لیکوال: رحمت الله رضایي
ژ: نصیر غورځنګ
د اومې پیړۍ په نیمایي کې په بغداد کې د سنیانو سیاسي سقوط او د ځینو شیعه منصبدارانو په خیانت تورنول لکه د نصیر الدین طوسي وزیر علقمي تورنول، هغه عوامل وو، چې د شیعه او سني ډلو تر منځ یې مذهبي تعصب را وپاروو.
او د ابن تیمیه له لورې دا مذهبي تعصب خپل اوج ته ورسید او په سني مذهب کې یې رسمي بڼه خپله کړه، مانا که هر چا به مدرسه لوسته نو دا ورته بیچکاري کیدله، چې شیعه یو ګمراه، بې دینه او ګنهګاره ډله دی. ابن تیمیه له شیعه ډلو پرته نورو منځلارو اهل سنت ډلو ته هم په ښه سترګه نه کتل او د څلورو مذهبونو پلویانو ته یې بدعتیان ویل، ابن تیمیه یو سلفي او سخت دریځی مسلمان وو، په دین کې یې هیڅ ډول انعتاف پزیري نه منله او د دین تطبیق یې هماغه ډول غوښته، ځه ډول، چې د رسول الله ص په وخت کې وو، په همدې لحاظ یې له مذهبونو سره سخته ورانه وه او څلور مذهبونه یې د مسلمانانو د ویشلو یوازینۍ لامل باله.
په ایران کې د صفویانو له لورې د تخت له نیول کیدو سره سم، له سنیانو سره ورته عمل وشو، په شیعه مذهب کې هم سنیان رسمي مردود او ورټل شول، ددې مذهبي تقابل چې پیل یې ابن تیمیه کړی وو، او صفویانو په ۱۱ مه او ۱۲ مه پیړۍ کې کمال ته ورساوه، نتیجه نه یوازې دا شوه، چې ددې دوو ډلو تر منځ هر ډول همکاري او تعامل بند شو، بلکې دواړو ډلو په رسمي ډول د یو بل په کافر او ګمراه ثابتولو پسې مټې بډ وهلې.
وروسته له هغې سني او شیعه د دوو مذهبونو پر ځای پر اسلام او یهودیت وویشل شول. له هغې ورځې وروسته ډیرو ځوانو دیني عالمانو د همدې تکفیري عقیدې پر بنسټ زده کړې وکړې او ددې دوو مذهبونو تر منځ یې لا تبعیض ته لمن ووهله.
په دې وروستیو کلونو کې ددې دوو ډلو پخوانۍ جنګي جبهې بیا فعالې شوې او د عصري ټکنالوژۍ پر مټ یې بیا په یو بل تکفیري بریدونه پیل کړل، له تیر څخه یې دا ځل جګړه ډیره اورنۍ او سوزوونکي ښکاري.
په اوس وخت کې د افغانستان سني او شیعه مذهبه په یو لوی امتحان کې دي، او دا امتحان هم په سوریه او هم په افغانستان کې اخیستل کیږي، زه باور لرم، چې د افغانستان اکثریت خلک له مذهبي تعصب او دښمنۍ څخه ستړي دي، خو نشو کولای په افغانستان کې د افراطي ډلو او مذهبي متعصبینو فعالیتونو باندې سترګې پټې کړو. په جوماتونو، ښځو او ماشومانو بریدونه او په ټولنیزو رسنیو کې پروپاګند ددې ډلو ښکاره فعالیت څرګندوي. دا ډلې غواړي دا ځل افغانستان په عراق او سوریې بدل کړي، د سني توره د شیعه او د شیعه توره د سني په سینه کې خښه کړي.
مشهوره خبره ده، چې یو جاهل کولای شي، یو ډبره ډيره ساده څاه ته ګوزار کړي، چې سل عاقله یې له راباسلو عاجز وي، موږ هم ډیر مذهبي جاهلان لرو، خو څه ته چې ضرورت دی، هغه دادي، چې قومونه سره متحد شي، له لیډرانو خو خبره تیره ده، د دوی د جهاد له برکته نن ورځ سني او شبعه د یو بل څخه د کرکې کولو لپاره زرګونه دلایل لري.