د قريشو قبيله چې په مکه کې د یوي ډيرو لويو او ممتازو قبيلو څخه شمېرل کېده ؛د بشريت ستر لارښود حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) هم له دې قريشو قبيلي څخه وه.
د قريشو قبيله بيا په مکه کې په لسو برخو ويشل شوي وه ؛د قريشو د لسګونو قبيلو څخه هري يوې قبيلي يې کورنۍ ازادي درلوده ؛ او نورو ددوی په کورنيو چارو کې مداخله نه کوله . د قريشو د همدغو سترو قومونو يو يې بنې هاشم وو، چې عبدالمطلب د خدای (جل جلاله ) د استازي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) نېکه د ددوی مشري په غاړه درلوده ؛ او عبدالمطلب د مکې په حدودو کې ژوند کاوه.
د مکې حدود چې په هغه وخت کې دوه سوه کيلومتر مربع وو، او په هغه ځای کې حتی يوه ونه هم نه موندل کېده ، او د مکې اوسيدونکو له دوو لارو څخه روزي پیدا کوله، يوه يې سوداګري او بله هغه يې د رمو او په ځانګړي توګه د اوښانو روزل وو. د اوښانو د روزلو موضوع د قريشو په لسګونو قبيلو او په همدې ډول د نورو عربو قومونو په مينځ کې يوازي اقتصادي جنبه نه وه ؛ بلکې د اصالت د اصلي علايمو څخه هم شمېرل کېده.
د کعبي خونه د خالص توحيد هغه مرکز وو چې حضرت ابراهيم عليه السلام يوازي د خدای جل جلاله د عبادت لپاره جوړه کړي وه.خو ترکومه چې د مشرکانو په ولکه کې وه ، د شرک په يوه لوی کور بدل شوی وو. په مکه کې د کعبي حريم يوه بې طرفه سېمه وه، نو په همدي وجه يې هغه حريم بللو؛ ځکه هېچا نه شوای کولی چې د کعبي په حدودو کې دننه د چا سره جګړه وکړي، او دوه د ويني دښمنان به چې کله د کعبي حريم ته راننوتل ، نو مجبور وو چې د لنډ وخت لپاره خپله دښمنې سره هېره کړي.
مسافران او کاروانيان به چې له هر ځايه راغلل ، حرم ته د ننوتلو وروسته ازاد وو ، چې خپل خدای په کعبه کې ولمانځي، يوازي هري طايفي او ملت په کعبه کې د خپل خدای د ساتلو د پاره کوټه او ځانګړي حجره درلوده. کله چې د عربستان په جنوب (هغه سېمه چې نن ورته یمن وايي او حوثي ياغيان په کې فعاله دي)کې ((ابرهه)) د حبشي د سلطنت نايب تصميم ونيو؛ چې د کعبي خونه ړنګه کړي، نو حرکت يې وکړ او د ډيري اږودي لاري د لنډولو څخه وروسته د مکې نژدي ته ورسيده ؛ د طايف د ښار اوسيدونکو ورته ښه راغلاست ووايه، او ((ابرهه )) ته یې وويل: ته کولای شي د کعبي هر ځای ړنګ کړي، اما له ستا غوښتنه کوو چې زمونږ د خدای حجره ړنګه نه کړي ، او ابرهه هم ومنله.
کله چې ((ابرهه )) د کعبي په ورانولو پسي راووت ، تجارتي او اقتصادي اړخ يې درلوده . ((ابراهه )) د عربستان په جنوب یعني اوسني يمن چې د زياته برخه يې د حوثي ياغيانو په لاس کې ده؛ د حبشي د فوځ د سردار ګڼل کېده ، او وظيفه يې درلوده ، چې د حبشي د نايب السلطنه څخه چې د عربستان په جنوب يعني اوسني يمن کې اطاعت وکړي ، اما کودتا يې وکړه ، او د حبشي نايب السلطنه يې مړ کړ، او خپله د هغه پر ځای نايب السلطنه شو. او نجاشي د حبشي امپراطور مجبور شو، چې نوموړی په رسميت وپېژني.
ابرهه چې د يمن يو عيسوي مذهبه پاچا او يو جاه طلب سړی وو . تصميم يې ونيو، چې د نړېوالي سوداګرۍ مرکز د مکې څخه بلي سېمي ( صفا ) ته چې د عربستان په جنوب کې واقع ده انتقال کړي؛ په خپل ټوټوبي اوسني يمن د صنعا په ښار کې کعبي ته ورته يوه غټه کليسا جوړه کړه ؛ تر څو د بيت الله څخه د خلکو توجه همدې کليسا ته واوړي ، او د حج لپاره به يوازي همدلته خلک راځي، او په دې طريقه به ابراهيمي طريقي ته تغير ورکړي .
ابرهه همدا کار وکړ، کعبه يې جوړه کړه ، ابرهه ولېدل چې د نړېوالي سوداکرۍ مرکز له مکې څخه د عربستان جنوب ته نقل نه شو ، په سر کې يې همداسي د قدرت نشه وه ، نو کلک تصميم يې ونيو ؛تر څو د الله جل جلاله خونه ورانه کړي ، په همدې نيت د شل زره کسير (۲۰۰۰۰) لښکر او دولسو فيلانو سره د مکې په لوري روان شو؛ په دغو فيلانو کې يو د محمود په نوم غټ فيل هم وه ، دغو لښکرو د مکې په سېمو کې لوټماري هم وکړه ، چې محمد (صلی الله عليه وسلم) د نېکه عبدالمطلب دوه سوه اوښان هم د هغوی له خوا لوټ شول.
عبدالمطلب د خپلو اوښانو د ترلاسه کولو لپاره ابرهه ته ورغی ،ابرهه ورته ويې ويل : ته څنګه راغلي يې او څه غواړي اې د منطقي مشره ؟ عبدالمطلب ورته وويل :زه غواړم چې زما دوه سوه لوټ شوي اوښان بيرته راته وسپاري . ابرهه ورته وويل : زما خيال وو چې ته به ډير لوی سړی وي، ته به د خپلي عبدتګاه د نجات سوال وکړي ، خو راته څرګنده شوه چې ته ډير وړوکی سړی یې چې يوازي د خپلو اوښانو د نجات په غم کې بوخت يې! عبدالمطلب ورته وويل : زه د اوښانو خاوند يم او کعبه خپل خاوند لري، هغه به ستا د تخريب څخه ورته نجات ورکړي، ابرهه ورته وويل : زما د ارادې مخه څوک نه شي نيولی! د کعبي د ورانولو په نيت روان وو چې د درياب څخه سيلونه – سيلونه مرغان چې هر يو سره يې دری –دری کاڼي وو؛ چې کله به د ابرهه د لښکريانو پر سر باندې ور برابر شول؛ نو دری واړه کاڼي به يې ورباندې ورخوشي کړل، او د ابرهه لښکر يې تارومار کړ. چې د قرانکريم په الفيل سورت کې يې يادونه شويده . دا چې د يمن کورنۍ جګړه د سعودي عربستان او ايران ترمينځ په يوه نيابتي جګړه بدله شوي ده ؛ حوثي ياغيان چې د ايران له خوا د واک په ګدۍ کېناستل، د عبدربه منصور هادي په مشرۍ په نړېواله کچه پېژندل شوي حکومت يې رانسکور کړ اوس يې په وړاندې جنګيږي، د ايران له يې پوځي او مالي مرسته کېږي ، حوثي ياغيانو څو ځلې د رياض پر هوايي ډګر او په ځانګړي توګه د کعبي پر خونه د بالسټيک توغنديو د بريد هڅه وکړه خو د سعودي عربستان له خوا د ځای پر ځای شوي د فاع سيستم له لوري يې مخه ونيول شوه . حوثي ياغيان کټ مټ د ابرهه تاريخ تکراروي ، د قدرت په نشه کې دي ،چې تر شا يې د ايران قوي لاس دی ، خو دا دې نه هيروي چې کعبه خپل خاوند لري او هغه يې لکه څرنګه چې يې مخکې ساتلي وه ، اوس به يې هم وساتي، اوس پوښتنه داده چې د حوثي ياغيانو او په ځانګړي توګه د ايران د کعبي د ورانولو څخه هدف په اقتصادي لحاظ د سعودي عربستان په ګونډو کول دي او که د کعبي د ورانول مذهبي اړخ لري؟ او که حوثي ياغيانو هغه د ابرهه د نیمګړي ارمان د پوره کېدو په نشه کې غرق دي ؛ او د ځمکې پرمخ يې تر ټولو سپیڅلی ځای پر مسلمانانو نه لوريږي. دا هغه څه دي چې تراوسه داسي ګونګ پاتي دي او وخت به يې ځواب ووايه .