کابل، د اپریل ۷مه، ۲۰۱۵

اتصالات د افغانستان د والیبال فدراسیون سره د ۲۰۱۵ کال لپاره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

اتصالات افغانستان د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون سره په یوه ګډه رسنیزه غونډه کې، د اپریل په ۷مه نیټه د ګډې همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ.

ددې تړون له مخې به اتصالات په ۲۰۱۵ کال د والیبال ټولې کورنۍ او بهرنۍ سیالي په رسمي توګه سره تمویلوي.

د غونډې په اوږدو کې د اتصالات د سوداګریزو چارو مشر یاسر ابوالعمایم وویل، مونږ ژمن یو لوبه د ټولنې په پرمختګ کې مثبت رول لوبوي. د لوبو څخه ملاتړ د ځوانانو سره مرسته کوي، چې ځوانان لوبو ته مخه کړي او د ټولنې په وړاندې د ناوړه چارو څخه مخ واړوي.

نوموړي زیاته کړه، اتصالات ژمن دی، چې د ټولنیزو مسوولیتونو په پام کې نیولو سره داسې چارې او عملي ګام پورته کړي، چې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې سبب ګرځي.

اتصالات د ۲۰۱۰ کال راپدیخوا د افغانستان د والیبال فدارسیون رسمي تمویلوونکی دی، چې په دې مهال کې د والیبال لوبو ډیر پرمختګ وکړ او د پام وړ لاسته راوړنې یې درلودې د افغانستان د والیبال نارینه لوبډلې د ۲۰۱۴ کال د والیبال نړیوالو سیالیو ته لاره وموندله او په کورنیو او بهرنیو لوبو کې د پام وړ پرمختګ له امله د والیبال د نړیوال فدراسیون په درجه بندۍ کې د ۱۳۱ څخه ۷۹ ته پورته شو.

د افغانستان د والیبال فدراسیون مشر محمد یونس پوپل د غونډې په جریان کې وویل، اتصالات افغانستان د افغانستان د والیبال یو غوره رسمي ملاتړکوونکي دی او مونږ خوښ یو چې له دوی سره کار کوو. زه د افغانستان اتصالات مخابراتي شرکت د ژمنتیا او سخاوت څخه ډیر منندوی یم، چې دوی یې د افغان ټولنې د ټولنیزې پرمختیا او ملاتړ لپاره ترسره کوي.

له کومې ورځې چې اتصالات په افغانستان کې چارې پیل کړي، اتصالات په افغانستان کې په عملي توګه د لوبو د پرمختګ لپاره ګام پورته کړی دی. پداسې حال کې چې افغانستان پخوا د افغانستان د کرکټ بورډ او وزلوبې د فدارسیون رسمي تمویلوونکی هم وو.

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.

دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *