ابېلوني
Abalone
څو ډوله سمندري حلزون ده. په پروزو برانچیا فرعي کلاس (Prosobranchia) کې ډلبندي شوي، د هالوتیس نسل (genus Haliotis) او د هالیوتیدای کورنۍ (family Haliotidae) تشکیلوي. دغه فرعي کلاس د ګاستروپودا کلاس (class Gastropoda) سره تړاو لري. ابېلوني د ټولې نړۍ د ګرمو اوبو سمندرونو کې پېدا کیږي. قاب ته ورته دغه صدف په خپل بدن کې یو ډول ژورې کندې لري چې له ودې کولو سره ډکیږي. یوازې اخري له ۵ تر ۹ پورې ژورې خلاصې پاتې کیږي کوم چې د دې ژوي د فاضله موادو مخرج ده. د دې ژوي ځلېدونکې داخلي برخه په ښکلا کې کاریږي او یوه غټه عضله ېې په ډېرو ملکونو کې د مزه لرونکي خوړو په توګه خوړل کیږي. د بدن کچه ېې له ۱۰ تر ۲۵ سانتي متره پورې ده. تر اوسه پورې د دې ژوي ۵۰ ډوله پېژندل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *