تاند- د اتریش حکومت د دې لپاره چې افغانان په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه ونه کړي په پام کې لري چې د کابل په بسونو، فېسبوک او تلویزیونونو کې اعلانونه خپاره کړي او پکې ووايي چې اتریش افغان پناه غوښتونکو ته هرکلی نه وايي.
اتریش، چې تر جرمني مخکې لوېدیځې اروپا ته د افغانستان او منځني ختیځ د پناه غوښتونکو مهم منزل دی، د اروپايي کمیسیون او د بشري حقونو د ډلو له لوري د پناه غوښتونکو خلاف د هلوځلو په خاطر له نیوکو سره مخامخ شوی دی.
د اتریش د کورنیو چارو وزیرې یوهانا میکل لینیر وویل:«له فدرالي حکومت څخه سږ کال د پناه تر ټولو زیات یعني ۳۷۵۰۰ غوښتنې شوي. د دې لپاره چې له دې شمېر پناه غوښتونکو خلاص شو، پکار ده چې د نورو پناه غوښتونکو مخه ونیول شي.»
دې همداراز وویل:«تر ټولو مناسبه لار دا ده چې خلکو ته په خپلو هیوادونو کې د اتریش د پناه د سختو قوانینو په اړه معلومات ورکړای شي.»
استریا په یو اعلان کې، چې په غټو تورو یې لیکلی، افغانانو ته ویلي:«اتریش په اقتصادي دلایلو چا ته پناه نه ورکوي.»
له اتریش یا استریا څخه تېر کال ۹۰ زره تنو د پناه غوښتنه کړې وه چې څلورمه برخه یې د افغانانو وه. د پناه غوښتونکو شمېر سږ کال هم د تېر کال په شان مخ پر زیاتېدو دی.