تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۱ مه: د  مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي، به مخابراتي سکټور ۱۸۳ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې خو لا هم لس سلنه افغانان مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د اترا سرپرست مشر عمر منصور انصاري وايي، اوس‌مهال د موبایل پنځه شرکتونه چې افغان ټیلیکام، افغان بېسیم، روشن، ایم ټي این او اتصالات پکې شامل دي؛ د هېواد په کچه مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.

د انصاري په خبره، په هېواد کې شاوخوا ۲۲.۴ مېلیونه فعال سیمکارټونه وېشل شوي، د مخابراتي شرکتونو د سایټونو شمېر ۷۰۷۳ سایټونو ته رسېږي، د هېواد شاوخوا ۹۰ سلنه نفوس د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې دی او د مخابراتو په سکتور کې د پانګه اچونې ټولیزه کچه ۱۸۳ میلیارده افغانیو ته رسېږي.

دی وايي، د مخابراتي خدمتونو اداره د هېواد په کچه د مخابراتو سکتور فعالیتونه په خپلواکه، مسوولانه او بې پرې توګه په پرانیستي، شفاف او هدفمند ډول له تبعیض پرته د قانون د حکمونو په چوکاټ کې تنظیموي او موخه یې د مخابراتي خدمتونو وده او پراختیا، د مخابراتي مارکېټ تنظیم او څارنه اود هېواد په کچه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې، آپرېټرانو او ګټه اخیستونکو او نورو اړوند ادارو ترمنځ د مناسباتو تنظیم؛ د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اساسي موخې دي.

بلخوا د اترا مرستیال بلال هاشمي د مخابراتي شبکو په برخه کې ستونزې مني او ځینې شرکتونه په ناغېړۍ تورنوي.

د هاشمي په خبره وايي، مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې خپل مخابراتي خدمتونه د ورکړل شویو جوازونو سره سم عیار کړي او له دې پرته به د اترا ادارې لخوا جریمه کړل شي: (( تراوسه پنځه مخابراتي شرکتونه د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ټیټوالي له امله ۱.۲ میلیارده افغانۍ نغدي جریمه شوي دي.))

نوموړي د مخابراتي شبکو د خدمتونو د ټیټوالي په اړه وویل،د دولتي مراجعو، بهرنیو ځواکونو، افرادو او اشخاصو له خوا په غیر محدوده توګه له جیمرونو څخه ګټه اخیستنه، د زورواکانو له خوا د مخابراتي سایټونو تخریب او د فایبر قطع کول، د مخابراتي خدمتونو د نوري فایبر د دوهمې شبکې نشتون او د اضافي فرېکونسیانو د وېشلو په برخه کې محدودیت؛ د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ټیټوالي لاملونه دي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې مخابراتي شبکې د انټرنېټ بیې نه کموي وویل: ((د نورو هېوادونو په پرتله د عملیاتي لګښتونو د قېمت لوړوالی، د وچې په واسطه د افغانستان احاطه کېدل او په بحرونو کې له سب مرین نوري فایبر سره د نوري فایبر شبکو نه تړلتیا، د امنیتي ستونزو له امله د مخابراتي سایټونو او فایبر قطع کول، ګمرکي محصول او ځمکو د کرایو لوړوالی، د ټاورونو د ساتنې لپاره د لوړو لګښتونو ورکول او د ښاري برق د نشتون له امله له جنراټورونو څخه ګټه اخیستل؛ د تعرفو د بیو د نه کمېدو عمده دلایل جوړوي.))

دا په داسې حال کې ده چې اترا اداره د مخابراتو د تنظیم تر څنګ په دې وروستیو کې ۱۰۰۰ ښوونځیو ته د انترنیټ رسولو تر څنګ د دویم لاین نوری فایبر د غځولو تابیا هم نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *