ویدیو لري –
تاند- په هند کې د افغانستان استازی وايي، هغه وخت راغلی چې پاکستان ته باید پرېکنده پیغام ورکړای شي، حتي کېدای شي چې راتلونکې نومبر میاشت په اسلام اباد کې د سارک سرمشریزه بایکاټ شي.
په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفیر شید محمد ابدالي څخه د هند ND تلویزیون پوښتنه وکړه، پکار نه ده چې هند، افغانستان او بنګله دېش په ګډه په اسلام اباد کې د سارک راتلونکې سرمشریزه تحریم کړي؟
ډاکتر شید ابدالي په ځواب کې وویل«باید دا یقیني کړو چې ډېر تر ډېره هیوادونه سره رایوځای کړو، زه ډاډه یم د جنوبي اسیا اکثره هیوادونه هماغسي فکر کوي چې موږ یې کوو. نو باید په دې برخه کې هڅې هراړخیزې وي او موږ باید هغه هیواد (پاکستان) ته پیغام ورکړو چې زموږ د یووالي او سیمه ییزې سولې لپاره خنډونه جوړوي.»
ښاغلي ابدالي وویل«هر هغه اقدام چې سیمې ته سوله، ثبات او یووالی راوړي باید له پامه ونه غورځول شي»
ده تاکید وکاوه چې د سارک یا د جنوبي اسیا د همکارۍ ټولنې له ټولو غړیو سره باید په دې اړه مشوره وشي.
این ډي ټي وي وايي چې نن /سې شنبه/ سهار د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هند له صدراعظم نریندر مودي سره (ټېلفوني) خبرې وکړې او د هندي پوځیانو پر اډې د یکشنبې د حملې د غندلو ترڅنګ یې د هند د ملاتړ په باب د افغانانو پیغام ورورساوه.
د هندي کشمیر کنټرول کرښې ته نژدې د اوري په سیمه کې پر هندي اډه د ترهګرو په برید کې ۱۸ هندي پوځیان ووژل شول.
افغان سفیر ښاغلي ابدالي این ډي تلویزیون ته وویل«باید زغم صفر ته ورسوو، باید نور پای ته ورسول شي، موږ نښې وینو چې تروریزم خورا متشدد او منظم شوی دی.»
د شید محمد ابدالي په وینا دا دولتي تروریزم دی، دا نور له دولته د بهر کسانو مسله نه ده. اوس موږ د دولت له لوري د حمایه کېدونکي تروریزم کره ثبوتونه لرو.»
هند وايي، د اوري پر اډې حمله کوونکي ترهګر له پاکستانه ورغلي ول او که یو ځل بیا د پاکستان له خاورې پرط یرید وشوو بلوچستان به خپلواک کړي.
پاکستان ویلي چې د هند د هر ډول عکس العمل په وړاندې ځوابي اقدام ته تیار دی.
دابدالي دغه خبره دده دخپلې خیټې غږ دی ، په سیاسي لحاظ د یوه ملک د سفیرلپاره دامناسبه نه ده چې دبل چا په استازیتوب خبرې وکړي ، دده په دغه خبره که له یوې خوا پاکستان موږ ته ستونزې پیدا کوي ، له بلی خوا هندوستان هم ټول بی جی پی نه دی ، دلته زیاتره سیاستوال او سیاست پوهان نن سبا دا خبره کوي چې افغان سفیر باید خپل ځای وپیژني ، په دي چې دی یو استازی دي ، کوم دریځ چي نن سبا په هند کې د پاکستان پرضد روان دی ، له دغه دریخ سره کانکرس چې ډیرزر به بیا پرقدرت راځی نه تاییدوي اونه یې مني، زیاتر کنګرس سیاستوال داخبره کوي چې افغان حکومت باید دخپل سفیر مخه ونیسی ، دی د سفارت لباره دلته راغلی نه د پاکستان او هندوستان دجنګولو په خاطر . ځکه نو افغان حکومت باید دخپل سفیر لپاره په دغه لویه ناندرییزه معامله کې حد او حدود معلوم کړي . دهند خلک په جدی توګه د پاکستان له ولس سره په تفاهم کې ژوند کول غواړي . او له افغانستان سره ددوستی غوښتونکي دي . ځکه نو دوی وایي چې دا ډول بی مسوولیته خبرې به د افغانستان دخلکو او اوسني سیاست لپاره کومه بریا ونه لري .
په درناوي
زرین ګل له هندیا