلسمه په خوست ولایت کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو خو یوې امریکايي ورځپاڼې وال ستریت ژورنال بیا هماغه وخت ویلي و چې انس حقاني او حافظ رشید د اکتوبر په دوولسمه په بحرین کې د امریکایانو له لوري ونیول شول او وروسته د افغانستان ملي امنیت ته وسپارل شول. (نور تفصیل)
زموږ نوره تبصري ته ضرورت نشته صرف دومره به ووایو چی انس حقاني یو افغاني ځوان دي هغه ترننه داسی کاروایانی نه لری چی هغه داعدام وړ شی
نودامحکمي که داسی فیصلی کوي دا دسولي لپاره هم ښه لاره ده کیدای شی دده له اعدامیدو وروسته زر سوله وشی ځکه دطالبانو دخواشیني انفیربه ټیټ شي
ایا د اعدام د تطبیق کوم نردی دولت کی شته؟
زه خو ّباور نه لرم