په شعر کې هغه نيم ابهام چې کره کتونکي يې ښکلا بولي، له موضوعي له پلوه هغه پټې يا علامتي خبرې دي چې د شاعر په شمول يې له لوستونکو سره په يو وخت مشترکې هم دي او بيلابيلې هم،

 د ابهام په اړه عمومي تصوردا دې چې يو شاعر د هغه  د حس کړي مضمون  يا خيال د افادي لپاره  په  تخليقي عمل کې د نه تونيدو په صورت کې رامنځته کيږي، حال دا چې  دې ته پيچيدګي وايي چې دا د يو  پنځونکي  په ابلاغ  پورې اړه لري،

شاعر خبره کول غواړي او دى دوه څرګندې لارې لري ، لومړى  يې فورم او بيا يې خبره، فورم يې ابهام نه  مني، کنه د فورم د لازمو حدودو نه په سرغړونې به  په  فني غلطى تورن شي خو د خبرې يا مضمون لپاره که شاعر يو څه  له  ځانه  سره  ساتي  يا يې  پداسې بڼه  افاده کوي چې هر چا ته  څو يا په اصطلاح  بيلا بيلې معناوې ولري نو د شعر د ټولنيز رسالت او د فکري ژمنتيا لامله ورته کره کتونکي ممکن  د نيم ابهام اصلاح کاروي او دا يې په شعر کې ښکلا بولي ، چې دلته يې د مشخصې معنا له مخې په شعر کې په موضوعي حواله  شننه کوو،

د سيمبو ليستي کره کتنې ځينى پيرايې چې ځانته ابهام منسوبوي دومره موثرې نه ښکاري ځکه نو د ابهام په صورت کې يې يوازې سيمبوليزه ځانګړنه بللى شو، دا ځکه چې ځينې ادبي ريجحانات خو بيا نو بيخي له ابهام سره يقيني نسبت لري چې ښه بيلګه يې تجريديت بللى شو چې داسې به بحت له موضوع څخه ډير لرې لاړ شي،

په شعر کې د نيم ابهام د ښه وضاحت لپاره  دخالد پښتون يو بيت راوړو،

د وخت په لپه کې يې څنکه خپل رنګ وبيللو

د تعيير ادا ترې څرنګه رڼا واخيسته

د دې بيت يو ساده غوندې  ذوقي تشريح کوو چې د معنا له پلوه د تغيير د عمل خبره پکې مطرح ده خو د همدې معنا لپاره شاعر په بيت کې د عملى مثال بيلګه ورکوي  په لومړى مسره کې يې داسې څه ښودلي چې د زمان په اوږدو کې يې خپل رنګ بايللى او دا څه داسې دي چې په دوهمه مسره کې د تغيير عمل ترې رڼا هم اخستې ده، دا مشال چې شاعر د استدلال لپاره راوړى، زما په خپل برداشت که  د شپو او ورځو حرکتي عمل ته   نه  وي منسوب بله توجيه يې د حجره اسود  مقدس کاڼي ته توجيه کيږي، يعنې يوه خبره يې څرګنده ده او بله يې نيمه څرګنده، چې همدې ته  زه په  شعر کې  ابهام وايم،

وس نو دا مهمه نده چې د بحث دا لورى دې  د پورته بيت  د تشريح  په  ضمن کې د شعر دهغې ټولې رويې نور علتونه ولټوي بلکې د ابهام په اړه ترې زه دوه برداشته لرم چې يو يې داخلي او بل يې په خارجي برخو سره ويشم،

  داخلي  پدې  معنا چې په پورته  بيت کې مو د يوې معنا تر څنګ د هغې بلې بيلګې درک  مو د يو لوستونکي په توګه په خپله  وموند، او دا څه  مونږ هغه وخت په پنځونه کې ځکه موندلى شو چې په څه نه څه حواله يې له پنځونکي سره منطيقى راويت هم موجود  وي او  دې  ته  مونږ د پټ پس منظر ( شاليد ) نوم هم ورکولاى شو، نتيجه دا چې  په  شعر کې  د داخلي عمل په واسطه ابهام پنځونکى  په  شعوري ډول  رامنځته کوي، نه  په  غيرشعوري ډول ، کنه  بيا به  هره ګډه وډه ابهام وبلل شي او دليل به يې د نيم  ابهام ښکلا وي،

خارج  مو د ابهام  په  ضمن کى ځکه  هم ياد کړ چې هر هغه شعر چې د لوستوکو  پر کټګورى  يې  ونه  ويشو نو د مروجه  مغالطو په تسلسل به ورته هر څوک  د خپلې ناپوهى  په برداشت ابهام وايي، دلته پدې هم ډير تاکيد نه کوو او نه يې هم د فکري يا غيرفکري شاعرى  په نومونو سره جلا کوو بلکې ښه  به دا وي چې دلوستونکو د هغه ذوق او علم په بنا او موثريت يې خبره وکړو،

ربنواز مايل د پښتو ژبې نوموړى نقاد دى، د نړيوالو ادبياتو مطالعې يې  پر شعر کې هغه څه  ځاى کړي چې ډيرى لوستونکي يې له شعر څخه ممکن ځکه هم خوند او معنا وانخستلى شى چې د مايل صاحب  په  څير د لوړې مطالعې خاوند به نه  وي او يا هم کيدلى شي چې د مايل صاحب لوستونکى نقاد د مبتدي شاعرانو شاعري رد کړي،  دا پدې معنا چې هره پنځونه هغه که  د مطالعه يا غيرمطالعه لرونکو وي، لوستونکي يې معلوم وي، ذوق  او علم دى  چې هره پنځونه خپل لوستوکي او  مخطبين لري ، نو معلوميږي دا چې ابهام پنځونکي رامنځته کوي  نه  دا چې پخپله  رامنځته کيږي، بله دا چې د لوستونکو د کټګورى انډول يې ضروري دى يعني  د لوړ هنري  ذوق خاوندان يې مخطبين او لوستونکي دي،

وس چې د پخوا په  پرتله  د شعر حدود او  په  اړه يې فني  او موضوعي  وسعتونه نسبتا  پراخ  دي، نو د نيم ابهام دا تمايل يې په خورا ښه کيفيت د شعر د موضوعاتو او تنوع لپاره مفيد ثابتيدلى شي،

په پښتو شاعرى کې له هاشم بابر او ربنواز مايل  ورسته خالد پښتون  هغه شاعر دى  چې د نيم ابهام کارونه يې په کثرت سره  په  شعر کې په شعوري ډول لوستلى شو او همدا د نيم ابهام اثر دى چې شعر يې سړى بيا بيا لوستلو ته هڅوي،

يادښت . دا ليکنه  په نني افغانستان په اونيزه کې چاپ شوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *