ژباړن اسدالله بلهار جلالزی

ابراهیم بن ادهم د بلخ له نوموتو صوفیانو څخه ګڼل کیږي. ده تل د تصوفي سیر په موده کې د ځان او نورو له پاره خواړه د خپل لاس په کارکولو سره برابر کړي دي. ابراهیم نه یوازې دا چې په خپله يي کار کاوه بلکې نور ته يي د کار کولو سپارښتنه کوله. ادهم لکه د نورو صوفیانو په څیر نه و. چې د نورو په اوږو بار شي. هغه تل کار کاوه او نورو ته یې هم سپارښتنه همدا وه. بر لاس يي ترټيټ لاس بهتر بللی. کاسب ته يي د خدای د دوست په سترګه کتلی. د حلالې ګولې خوړل يي عبادت ګڼلی. په دې لنډه لیکنه کې بیلګې لوستلای شئ.

کار کول

اسحاق فزاری وايي: ابراهیم بن ادهم به د روژې میاشت کې به يي د ورځي لو او د شپې به یې لمونځ کاوه. یو وخت درۍ شپې ویده شو نه  هم د ورځي.

همدا ډول یعقوب بن مغیره وايي: له ابراهیم بن ادهم سره به مو په روژې میاشت کې لو کاوه. هغه ته يي وویل: ای ابو اسحاقه! که مدینې ته ولاړ شو. ښايي د قدرشپه ومومو. هغه ورته وویل: همدلته پاته شئ ښه کار وکړئ. هره شپه مو د قدر شپه ده.

خلف بن تمیم وايي: له ابراهیم بن ادهم نه مې وپوښتل: څو کاله وشول چې ته د شام په ټاټوبي کې ژوند کوي؟ هغه راته وویل: څلیرویشت کاله. بیا يي وویل: په دې موده کې له یوه عرب ځوان سره مخ شوم. چې لو يي کاوه. ددې کار له پاره يي خیمه درولي وه. هغه راته وویل: ای ځوانه راشه او له ما سره لو وکړه. له هغوو سره مې لو کاوه. دا سې مزد يې راته را کاوه. لکه یوه بل کس ته چې ښه لو يی کاوه او تر ما يي زیات لو کاوه. له ځانه سره مې وویل: زه د ده په اندازه د مزد لایق نه یم. ما هغوئ ته دوعاوې کولي ترڅو چې لاړل او ویده شول. ما هم خپل لور راواخیست او په لو کولو لګیا شوم. ترسهاره مې ښه لو وکړ. ابراهیم وویل: له دوئ مې واوریدل په خپلو کې يې سره ویل:  ایا دلته  بیګاه هرڅه ولاړ ول او لو شوي نه وو.؟ دا نو چا ریبلي دي. بیا یوه بل ورته وویل: ما دا سړی ولید چې د شپې را پورته شو او لو يي کاوه. بیا يي وویل: دا نو ښه نه ده چې داسړی شپه او ورځ کار کوي او موږ ورته د یوه کس مزد ورکوو.

(حلیة الاولیاء اوم ټوک ۳۷۸ مخ)

د خدای د مخلوق چوپړ

روایت کا: چې موږ په مصیصه کې د ساحل په یوه کلی کې و. ابراهیم موږ ته د شپی له خوا میوه، بادام او… راوړه. هغه به موږ ته بادام ماتول او موږ به خوړل یوکس ورته وویل:ښه به داوي چې لمونځ وکړي او له دې کاره لاس واخله ده ورته وویل: دا کار بهتر او ښه دی

 (قوت القلوب دوهم ټوک ۲۳۰ مخ)

له ابراهیم ادهم نه داسي کیسه کا: چې د روژې د میاشتې له پیل نه بیا ترپایه به يي څه نه خوړل. یو دوبی و. هره ورځ به يي دغنمو لو کاوه. څه به يي چې تر ګوتو کړل نو بیا به يي درویشانو ته ورکول. هره شپه به يي تر سهار لمونځ کاوه. نه خوړل کول او نه هم خوب

( کشف المحجوب – هجویری ۴۱۷ مخ

له مزد پرته اوړه کول

سهل بن بشر وايی: ابراهیم بن ادهم به د ماخوستن له لمانځه وروسته، د کورونو دروازې ته دریده او په لوړ اواز به یې ویل: ایا غواړئ غنم مو درته اوړه کړم. ښځي او نارینه به راتلل. له غنمو ‌ډک لوښي به يي ورته کیښودل. شیخ به میچنه مخې ته کیښوده. او غنم به يي ورته له مزد پرته اوړه کول. دی به تر هغوو نه ویده کیده چې غنم به خلاص شول وروسته له هغه به بیرته خپلو یارانو ته راغی.

(حلیة الاولیا اوم ټوک ۳۷۲ مخ)

روایت کا چې ابراهیم بن ادهم د یوې کرنیزې ځمکې چې ده ورسره تړون کړی. لو کاوه. دوه کسه  چې ورسره زیات بار او مالونه ول ورته ودریدل. ده ته یی سلام واچاوه. بیا یی ورته وویل: ته ابراهیم یی؟ ده ورته وویل: هو زه ابراهیم یم. هغوئ ورته وویل: موږ ستا د پلار مریونه یوو. تاته مو مالونه او کالي راوړي دي. ده ورته وویل: نه پوهیږم تاسو څه وایاست. که چیرته رښتیا وایاست نو ازاد یاست او هرڅه چې در سره دي هغه يي هم ستاسو. ما له کاره مه باسئ.

(حلیة الاولیا اوم ټوک ۳۸۳ مخ)

هغه مهال چې ابراهیم بن ادهم په مکه کې میشت و. له حرم څخه به د باندې ووت او لرګې به يي راوړل. بیا به يي په بازار کې نارې کړي. من یشتری الطیب بالطیب؟ پاکیزه په پاکیزه اخلي) په هغه څه چې به يي وغوښتل ورکول يي چنې يي هم نه وهلي.

شرح تعرف ۱۰۶ مخ

ابراهیم بن ادهم به هر کال به لو کاوه. مزد به يي په خپلو یارانو ویشه

(اللمع ۱۷۸ مخ)

باغواني کول د انارو د باغ ساتنه

له دې سره سره چې د نیشاپور په اړوندو کې په یوه غار کې اوسیده. په هره پینجشنبه يي له خنګله څخه لرګې په شا را بارکړل او په ښار کې به يي خرڅول. ویل کیږي ده به له همدې پیسو نیمايی په خپله لګول او نیمایی به یی نورو درویشانو ته ورکول. تر بلې اونۍ به يي پرې ګزاره کوله.

 تذکره الاولیا – عطار ص ۱۰۴

په تذکره الاولیا کي عطار وايی: دی چې په مکه کې اوسیده تل یی د خپل لاس خواړه خوړل. کله به یی  له غره نه لرګی راوړل او کله به یی پالیزواني هم کوله.

 . تذکره الاولیا – عطار ص ۱۰۶

کله چې دی زوی ویني نو ګوري چې پلار يي له غره څخه لرګي په شا را بار کړي

. تذکره الاولیا – عطار ص ۱۰۷

ابراهیم ادهم له مکې نه شام ته ولاړ چې د عمر تر پایه همالته اوسیده. له هغه يي وپوښتل څومره موده وشوه چې شام ته راغلی یي ؟ په ځواب کې يي ورته وویل: چې ۲۴ کاله کیږي. دلته راغلی یم. خو د جهاد او رباط له پاره نه یم راغلی. نو ورته يي وویل: نو بیا د څه له پاره راغلی یی؟ ده ورته په ځواب کې يي ورته وویل: د دې له پاره راغلی یم چې په حلاله ډوډۍ ځان موړ کړم.

.(حلیة الاولیا – ۷ ج ص ۳۷۳)

ویل کیږي په شام کې د خپل لاس ګټه خوړه. کله به يي لو کاوه او کله به يي هم پالیزواني کوله او یا به یی هم دې ته ورته کارونه کول

.(ترجمه رساله قشیریه – ص ۲۶)

سفیان ثوري یوه ورځ د ابواسحاق فزاری کورته ولاړ. فزاری  ورته په مخکې کې د خوړو کاسه کیښوده. چې په کې د خرما او غوړیو حلوا وه. ثوری وویل: که مې روژه نه وای نو له تاسره به مې حلوا خوړلي وای. هغه ورته وویل: ورور دې ابراهیم ابن ادهم. هم کټ مټ لکه د تا غوندې یوه ورځ راغی. همداسې حلوا مې ورته مخکې کیښوده. خو ابراهیم وخوړه کله چې روانیده. زما روژه وه. خو ستا د خوشالي له پاره مې حلوا وخوړه فزاری زیاتوي له هغه وروسته ثوري هم ورته لاس اوږد کړ. په خوړلو یی پیل وکړ. په دې توګه يي ادب له ابراهیمه زده کړ.

(قوت القلوب ۲ ټوک ۱۷۷ مخ ).

له اوزاعي نه يی وپوښتل ایا ابراهیم ادهم در باندې ګران دی. که سلیمان خواص؟ په ځواب کې يي ورته وویل: ابراهیم بن ادهم را باندې ځکه ګران دی. چې هغه له خلکو سره ناسته پاسته او په ورین تندې خبرې کوي.

(حلیة الاولیا اتم ټوک ۱۰ مخ)

اوزاعی وایی یوه ورځ مې ابراهیم ادهم ولید چې په پړې يي لرګې تړلي ول او په اوږو يي را اخیستي و. ورته و مې ویل ترڅو پورې به په دغه کسب کې خوشاله يي؟ او ستا وروڼه به ستا د لاس ګټه خوري.؟ راته يي وویل: غلی شه. په خبر کې راغلي هغوئ چې په ټیټ موقف کې ودریږي او د حلال طلب وکړي. خدای تعالی ورته د جنت ژمنه ورکړي.

(کیمیای سعادت  لومړی ټوک ۳۲۶ مخ)

شقیق بلخي وایي: ابراهیم ادهم راته وویل: ای شقیقه! زما په وړاندې هرهغه څوک چې د حج او جهاد فضیلت ومومي، لوی او محترم نه دی. بلکې هغه څوک د احترام وړ دی. چې دې هغې ګولې  ډوډۍ  د حلال والي په اړه فکر وکړي چې نس ته يي ځي ، خدای تعالی چې کوم نعمت بیوزلانو ته ورکړی. هغه دادی چې د قیامت په ورځ به ورنه د زکات، حج، جهاد او صله رحمي تپوس ونکړي، او له همدې بیوزلانو نه  به په همدې تړاو ونه پوښتي- خو له بډایانو به بیا پوښتنه وکړي.
( صفة الصفوة ۴ ټوک ۱۵۵ مخ – حلیة الاولیا  ۷ ټوک ۳۶۹ مخ)

یو وخت  د خواجه شقیق بلخی  د شقیقې دردونه زیات شول. خلیفه ورته یو ترسا طبیب واستاوه. طبیب ورته وویل: اي خواجه څنګه يي. خواجه ورته وویل: هوښیار د خپل دوست له لاسه دښمن ته ګیله نه کوي. طبیب له همدې ځایه  د شقیق بلخی استاد، ابراهیم ادهم ته ورغی . ابراهیم په سخت کړاو کې و. طبیب ورته وویل: ای ابراهیمه څنګه يي!؟ ابراهیم  خپل ټول دردونه ورته ټکي په ټکی بیان کړل. طبیب ورته وویل: شقیق ماته خپل راز  نه وایه، ته چې د هغه استاد يي خپل راز راته وايي: دا ولي. ابراهیم ادهم وویل: زه خو خپل دردونه له دې امله درته وایم. چې ته وپوهیږی. چې له خپلو دوستانو سره داسې کوي. نو له دښمنانو سره به څنګه وکړي.

سالک السلوک ۹۸ مخ

حذیفه مرعشي وايي: له ابراهیم ادهم سره یوځای مکې مکرمې ته ورسیدم . په هغه کال شقیق بلخي دحج مراسم تر سره کول. د صواف نه څه لیرې ځای کې مو سره ولیدل. ابراهیم بن ادهم شقیق بن ابراهیم ته وویل: له بلخه چې مکې مکرمې ته راغلي نو د هغه ځای صوفیان، ملنګان دي څنګه پریښودل؟ داسې مې پریښودل که یی څه ورته ورکړل، نو شکرونه کوي او که يي څه ورته ورنکړل بیا صبر کوي. شقیق داسې وښوده چې هغوئ د نه غوښتلو صفت خپل کړی. نوځکه  د زیات ذکر مقام ته ورسیدل.

ابراهیم بن ادهم وویل: د بلخ سپي مې همداسې پریښودل! شقیق له هغه وپوښتل: ای ابواسحاقه نو ستا په شاوخوا درویشان او صوفیان بیا څرنګه دي؟ ابراهیم بن ادهم ورته وویل: که يي څه ونه موندل، نو شکرونه کوي او که يي څه وموندل تر نورو يي ځاروي. شقیق د هغه سر ښکل کړ. بیا یی وویل: استاده تا رښتیا وویل!

( احیاء العلوم الدین –غزالی، ۵۸۵ مخ)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *