د روان ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د وري د میاشتې په ۲۰ مه نېټه د جمعې په مبارکه ورځ د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ اړوند قلعه وزیر په سیمه کې د امام ابن القیم (رح) په جامع جومات کې د ابو حنیفه په نوم یو عامه کتابتون پرانستل شو.

د ښاغلي مجیب الرحمن محمودي په هلوځلو او ځینو خیر غوښتونکو کسانو په مرستو سره د یاد کتابتون بنسټ په داسې حال کې کېښودل شو، چې په نوموړي جامع جومات کې یو شمېر کسان د جمعې د لمانځه د ادا کولو لپاره را غونډ شوي وو، د کتابتون له افتتاح څخه مخکې د جومات امام او خطیب ښاغلي مولوي محمد ابراهیم غزنوي ناستو کسانو ته د کتابتون د ارزښت په اړه په زړه پورې او ارزښتناکه وینا وکړه او ویې ویل، چې دا کتابتون یو لوی نعمت دی، له دې سره باید هر کلیوال مرسته وکړي، ځکه کتاب ډالۍ کول یوه جاریه صدقه ده او هر لوستی باید له دغه کتابتون څخه سالمه استفاده وکړي؛ ترڅو د فرد فرد له مطالعې سره د ټولنې د عامه پوهاوي کچه لوړه شي او د یو شمېر بدمرغیو مخنیوی وشي.

2ښاغلي غزنوي، د خپلو خبرو به ترڅ کې د یاد کتابتون شرایط واضح کړل او په دې اړه یې ناستو کسانو ته پوره مالومات ورکړل.

د جمعې مبارکې له لمانځه وروسته د یو شمېر کلیوالو لخوا یاد کتابتون افتتاح شو او له ټولو هغو کسانو څخه یې مننه وکړه، چې د دې کتابتون په جوړولو کې یې مرستې او هلې ځلې کړې دي او یا له دې وروسته ورسره مرسته کوي.

د کلیوالو لخوا ښاغلي انجینیر محمد ظاهر صادق ته له دې امله یو ستاینلیک ورکړل شو، چې د دغه کتابتون د درېیو الماریو ټول لګښت یې په غاړه اخیستی و، کلیوالو له ده څخه مننه وکړه او د خیر دعا یې ورته وکړه.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي محمودي له ۱۳۹۱ هـ ل کال راهیسې د خلکو د عامه پوهاوي د کچې د لوړتیا په موخه په بېلا بېلو کلیوالي سیمو کې د عامه کتابتونونو په جوړولو پیل کړی دی او له ځینو کسانو څخه دغو کتابتونونو ته کتابونه او مرستې راټولوي، چې تر اوسه یې د یو شمېر کسانو په مرستو سره د پنځو عام المنفعه کتابتونو بنسټ اېښی دی او د ځینو کسانو په هلوځلو سره د پنځو نورو کتابتونونو لپاره د کتابونو په راټولولو بوخت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *