ارګ، کابل: د افغانستان د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی عربي متحدو امارتو ته له درې ورځني سفر وروسته کابل ته را ورسېد او د خپل سفر جزییات یې له جلالتماب جمهوررئیس او د حکومت له نورو مشرانو سره شریک کړل.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د متحدو عربي اماراتو په کوربه توب او د امریکا د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان پلاوو په ګډون ناسته چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ مستقیمو مذاکراتو ته د زمینې برابرولو لپاره جوړه شوې وه، قدرداني کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یو مسوول نظام په توګه د خپلو وګړو غوښتنو او اجماع ته مثبت ځواب وايي او زموږ د وګړو اجماع هم پر سولې ده، نو دغې برحقې او مشروع غوښتنې ته د لبیک ویلو په خاطر د ملي وحدت حکومت له لومړۍ ورځې څخه د سولې په هر اړخیز پلان کار کړی دی او د اوږدو کلونو وروسته یې د لومړي ځل لپاره د واضح او عملي سلا مشورو پر بنسټ د سولې طرحه چمتو کړه او د همدغو سلا مشورو پر بنسټ د سولې پروسه د جمهوررئیس غني له خوا پيل شوه.
له بده مرغه هغسې چې توقع کېده، مخالف لوري سره مذاکرات ونشول، د افغانستان حکومت د مسوول نظام د یوې برخې په توګه خپل رسالت ترسره کړ، خو له مخالف لوري څخه مو چې کومه توقع درلوده، ترلاسه نشوه.
د افغانستان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي د امریکا د متحدو ایالتونو، سعودي عربستان او عربي متحدو اماراتو له استازو سره خبرې وکړې.
دا چې مخالف لوری د مخامخ خبرو لپاره حاضر نشو، په دې هکله د سعودي عربستان، عربي متحدو اماراتو او امریکا استازو خپله ژوره خواشنیني څرګنده کړه او د راتلونکي لپاره په دې ټینګار وشو چې د مخامخ خبرو اترو لپاره به د افغانستان دوست هېوادونه خپل مثبت رول لوبوي.
دا چې مخالف لوري د توقع خلاف کار وکړ او طالبانو د افغان ولس او نړیوالې ټولنې دغه برحقه غوښتنه رد کړې ده، په دې کارسره یې وښوده چې دوی د سیمې خیر نه غواړي، سولې ته ژمن نه دي او د جګړې دوام غواړي چې دا د طالبانو لپاره یو سیاسي شکست دی.
د طالبانو پر دې پرېکړې چې مذاکراتو ته حاضر نشول، د طالبانو هغه عناصر چې سوله غوښتونکي دي، هم له دغه مسوولیت څخه ځانونه نشي خلاصولی.
خو له دې ټولو سره سره دا په دې معنا نه ده چې د افغانستان حکومت به د ولس دغه برحقه غوښتنه چې سوله ده، پرېږدي. په افغانستان کې به د پایدارې سولې د تامین لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت باجراته، مدبرانه هڅې او پلانونه دوام لري او ددې تر څنګ به د افغانستان ملي وسله وال ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې لپاره د تل په څير چمتو وي.