تاند- اتریشۍ سندرغاړې کونچیتا ورست تېره شپه د یوروېژن یا د اروپا د غوره سندرو نهه پنځوسمه سیالي وګټله.
ورست ته د ډېرو خلکو توجه له دې کبله اوښتې چې ږیروره ښځه ده.
دا مسابقه د نړۍ په ۴۵ هیوادونو کې شاوخوا ۱۸۰ ملیون تنو په ژوندۍ بڼه ولیدله.
د اتریشۍ سندرغاړې ورست له سندرې وروسته د یورو وېژن د مسابقې دوهم مقام هالنډي سندرې وګوټ.
د ورست سندرې ته ۲۹۰ امتیازونه ورکړای شوي.
له اتریش او هالنډه وروسته د سویډن، ارمنستان، هنګري، اوکراین، روسیې، ناروې، ډنمارک، هسپانیا او فنلنډ سندرو زیاتې نومرې اخیستي دي.